نړۍ

د اسرائیلو اور دریمې ورځ ته وغځېد

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۵مه، ۱۳۹۵ل): هغه اورونه چې د تېرې سه شنبې په ورځ په اسرائیلو کې لګېدلي نن دریمې ورځ ته وغځېدل او لا هم په شدت دوام لري.

تېره ورځ اسرائیلو د بیړني حالت اعلان او پوځ ته د تیارسۍ امر وکړ. همدا راز د پولیسو رخصتي لغوه اعلان شوې او امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د احتمالي وسلوالو بریدونو، چور او غلاوو ګواښ ته متوجه واوسي. اسرائیلي چارواکو روان وضعیت له جګړییز حالت سره ورته بللی.

د تېرې ورځ تر ماښامه د اورلګېدنې ۲۲۰ پېښې ثبت شوي، تر ۱۰۰ زیات کسان د تنفسي اختناق سره مخ شوي او ۸۰۰۰۰ اتیازره یهودان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي. تر اوسه د ځاني تلفاتو دقیق خبر نه شته خو فلسطیني رسنۍ وايي چې لسګونو یهودانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اسرائیلو معاریف ورځپاڼې لیکلي چې امنیتي ځواکونه په حیفا ښار کې د هغه زندان په تخلیه کولو بوخت دي چې ۶۰۰ فلسطیني بندیان په کې ساتل کیږي او د اور لمن یې څنډو ته ور رسیدلې.

د لومړنیو احصائیو له مخې ښايي د روان اور له کبله اسرائیلو ته میلیاردونه ډالر مالي زیان اوښتی وي.

وروسته تر هغه چې اسرائیل د اور په وژنه کې پاتې راغلل د نړۍ په هیوادونو یې غږ وکړ چې د مرستې لاس وروغځوي. نتنیاهو په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې تر اوسه یونان، ایټالیا، کرواتیا، روسیې، قبرص او ترکیې هیوادونو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او د اطفائيې لویې الوتکې یې ورلیږلي دي.

په عین حال کې د فلسطین حکومت هم ویلي چې اسرائیلو ته به د اور وژنې لازمې مرستې ورولیږي.

دا مهال د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د اطفائيې پرسونل او ۳۵۰ د اطفائيې موټر د اور په وژلو بوخت دي، همدا ډول اور وژونکو الوتکو تر ۱۰۰ زیات پروازونه کړي او ۵۰ ټنه د اور ضد مواد یې پاشلي دي. خو د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو دا امکانات لا هم کافي نه بولي او د نړۍ په هیوادونو غږ کوي چې نورې مرستې ورولیږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي چې اور د «ترهګرۍ» یو قصدي عمل دی او زیاته کړې ده چې هر څوک د اسرائیلو د یوې برخې د سوزلو هڅه وکړي سخته سزا به ورکړل شي.

نتنیاهو اندېښنه څرګنده کړې چې په ټولنیزو پاڼو کې د اسرائیلو اور ته لمن وهل کیږي او د خوښۍ څرګندونې ورباندې کیږي.

داسې باورونه شته چې یو شمېر پټې کړۍ د اور په پېښه کې لاس لري او په نورو سیمو کې په پټه اور ته تیلی وهي او قصدا د اور پښې نورو سیمو ته راکاږي. د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر جلعاد اردان ویلي چې ۵۰٪ اورونه د یو تخریبي پلان له مخې بل شوي او په دې تور یې یو شمېر کسان نیولي دي.

تېره شپه د اسرائیلو پلازمینې تل ابیب او بیت المقدس ترمینځ لویې لارې له څنډو څخه د اور لمبې پورته شوې او له کبله یې لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه خو د اطفائيې کسان وتوانیدل چې اور کابو کړي.

باید وویل شي چې تېزه سیلۍ او بادونه د اور د پراخیدو عمده لامل ګڼل کیږي. د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو اندیښنه څرګنده کړې چې د هواپیژندنې ادارې د اټکل له مخې په نږدې ورځو کې د باد او سیلۍ د درېدو احتمال نه لیدل کیږي.

هغه اسلامي هیوادونه چې د اسرائیلو د اور وژلو ته یې رادانګلي د خلکو د نیوکو په ځواب کې استدلال کوي چې د «بشردوستۍ» له مخې یې دغه ګام پورته کړی.

که څه هم تر دې وړاندې په اسرائیلو کې اورونه لګېدلي خو د اسرائیلو په تاریخ کې دا تر ټولو ستر اور بلل کیږي.

د اسرائیلو هغه منطقې چې اور پرې بلیږي
د اسرائیلو د هغو منطقو نقشه چې اور پرې بلیږي

israel-fire-301

israel-fire-22

israel-fire-44

A car drives past burning trees as a wildfire rages in the northern city of Haifa, Israel

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x