شعـــــرونه

غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

په دې کورکې نسته مورخونده یې نسته
ده بې روحه غوندي نور خونده یې نسته

ددعاوو بدرګه بې راسره وه
وم دبخت پر نيلي سپور خونده یې نسته

دسپېڅلې مينې ټال کې ځنګېدم به
دللو للو پر لور خونده یې نسته

پټ قوت یې راسره وو بې له شکه
پر هډوبه مې وو خپور خونده یې نشته

معجزه وه ژوند فردوس غوندي سپیڅلی
اوس اعراف شو راکړي زور خونده یې نسته

که تمامه دنيا ستاسي عمري اوس
یې به تریخ  په شان دپورخونده یې نشته

محمدعلي عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالهادي عمري

ژباړه
#عمري
د پوهنتون څلورو تنو محصلینو ددرس په جریان کي مطالعه نه وه کړې دامتحان په شپه چي یې هرڅومره کوښښ وکړ مضمون یې نه سو زده کولای سهار امتحان ته نه ورغله په مشوره يې دا بهانه جوړه کړه ښوونکي ته يی وویل چي واده ته تللي وو پر لاره موټر پنچر سوو ځکه امتحان ته را ونه ورسیدو
ښوونکی دري ورځي وخت ورکړ او ددرو ورځو وروسته یې هریو په جلا کوټه کي کښینول یو سوال یي ورته راوړی وو هغه په لاندي ډول وو
(د موټر کوم ټایر پنچر سوو؟)

عبدالهادي عمري

#ښځه له هرڅه برخمنه یې اسلام کي دي عزت دی اې خوري! ستا په نوم قران راوړی یو سورت دی راغلې له جنت نه دحوا بي بي وارثي په کور کي ستا وجود یو برکت دی یو زینت دی حجاب دي پر سر ساته دا میراث دعایشې دی په دي کي الله ایښي ستا لپاره شرافت دی په کور کي باچهي درلره ښايي دادي حق دی خاوند باندي فرض کړی رب کریم ستا هر خدمت دی دعلم په طلب کي هم خیال ساته د پړوني د علم او حجاب یو حقیقت یو فرضیت دی بې تا چي سي بې خونده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x