شعـــــرونه

غزل/ صالح محمد مسروري

صالح محمد مسروري

د ايمان ستري هستۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه
ستا د ميني د شاهۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

چي شملې مو وي تل هسکي جګي سترګي يو نړۍ کي
د سيالانو د سيالۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

توفيق ته راکړې خاونده ستا رضا چي ترېنه يوسو
له مکاري دنيا ګۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

حريت رانه بېل مکړې سر موټيټ مکړې بل چاته
بس يو ستا د غلامۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

د تقوا سپينه سپوږمۍ مو د کسوف له شېبو ساته
ستا د ويري د سلګۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

ستا پر دين مو شهيدان کړه چي سودا د سرو وکړو
له دې ستري قربانۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

چي پېره کړو ستا په لار کي سترګي سرې شبګير وهلي
د جهاد له زندګۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

د عصيان په سمندر کي مسروري يم لاهو شوی
د بخښني د کښتۍ نه مو بې برخي مکړې خدايه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x