افغانستان

د غزني په واغظ ولسوالۍ کې چاودنې ولسوال ،د ولسوال زوی او یو ساتونکی ټپيان کړي

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې چاودنې د یادې ولسوالۍ پر ولسوال سربېره د هغه زوی چې په راتلوونکو ټاکنو کې د غزني ولایتي شورا ته کاندید دی او یو بل ساتونکی ژوبل کړي.
د غزني امنیتي چارواکي د پېښي د پخلي ترڅنګ زیاتوي،چې دغه چاودنه تېره شپه په داسې حال کې رامنځته شوې چې نوموړی خپل کور ته له خپل زوی او یوه ساتونکي سره پر لاره و.

د غزني مرستیال والي محمدعلي احمدي وویل، پر ولسوال چاودنه د نوموړي له کوره سره نږدې له لیرې د کنټرولېدنکي ماین په مټ ترسره شوې.
د غزني د ولایت روغتون چارواکیو هم ومنله چې بېګاه د واغظ ولسوال محمد عظیم او د هغه زوی ور وړل شوي.
د یادونې وړ ده چې د ولسوال زوی عبدالقدیم نومېږي او د ولسوالۍ پر مرستیالۍ سربېره په را روانو ټاکنو کې د غزني ولایتي شورا ته کاندید هم دی.
طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه (شهامت) کې د واغظ پر ولسوال محمد عظیم او مرستیال باندې د ترسره شوې چاودنې پړه پر غاړه اخیستې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x