شعـــــرونه

دلمبو وږمې/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

له اهونو جوړې شوې سرې لمبې دي
د غلیم په سرو لمبو کې غلبلې دي

ذوانتقام مو انتقام له دشمن واخیست
له بیوسو اوښکو جوړې نن حملې دي

مړې یې مکړې ربه تیزې یې لا غواړو
دا لمبې دي خو بیا ماته منظرې دي

ستا بندګان یې په اورو وو سوځولي
ستا تر دره یې دروړې سترګې سرې دي

یوه ځوان د فلسطین داسې ویلو
د لمبو وږمې له عطرو نه خوږې دي

زه عاکف به لپه لاس و رب ته نیسم
د دعاوو مو تر رب وړې جرګې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x