نړۍ

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر: د سوريې تر ټولو ستر دښمن عربستان دی

نن ټکی آسیا: د سوريې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد د یو لړ تازه څرګندونو په ترڅ کې اعلان کړه،چي سعودي عربستان په سوریه کې د روان کړکېچ تر شا ولاړ دی او نه پریږدي چې د حکومت او مخالفینو ترمنځ جوړ-جاړي ته لار هواره شي.
نوموړي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې په داسې حال کې پر سعودي عربستان د سوري مقاومت د ملاتړ تور پورې کړ،چې د نوموړي په وینا،ځینو هغو هېوادونو چې په پیل کې يې د وسله وال اپوزسیون ملاتړ کاوه اوس له خپل دې دريځه په شا شوي او په واک کې د بشار الاسد پر پاته کېدا ټینګار کوي.

د سوريې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مقداد د حزب الله ډلې له مشر سید حسن نصرالله سره د قطر هېواد د استازي پټ لیدنې-کتنې ته په اشاره سره زیاته کړه چې اوس اکثر هغه هېوادونه چې په پیل کې يې د بشارالاسد د نظام له مخالفینو ننګه کوله اوس ترې په شا شوي؛خو یوازې عربستان دی چې په ډاګه د سوري مقاومت او د ده په وینا د القاعده شبکې سره نېغ او مستقیم ملاتړاعلانوي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له امریکا څخه وغوښتل چې که غواړي د یوولسم سپتمبر پېښه بیا تکرار نشي،نو ځينې هېوادونه دي په تور لیست کې شامل کاندي.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم سوريې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې سعودي عربستان د سوري مقاومت له ملاتړ او مرستې را وګرځوي، خو مقابل لوري یې په ځواب کې تر دې شیبې کوم غبرګون ښودلی نه دی.
همدارنګه څو ورځې وړاندې په لندن کې د عربستان سفیر هم پر سوريې او ایران سختې نیوکې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x