نظــر

دوی ټول د کفر خادمان دي

فاتح کاروان

له تیرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د دیني عالمانو په خلاف د ځینو حکومتي کرایي لیکوالانو لخوا سپکې سپورې او همدغه ډول د اسلامي فکر او علم خلاف د دوی له کرکې او تعصب نه ډک نشراتو ډیر زور اخیستې او په همدې سلسله کې پرون ورځ په اصطلاح د کابل ادارې د پارلمان د یوه وکیل ( حفیظ منصور) لخوا په علني ډول دا خبره کول چې په پوهنتونونو کې دی د اسلامي ثقافت د مضمون تدریس بند شي؛ دا ټول یوې دسیسې او پروګرام برخه ده چې پیل یې له وخته شوی و خو اوس یې ډیر زور اخیستې.

د بي بي سي لخوا د کندوز د اشرف المدارس خلاف هغه شیطاني راپورتاژ به مو په یاد وي او هم به مو دغه نقطې ته پام وي چې څه ډول د آزادۍ او بي بي سي راډیوګانې بار بار داسې نشرات کوي چې موخه یې د دیني مدرسو، مساجدو او عالمانو بدنامول وي؛ دا هر څه یو تصادف نه بلکې یو قصدي او طرحه شوی عمل دی، د دغه قبیح عمل چې موږ یې په افغانستان کې د اسلام په خلاف د یهودو او نصاراو فعالیت بولو، تر شا د امریکایانو او د کابل ادارې د مهمو چارواکو په خاص ډول پخوانیو کمونیستانو او اوسنیو سیکولرانو تور لاسونه دي.

افغانستان چې ۹۹.۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي همدا شېبه پرې داسې یو حکومت مسلط دی چې په بشپړ ډول د کفارو غلام او خادم دی، نو طبیعي ده چې د اسلام دښمنان دغه ډول فرصتونه د لاسه نه ورکوي هغه دی پخپلو سترګو یې ګورو او په غوږونو یې اورو چې له یوې خوا رسنۍ په سلسله واره توګه د اسلامي مقدساتو توهین کوي، د اردو عسکر د امریکایانو په ملتیا مسجدونه او مدرسې د خپلو عملیاتو موخه ګرځوي، استخباراتي کړۍ د علماء کرامو ترور کوي او له بله طرفه د کابل ادارې د پارلمان وکیلان د اسلامي ثقافت د تدریس د بنده ولو غوښتنه کوي، دغه ټول فعالیتونه د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلام او اسلامي شرعي حدودو د بدنامۍ لپاره ترسره کیږي، دا کومه وړه خبره نه ده تاسو به وګورئ که چیرته په رسنیو کې فعال د غربي ډیموکراسۍ مدافعان او د حفیظ منصور په څیر غرب زده ګان سزا و نه ګوري، نو نن خو دوی یو څو تنه دي او په ډار سره د اسلام توهین کوي، سبا به د دغه مفسدو او سیکولر عناصرو شمیره سلګونو او حتی زرګونو ته رسیږي، امریکایان به له اروپا او امریکا نه مرتد شوي خلک راولي او دلته به یې د مدني فعالانو، لیکوالانو او حکومتي چارواکو په نومونو خپلو ګټو ته استخداموي چې بیا به یې هم لومړی ګوزار په اسلام او اسلامي شعایرو وي!!

فکر وکړئ نن دا ولس د کابل ادارې څخه دا نه غواړي چې د عامه امن د راوستو او د فساد د ورکېدو لپاره باید شرعي حدود پلي شي، خو حکومت د خلکو له دغه سکوت نه اعظمي ګټه اخلي او په منظم ډول هغه کسان یو یو رامخته کوي چې د اسلام ضد فکر لري، کله رسنیو ته وایي چې دیني عالمان بدنام کړئ، کله خبریالان داسې راپورونو جوړولو ته هڅوي چې په هغې کې دیني عالمان، مدرسې او دیني په بد ډول انځور شوي وي او کله بیا د پارلمان چارواکو ته عام تام اجازت ورکوي چې خپل خوسا افکار د حکومتي سهولتونو څخه په استفاده نورو خلکو ته ورسوي، خو دا ولس دی خدای جل جلاله له دې دروند خوب نه راویښ کړي چې دښمنان وپیژني او خپل مسؤلیت درک کړي.

اوس باید ټول افغانان پوه شي چې د امریکا، جرمني، انګلستان او فرانسې سفارتونه، د کابل امریکایي پوهنتون، د پي آر ټي او افغان ـ جرمن ټولنې، زیاتره مدني؟فعالان، د امریکایانو او بریطانویانو لخوا استخدام شوی رسنۍ، د کابل د پارلمان ځيني چارواکي لکه حفیظ منصور، د ارګ فیسبوکي ګروپ او زیاتره بلکې ۹۵% سلنه مؤسسات ټول په ګډه د امریکایانو په مالي مرسته او د واتیکان په رهبرۍ د اسلام پرضد فعالیت کوي او مهم هدف یې په افغانستان کې د کفر ترویج او د یوې داسې ټولنې رامنځته کول دي چې واک او چارې به یې مرتدین او سیکولران سمبالوي او هر ډول اسلامي فعالیت به په کې جرم بلل کیږي، هغه دی اشغالګر امریکایان او داخلي لاسپوڅي یې په تدریجي ډول خپل اسلام ضد شیطاني فعالیتونه مخته وړي نور نو چې ولس نه راویښیږي خدای جل جلاله دی یې مل شي.

د نړیوال کفر د بشپړ زوال او اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

کاروان صاحب ! سمه وایی ، که مونږ سیاسی قدرت لرلی نو مونږ به خامخا د دوی د کفر ځالی ورانولی او د تعلیمی نصابه به مو ددوی الحادی فلسفی لیری کولی اوس چه د دوی لاسه کی قدرت دی دوی به هم دغه کار کوی زمونږلمړنی ستونزه د دوی د حکومت لیری کول دی

احمد

حفیظ منصور د سیکولرانو یهودو اونصارا و سپی ده او انشالله چی ددوی اهداف نه تر لاسه کیږی الله شرمولی او ورځ تر ورځ شرمیږی انشالله

عبدالواحداڅګزۍ

محترم فاتح صاحب سلامونه اواحترامونه تقدیموم لکه څنګه چه ستاسو پرزړه اور بل دۍ هم دغه رقم دټولو مسلمانانو زړونه دکټلووینوډک دۍ نه پوهیږی چه څه وکی خودونه تسلی درکوم هتاترک ملحد دده په فکر ترکیه له اسلامه خلاصه که نن ګوری چه الله داسی یوباهمته زړور مسلمان که حاکم کۍ چه ټول هتاترکیان یی له ریښو وکښل او بیرته یی دعثمانی خلافت لار په مخه اخستیده ټوله کفار ځنی په ویره کی دی موږخوځنی لیری یو ترکیه دکفارو په منځ کیده- الله خپل اطاعا کونکی بندګان نه ختموی خو ازمویی یی ضرور په قرآن عظیم شان کی دغسی فرمایی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x