افغانستان

طالبانو دمذاکراتو په اړه ملا برادر ته منسوب مسؤولیت ناسم وباله

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په ليږل شوې اعلاميه کې هغه اوازې ناسمې وبللې چې د طالبانو مشرباته ملا برادر اخوند د کابل ادارې سره د خبرو اترو دنده سپارلې ده. ښاغلی مجاهد زیاتوي چې ملابرادر اخوند اوس په پاکستان کې بندي دی او خپلې کورنۍ او دوستانو سره نشي لیدلی. ذبیح الله مجاهد وايي چې که موږ له چا سره د خبرو اترو لپاره اړيکې نیسو نو پټې او مرموزې به نه وي؛ بلکې زموږ کارونه تل د شریعت په رڼا کې ښکاره او روښانه وي.مجاهد زیاتوي چې،دوی د اسلامي امارت هر مسؤولیت تل ازادو غړیو ته سپاري او هغوی يې پر مخ بیايي .مجاهد پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې باید د خپرونو اصول په پام کې ونیسي او بې بنسټه خبرونه خپاره نه کړي.ذبیح الله مجاهد په پای کي یو ځل بیا له پاکستاني چار واکو غوښتنه کړې چي د ملا برادر آخند صحي وضعیت ته په کتو نوموړی او پاتې نور بندیان ژر تر ژره ازاد کړي.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x