دیني، سیرت او تاریخ

كهكشانونه! او دهغوی پیدایش!

قاري احسان
 
اسمانونه يو دبله سره پیوسته و، او اوه زمکي هم یو دبله سره نښلیدلي وه، کله چي دخالق لایزال په حکم سره لوی انفجار رامنځته سو، نو اوه اسمانونه یو دبله سره بیل سول، او اوه زمکي هم سره جدا جدا سوي.
 
لکه الله رب العزت چي فرمايي: أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا [سورة الأنبياء: 30]

له دې لوی انفجاره وروسته دحرارت درجه تر ملینو سنټيګرډه پورته سوه، له دې سره سمدستي ډیر لوی او غټ اټومي انفجار رامنځته سو ددې انفجار له امله ډیر مختلف کهکشانونه پیدا سول.
 
یو فلک پوه عالم له ډیرو تجربو وروسته دا معلومه کړه چي تر ننه څومره کهکشانونه موږ ته ښکاري دهغوی شمیر سل زر ملیونه کهکشانو ته رسیږي، دځینو فلکدانو په خیال بیا دکهکشانو شمیر شپږ زره ملیونو دی.
 
هر کهکشان په متوسط ډول دزر ملیونو ستورو مجموعه دی، لکه دقصیه په نامه کهکشان، دممزقه، مزدوجه، بیضویه او حلزونیه په نامه کهکشانونه.
 
دا هم معلومه ده چي دځینو ستورو رڼا چي موږ ته را رسېږي نو تقریبا په ملینو کلونو مسافه وهي. لکه دالمراة المسلسلة په نامه کهکشان کي چي کوم ستوري دي.
 
روښني په یو ثانیه کي 299,792,458  متره مزل کوي، چي 300,000 کیلومتره کیږي.
 
زموږ کهکشان
 
دا کهکشان د(پیو لاري) په نامه سره یاديږي، ځکه دا داسي ښکاري لکه به اسمان کي چي شودي (پوی) توی کړي.
په دې کهکشان کي لمریز نظام هم داخل دی، او هغه زمکه پر کومه چي موږ ژوند کو هغه هم په کي شامله ده، دا کهکشان د زر ملیونه ستورو مجموعه ده، ځیني يي لکه لمر دومره ستر دي، او ځیني بیا تر لمر هم په ملینو چنده لوی دي. سبحان الذي خلق کل شئ بمقدار.
 
ځيني يي بیا تر لمر په حرارت او روښنايي کي هم په ملینو واره زیات دي، لکه د(ای، آر، ه) په نامه ستوری، تر لمر لس زره واره غټ دی، دا ډیر نور تابع ستوري او سپږمۍ هم له ځان سهر مله لري.
 
کله چي انسان یواځي دالله جل جلاله په په دې نظام کي فکر وکړي، او دا دوني لوی لوی کهکشانو او دهغوی رڼاګانو چي په ملیاردو واره له موږ لېري دي فکر وکړي، نو په روښتیا چي له خولي به يي دا خبره وخیږي چي: ربنا ما خلقت هذا باطلا.

کله چي بیا انسان داسمان خوا ته خپلي سترګي ورغړوي، نو به ددې آیت په معنا پوه سي چي [ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ] [سورة الملك: 4]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x