افغانستان

په کابل کې چاودني څلور کسان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۵ل): نن ماښام د کابل په اتمه حوزه کې د طلايي ښارګوټي په سیمه کې چاودنه شوې چې چارواکي يې مقناطیسي بم بولي او وايي څلور کسان یې ټپيان کړي دي.

د پولیسو چارواکو تر پيښي وروسته رسنیو ته ویلي چې چاودنه پر یوه هایلکس موټر شوې چې لا یې په اړه دقیق معلومات نشته چې د برید هدف څوک وو.

دوی زیاتوي چې د پيښي په تړاو څیړني پيل شوي چې وروسته به یې له رسنیو سره شریکي کړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې مقناطیسي چاودني زیاتي شوي چې د ځینو کتونکو په نظر اکثره یې د شخصي دښمنیو او شخصي مخالفینو د له منځه وړلو لپاره تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x