fbpx
zwand adabi baheer dad

د پکتیکا ادبي بهیر د استادغلام صادق خوارمل ویاړ ناسته وکړه

د پکتیکا په ټول فرهنګي تاریخ کې د دې ولایت ځینوځوانانو د پکتیکا ادبي بهیرترنامه لاندې، پر فعالیت پیل وکړ او لومړی وار يې په ياد ولایت کې د خپل یو مشر ویاړناسته وکړه. د داسې یو مشر، چې تر نيمې پېړۍ ډېر وخت يې د هېواد بچيو په روزنه کې تېر کړی، محترم استادغلام صادق خوارمل، چې تر اتیاوو اوښتی عمر لري، د ژوند ټول خواږه خپل دردېدلي ملت ته ورکړي دي.

دغه ناسته چې د روان لمریز کال د لېندۍ پر نهه ویشتمه د جمعې مبارکې ورځې پر سهار د ښرنې د لینکن ښوونیز مرکز په تالار کې وشوه، لسګونوځوانانو،

د پوهې او ادب مينه والو، قومي مخورو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو،استادانو اود استادانو شاګردانو په دې ناسته کې خپلې مقالې، ويناوې او خاطرې واورولې، وروسته ورته د بهیر له خوا راوړل شوی دستار محترم استاد عبدالصمد شهیدپلار ورپرسر کړ او دروند پټو ورته د اطلاعاتو اوکلتور استازی قاری محمد حسن فرقاني پر اوږو ورواچاوه.

یاده ناسته د پکتيکا په ټول تاریخ کې لومړنۍ هغه وه، د استاد خوارمل له سترګو اوښکې توېیدې او پرځای يې زوی استاد پتیال صادق خبرې وکړي، ناسته غرمه مهال، له استاد سره په انځورونو اخېستلو پای ته ورسېده.

دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د