نظــر

د سوريي وینه ارزانه ده

محمد ادریس وردګ

د اخلاقی پلوه نړی به تر اوسه داسی فساد نه وي لیدلي لکه نن چي په سوریه کي روان دی، د کلونو راهیسی د سوریی اوسیدونکي د نړیوالو بشری سازمانونو څخه په چیغو چیغو غوښتنه کوی ترڅو د دوی د وژنی، دکورونو، عامه ودانیو او شخصي ملکیتونو په بمونو الوزولو لړی ته د پاي ټکي کیږدي خو هیڅ ژوند نسته دي فریاد کونکو لره.

آیا نه پوهیږي دا سرکښه نړي چی د سوریي کلي کوڅي د معصومو انسانانو نارینه او ښځینه شهیدانو او زخمیانو په جسدونو ډکي دی؟

آیا نړي نه ويني په زرګونو په ځمکه غوړیدلي شهیدان ماشومان چی آسمانونه يي په ارواحو پټ کړي د آخرت په لور روان دي؟

آیا د زندانی ښځو واویلا او چیغو د بي رحمه نړیوالو زړونه ونه ټکول؟

څه ځواب وايي دا نړي د هغه کسانو په اړه چي په زور له کورنیو او دوستانو څخه نادرکه او ځني خو يي په بی رحمي او بي دردي تر خاورو لاندي سول؟

چیري وه نړیوال بشري سازمانونه چي د اسد ملیشو د شهیدانو په جسدونو اتڼونه کول؟ نړي د یوی کلمی په ویولو سره هم خپلی شونډي ونه خوځولی.

که چيری دا عمل د نړي په کوم اروپايي هیواد کي روان وي نو څه حال به واي د نړي د مجازي خدایانو؟

څه وو زموږ د حرمینو د چوکیدارانو عربو غبرګون د دي مظالمو په وړاندي آیا دوي یوه ورځ سره کیناستل د دي فاجعي په وړاندي، څه شو د دوي قوت او ځواکونه چي دوي به پري فخر کاوه او که هغه محض خوبونه ؤ؟

پوهیږو دوي ته د چوکي مینه زیاته ده د خپلومسلمانو عربو وروڼوتر میني خو بیا هم آیا دوي قادر دي چی د خپلو چوکیو ساتنه وکړي؟ د دوي نفاق ټولي نړي ته ښکاره سو دوي ته هغه څه مهم دي کوم چي غرب ته مهم دي.

زمو په لوږه، تنده، شهیدانو د غربیانو نڅا راته دومره دردوونکی نه ده خو د خپلو نڅا راباندي لکه د توری وار لګي (رقص ذوی القربی أشد علی النفس من وقع الحسام المهند).

خو خیر موږ له هیچا ګیله نه کوو کیدي شی دا مو د خپلو أعمالو سزا وي، په زرهاؤ خلک به نور هم مړه شي، ودانۍ به ورانی شی، ښارونه به تباه شي خو ترڅو چي د الله ځمکه وه سوریه به وي او الله ته امید دي چي د مسلمانانو او مجاهدینو قرباني قبوله او په سوریة کي یو اسلامی او شرعي نظام برپا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx