ټولنیزه برخه

د هوښیار لیوني رښتینې کیسه

کتاب: عقلاء المجانین

ژباړه: حمد الله دانشمند

هارون الرشید له حج نه فارغ شو، کوفې ته په رسېدو بهلول(المجنون) وریاد شو، سفارښتنه یې وکړه: لیوني بهلول ته تورې ځانګړې جامې ور واغوندئ، او اوږده خولۍ ور پر سر کړئ، په پلانکۍ سیمه کې یې ودروئ. هغوی همداسې وکړل، ورته یې کړه: لیونیه! چې کله امیر المومنین ستا په خوا کې تېرېږي یوه ښه دعا ورته وکړه. کله چې امیر المومنین یادې سیمې ته راورسېد نوموړي لاسونه لپه کړل، په دعا یې پیل وکړ، ویې ویل: الله پاک ته زارۍ کوم، چې ډېره روزې درکړي، او د ډېرو سپینو او سرو څښتن شې!

یاد امیر المومنین وخندل، ویې ویل: امین!

د کوفې والي نوموړي ته کړه: لیونیه! امیر المومنین ته څوک داسې دعا کوي؟

هغه ورغبرګه کړه: غلی شه لیونیه! امیر المومنین ته تر درهم غوره څېز بل نشته!

یاد امیر ته چې کله دبهلول(هوښیار لیوني) یاد خبر ورسېد، ویې خندل! ویې ویل: په الله قسم بهلول رښتیا ویلي. الماخذ: [کتاب عقلاء المجانین] ـــــــــــــ
یادونه: پاکان خلک خپله تګلاره د سپېڅلي الهي قانون او تواضع په هینداره کې ګوري؛ ځکه یې د عدل زرینې کړنلارې د تاریخ په حافظه کې ځانګړی باب پنځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x