شعـــــرونه

غزل/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

کوم يوظالم دې د منزل وره ته ژورې راوړې
ولې غلط شوې کوم ناځوان درته ډالرې راوړې

دستا جفاپکې له ورايه ځليده رهبره
نن مې له قبره د شهيديو څو ډبرې راوړې

کاشکې يوڅه موده نور هم روژه په خوله وای پاتې
کوم دوکه مار په مازديګر درته شکرې راوړې

نن يې دربار ته په ټيټ سرلاس په نامه ولاړدى
چې يې پرون د چاله خونې نه ککرې راوړې

نن ورته توره ږدې په ځمکه درنه هير شو پرون
چې غنيمت دې له همدې کلا نه زغرې راوړې

د مدينې عهد يې ياد وه لاتر اوسه پورې
نن مې له کلي د جانان څخه کوترې راوړې

د پروني پوزي تقوا دې نن پالنګ وخوړه
ياره دوکې دې ښې په تول کې برابرې راوړې

پيغور يې مه ګڼه لږفکر يې په تورو وکړه
درته زړه سوي نه حسيني ترخې خبرې راوړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x