زمکي او اسمانونه! تخلیق او پیدایښت يي!

قاري احسان
 
داسمانو او زمکو خالق فرمايي: هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [البقرة: 29]
 
ځیني مفسرین ددې آیت نه په استدلال سره وايي چي الله رب العزت تر اسمان له مخه زمکه پیدا کړه. او ددې په تاید کي د سورت حم فصّلت دا آیت راوړي ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ [فصلت: 11] په عربي ادب کي د(ثم) کلمه د وروستوالي لپاره کاریږي، نو ګواکي د ثم دکلمي نه داسمانو وروسته والی ښکاري.
 
خو ځیني بیا وايي چي اسمانونه تر زمکه وړاندي وجود ته راغلي، دهغوی دلیل بیا دا آیت دی: أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ بَنَاهَا، رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا، وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا، وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا} [النازعات: 27 – 30].
 
له دې آیتونو نه دا ښکاري چي ګواکي داسمانو وجود تر زمکه وړاندي دی.
 
دریم قول دا دی چي تر هر څه وړاندي الله رب العزت دزمکي ماده پیدا کړه، بیا يي اسمان پیدا کړ، له هغه وروسته يي دزمکي هغه ماده وغوړه وله، او دا روایت له ابن عمر او ابن عباس رضي الله عنهم نه هم ثابت دی.
 
ځیني مشایخ بیا وايي چي زمکه او اسمان یو شی و، سره پیوسته ول، بیا الله رب العزت په هوا سره بیل کړل.
 
له دې آیت نه دلیل نسي: أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ [الأنبياء: 30].
 
خو په اوسني دور کي دعلم طبیعي علما و نوي نوي انکشافات وکړل، او دا يي ثابته کړه چي په ړومبي سر کي یوه غیر متحرکي او جامدي مادي وجود درلود، په صورت کي دګازو یوه نرمه، ګرمه او سره پیوسته ماده ښکاره کيدله، بیا یو لوی انفجار رامنځته سو، دا انفجار تقریبا کم از کم 18000 ملیونه کلونه وړاندي و.
 
له انفجار نه وروسته دا ماده سره لویه ده او پراخیده، یوه خوا يي له بلي نه لېري کیده، ددې په نتیجه کهکشانونه رامنځ ته سول.
 
ددې روایت قائلین وايي چي ددې هر څه اصل یو دود (دوګ) و، او په قرآن کریم کي چي (الرتق) راغلی دی هغه د دغه دوګ په نتیجه کي رامنځته سوی و، له هغه وروسته نو انفجار وسو، له انفجار سره زمکه او اسمان سره جلا جلا سول.
 
مشهور مفسر ابن کثیر رحمه الله وايي چي هر څه سره پیوسته او یو دبله سره متصل ول، بیا یو دبله سره جلا سو.
 
ځیني علما بیا وايي چي الله رب العزت فرمايي: {أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا} [الأنبياء: 30] اسمانونه یو ول، بیا يي یو دبله سره بیل کړل، اوه اسمانه ترینه جوړ سول، او زمکي هم یوه وه، وروسته يي اوه زمکي ترینه جوړي کړي، دزمکي او اسمانو په منځ کي يي په هوا سره بیل والی راوست.
دا خبره ډیره غوره ده، او ديری آیتونو مفهوم هم له دې خبري سره اړخ لګوي.
2016-11-24


یوه تبصره

  1. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    محترم قاری صاحب احسان الله ! الله تعالی د وکوی چې روغ جوړ او خوشحاله واوسیږې. ستاسو څو لیکنی مې ولوستلې چې د فلکیات پوهنې په اړه ولې. ډیر خوښ سوم.
    زه دې علم ته په خپل تحقیق کې اړتیا لرم ، د ما تحقیق نوی کیدونکی انرژۍ ده ( اوبه ، باد، لمر ، د ځمکې لاندې ګرمی اوبه یا اورغوندی ډبرې ….). د ځمکې لاندی انرژی چې د لوړ حرارت درلودنکی ده ( 90 نه 450 سانتی ګرید درجو پوری …. ( په افغانستان کې د هغو جایونو دقیق کشفول ، اندازه کول ، حجم او عمق یې معلومول ، د ګرموالو درجه ی ې معلومول . د ځمکې پیزندنې علم ته اړتیا لری . او ځمکه پیزندنه بیا د هغې عمر او خلقت پیزندنې ته اړتیا لری.
    اوس د ما سوال له تاسو نه د ځمکې د عمر په اړه ده ، چې د قران او احادیثو په رڼا کې څنګه له اوسنی ټکنالوجۍ نه او څیړنو نه په استفادې سره د ځمکې تقریبې عمر معلوم کړو (عمر معلوم ده ، جیوفیزیک پوهانو معلوم کړی ) خو دا چې کوم یو يې دقیق او صحیح ده کولای سو له قران او حدیثو نه استفاده وکوو . دا لاندینی لینک وګوره دا خلک ښې خبرې کوی خو ادم علیه السلام بشر نه بولوی ، نو ځکه مې مطالعه پریښودله. بیا هم ته يې وګوره او دغه کوم ایاتونه چې دوی یادکړی د هغو صحیح تفسیر د اسلامی علماو او حدیثو په رڼا کې له ماسره شریک کړه .
    http://www.speed-light.info/miracles_of_quran/age_of_universe.htm

    محمد عابد انورزی
    توکیو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.