نظــر

ما له ځانه اور اخستی!

وایي چې هاشم خان د خپل صدارت په وخت کښې یو خادم درلوده چې حسن نومېده. حسن چې خپله معنی بایللې وه او تکیه یې یوازې پر ماده وه نو د مادې د ګټلو پر خاطر یې هر قسم لوېدلی کار کاوه. د هاشم خان لاس پرې سپک وه او ډېر ښه مطیع بلل کېده. نو کله کله به هاشم خان پخپله خاصه لهجه ورباندې غږ کاوه چې: حسن بچیمآآ، ګو شدی یا نی؟ حسن به سر ټیټ نیولی، لاس په نامه ولاړ وه اوپه ځواب کښې به یې ورته وویل چې؛ نی صاحب تا حال ګو نشدیم..! هاشم خان به وخندل بیا به یې ورته وویل، تا حال همو ګوساله هستی؟ حسن به ورته وویل چې: بلی صاحب، همو ګوساله هستم.

بیا چې کله حسن مړ شو نو ایله دومره نوم یې په تاریخ کښې پاتې شو چې اوس د کابل په ده دانا کښې یې یو پل په نامه جوړ دی چې په (پل حسن ګوساله) مشهور دی. نو اوس غربي قوتونه هم په اسلامي نړۍ کښې داسې خوسیان غواړي او روزلي یې دي چې د عمر تر آخره غویان نشي جوړیدلای او نه دا ظرفیت پکښې وي چې له ځانه غویی جوړ کړي. د غربیانو نرم، آسوده او مطیع خوسیان خوښیږي چې ددوی لاس پرې سپک وي او که چېرې کوم خوسی د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، ښکر وکړي او د طغیان په رسم پړی وشکوي نو بیا یې د ځان لپاره خطر ګڼي، په قصاب یې وپلوري او ځان ترې بېغمه کړي.

د اسلامي نړۍ د حکومتونو حاکمان له سعودي نیولې تر صومال پورې د غرب/امریکا په خوښه ټاکل کیږي، د همدوی د حمایې او ملاتړ څخه برخمن وي او ددوی پر تکیه یې د حکومت ماشین ته تېل وراچول کیږي، که دوی نه وي ملت دوی یوه ورځ هم نه پریږدي ځکه ملتونه اسلامي قوانین غواړي، اسلامي نظام غواړي او دوی چې د تېلو او طلاؤ په ګرداب کښې غرق دي د امریکا په سلا مشوره دا نشي ورته برابرولای او یوازې یوه ځآنګړې ډله یې په ټول ملت حاکمه کړې وي. د ملت د ارادې کاذب تمثیل هغوی کوي او د غربي تیاترونو له لارې ټولې نړۍ ته ښودل کیږي چې دیموکراسي په ټول هیواد کښې یو منل شوی او نافذ قانون دی. خو هرګز داسې نده.

دیموکراسي یعنې د یوې رذیلې او فاسدې اقلیتي ډلې حکومت په اکثریته مذهبي، دیني، قانوني، اصولي، کلتوري، او بافرهنګه ډلې باندې. دیموکراسي د امپریالیزم مېخ دی چې د اسلامي امت د تابوت پر سر یې ټک وهي، خو آیا تاسو پوهېږۍ چې د امپریالیزم په لاس کښې دا چکُش څه او څوک دی؟ دا چکُش د اسلامي زمامدارانو په نامه د اوسنیو فاسدو حکومتونو حکمرانان دي چې په امت باندې تپل شوي دي. د امپریالستي استعمار او دیموکراسۍ شعارونه په څو ټکو کښې خلاصه کېږي: د بشر حقوق، د ښځو حقوق، برابري او مساوات، جنډر (جنسي برابري)، د نشنلزم خپرول په ځآنګړې توګه د اقتصادي او سیاسي نشنلزم رایجول چې د هر اسلامي قلمرو وګړي او اوسېدونکي د هغې سیمې شته منابع او ذخایر یوازې د خپل ځان ګڼي او د ګاونډیو فقیرو مسلمانانو حق پکښې سلبوي او د دولتونو قیضه د یوې مخصوصې کړۍ په لاس کښې ورکول چې کله هغه کړۍ سسته شي نو ټول دولت ورسره شاړ او بېکاره شي. په اسلامي هیوادونو کښې ددغې سترې بدې پدیدې زیږنده هماغه د غرب پالیسي جوړونکي دي چې تطبیقوونکي یې ټپوس مسلمانان دي لکه د آل سعود کورنۍپه سعودي کښې، آل شیخ کورنۍ په اماراتو کښې، مالکي حکومت په عراق کښې، قدیروف په چېچن کښې، د صومالیا انتقالي او فدرالي حکومتونو رئیسان، د پاکستان له زیږېدنې تراوسه اسلام دښمنه رئیسان، د بنګله دېش اسلام دښمنه حکومت، د افغانستان د انتقالي او انتخابي حکومتونه، په سوریه کښې علوي اسرائیلي حکومت، په ایران کښې خمینست اسرائیلي حکومت او باقي ټول په همدې مقیاس…!

