نړۍ

هند: افغان میرمنه له نهه سوه زره روپیو سره یو ځای ونیول شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۵ل): د هند د ګمرک چارواکو ویلي چې یوه افغان میرمن یې نیولې چې له ځانه سره یې ۹۶۳ زره هندۍ روپې لیږدولې.

د هندي رسنیو د خبر سره سم دغه میرمن له کابل څخه د نیو دلهي هوايي ډګر ته را ورسیدله او د تلاشي پر مهال یې یاد مبلغ له سامانه را ووتی.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا په هیواد کې د فساد او غیر قانوني پیسو د له منځه وړلو په خاطر پر زریز او پنځه سوه نوټ یو ناڅاپه بندیز اعلان کړ چې له امله یې د هغو کسانو لپاره ستونزي جوړي شوي چې هندي روپۍ یې له ځانونو سره په کورونو کې ساتلې.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه افغان میرمن څوک ده، خو په اړه یې ویل کیږي چې له ځانه سره یې له کابله لس بنډلونه اخیستې وه.
د میرمني له قوله ویل شوي چې هندي روپیو د ناچله اعلانېدو وروسته دغه پیسی په کابل کې چا نه اخیستلې ځکه یې هند ته راوړي.
ویل کیږي چې د هند حکومت د هر هغه کس سره تحقیقات کوي چې تر ۴ زره زیاتي هندي کالداري لري او غواړي چې په کوچنیو نوټونو یې له بانک څخه بدلي کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x