
اسرائیل له دوه ورځو راهیسې د اور په لمبو کې سوزي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۵ل): په اسرائیلو کې له تېرو دوه ورځو راهیسې اور لګېدلې او شېبه په شېبه یې لمن پراخیږي.
د تېرې سه شنبې په ورځ د اسرائیلو په یوه ځنګل کې اور ولګېد او ډیر ژر یې له ځنګله څخه مسکونه سیمو ته سرایت وکړ.
د اسرائیلو د اوروژنې عمله د اور په کابو کولو کې پاتې راغلې او د الجزیرې د راپور پر اساس تر اوسه زرګونه جریبه ځمکه د اور لمبو لاندې کړې ده او لسګونه کورونه په بشپړه توګه ایره شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو او د ملي امنیت وزیر جلعاد اردان د نړۍ له هیوادونو غوښتنه کړې چې د اور په وژلو کې بیړنۍ مرستې ورولیږي.
تازه راپورونه وايي چې د روسیې یوه لویه اور وژونکې الوتکه اسرائیلو ته رسېدلې ده. داسې هم ویل کیږي چې ښايي د ترکیې هیواد هم د اور په وژلو کې مرسته وکړي، خو یو شمېر فلسطیني فعالانو په ټولنیزو پاڼو کې په ترکیې غږ کړی چې د یو اسلامي هیواد په حیث باید له دې کاره ډډه وکړي.
د اسرائیلي رسنیو په وینا دا مهال د قدس ښار په ګډون په ۱۳ مختلفو ځایونو کې د اور لمبې بلې دي او د اطفائيې ۳۰ ډلې یې د وژلو په هڅو بوختې دي.
ویل کیږي چې موسمي شرایط او قوي بادونه د دې لامل ګرځیدلي چې د اور بڅرکي له یوې سیمې بلې ته ولیږدیږي او د اور لمن پراخه شي. د اسرائیلو د هوا پیژندې اداره اندېښنه څرګندوي چې ښايي په راتلونکو ورځو کې سیلۍ او طوفان نور شدت هم پیدا کړي، چې ورسره به د اور وژنې چاره نوره هم ستونزمنه شي.
تر اوسه د اور لګېدنې اصلي علت معلوم نه دی خو داسې ګومانونه شته چې ښايي دا یو قصدي عمل وي.
د اسرائیلو د ملکي دفاع ادارې زرګونه اسرائیلي وګړي له خپلو کورونو او استوګنځایونو ایستلي دي خو تر دې دمه د ځاني تلفاتو راپورونه نه دي ترلاسه شوي.
د اسرائیلو رسنۍ د اور د تلفاتو په اړه خورا محتاطانه څرګندونې کوي، خو فلسطیني رسنو ویلي چې د حیفا په ښار کې د اسرائيلي پوځ د استخباراتو یوه ودانۍ په بشپړه توګه سوزیدلې. دغه راز د «بایر نافی» په نامه د اسرائیلو یوه پوځي قرارګاه مخکې تر دې چې د اور لمبې یې په غېږ کې واخلي، له مهماتو او عسکرو څخه تخلیه شوې.
له بلې خوا د اور لګېدنې سره جوخت په اسرائیلو کې د حکومت پر ضد سختې غوصې او نیوکې راپارېدلي چې د ځنګلونو او مسکونه سیمو تر مینځ یې حایل جوړولو ته پاملرنه نه وه کړې او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره یې لازم چمتووالی نه درلود.
په عین حال کې په ټولنیزو پاڼو کې فلسطیني ځوانانو د اسرائیلو په اور د خوښۍ رنګارنګ څرګندونې کړي او لیکلي یې دي چې د لومړي ځل لپاره د اور له لمبو خوند اخلي او لوګي يې لکه د عطرو په شان محسوسوي.
https://www.youtube.com/watch?v=kyv6uj4wLj4