دوکتور محمد علي جریشه پخپل کتاب (اسلامي نړۍ نن سبا) کښې لیکلي دي چې اسلامي هیوادونه د نړۍ پرمخ تر ټولو غني ترینه هیوادونه شمیرل کیږي یانې دا چې مهمې بندرګاوې، مهمې تجارتي کرښې، مهم سیندونه، فصل ورکوونکې ځمکې، او نور طبیعي معادن په خپله غیږه کې لري، او هغسې نده لکه څنګه چې یې غربي جغرافیه پوهان تعبیروي چې اسلامي هیوادونه له عایداتي منابعو خالي او وګړي يې د اوسني ژوند له هر رنګه اړتیا او په هر ډګر کې وروسته پاتې دي، خو سره لدې دوی نشي کولای یو واحد اسلامي دولت رامنځته کړي، او یا هم دومره وکړي چې د نړۍ په مخ د مسلمان توکم د بدبختۍ عوامل له منځه یوسي او یو ښیرازه او سوکاله امت ته یې بیرته راوګرځوي. د هند بحر ته د ننوتلو لپآره باید اول په اسلامي خاوره کې پل کښیږدې یعنې د ننوتلو لارې یې په اسلامي خاوره کې دي، د ملقا تنګنا په ختیځ کې د مالایي یا مالایو او سوماترا ترمنځ او د باب المندب تنګنا یې په لویدیځه څنډه کې پرته ده. د بحر متوسطه دروازه هم په اسلامي خاوره کې ده چې ختیځه برخه یې د سویز کانال او لویدیځه برخه یې د جبل الطارق تنګنا په نوم یادیږي، چې پدې ترتیب دختیځ او لویدیځ ترمینځ نړیواله کښتۍ چلول یې په واک کې دي. همدارنګه د لیبیا، سوډان، او عراق پراخې دښتې او یا د غربي وچې، مصر، او نورې اسلامي نړۍ پراخې، هوارې، حاصلخیزې دښتې دي چې اسلامي نړۍ ته یې ویاړ او افتخار بښلی او همدا ددې سبب ګرځیدلی چې اسلامي امت له هرې خوا د غرب تر کاري ګوزاونو لاندې دی. د مصر دغه پراخې دښتې چې د رومانیانو په وخت کې ۹۵٪ کرل کیدلې، له بده مرغه باید ووایو چې اوس ددغې پراخې ځمکې یواځې ۵٪ کرل کیږي او نوره یې شاړه پرته ده.

افغانستان د منځنۍ آسیا او نورې نړۍ تر منځه د یوه پله حیثیت لري او د تاریخ په اوږدو کښې د امپراطوریو ترمنځه یو څلورلاری پاتې شوی چې تر ننه پورې په همدغه ټس کښې سوځي. برطانیې د لویې لوبې د ګټلو په خاطر باید د افغانستان سرحدونه طی کړي وای خو کامیابه نشوه که څه هم ځان یې تر بخارا او سمرقنده پورې ورساوه خو دلته داخلي کشمکشونو او هلته مقاومتونو له ماتې سره مخ کړه. روسیې د هند تودو اوبو او د خلیج د تېلو پخاطر باید د افغانستان سرحدونه طی کړي وای خو هغه هم له ماتې سره مخ شوه. لنډه دا چې اسلامي هېوادونه په هغو ستراتیژیکو نقطو کښې پراته دي چېرې چې د نړۍ د اقتصاد لویه برخه تمویلوي خو ددغو اقتصادي زېرمو تصاحب یې په لوی لاس بل ته ورکړی دی.

که چیرې په اسلامي هېوادونو کښې یو واحد قوت راپیدا شي او ټول په یوه نقطه باندې راټول شي نو کوم ځواک به وي چې دوی سره بېل کړي، کوم څوک به وي چې ددوی تر منځ د نفاق اور ته بیا لمن ووهي؟ خو، مسلمانان د نفس او هوی تبعیت دېته اړ کړي دي چې خپل معنویت ته شا کړي او د کفر غیږې ته ځآن وغورځوي او خپل ټول شته یې له هغوی څخه زار کړل. که چیرې یو شو د خلیج تیل، د سیري لیون الماس، د سوډان او مصر پراخې حاصلخیزې دښتې، د افغانستان حاصلخیزې ځمکې او غني زیرمې، د بخارا او سمرقند ګاز او دا هر څه به زموږ وي او مسلمانان به مو په یمن، صومالیا، مالدیو، برما، افغانستان، هند او نورو ځایونو کښې له لوږې نه مري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x