افغانستان

زرګونو کسانو په سمنګان کې د والي پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی آسیا: نن د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې زرګونو خلکو د پراخ لاریون په ترڅ کې د والي پر ضد شعارونه ورکړل او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.
په دې مظاهره چې ډېری سمنګاني سپين روبو،مخورو، علماؤ، ځوانانو او ماشومانو پکې ګډون کړی وو، د سمنګان د اوسني والي خیرالله انوش د ژر تر ژر لیرې کېدو غوښتنه کوله .

لاریون کوونکیو د سمنګان ټوله ولایتي اداره فاسده اداره وبلله او زیاته یې کړه چې د والي په اشاره او مشوره دلته ټول مسؤل چارواکي په بډو ، اداري او اخلاقي فساد کې ښکېل دي.
عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي وايي، لاریون که څه هم په سوله یېزه توګه پای ته ورسېد،خو لاریون کوونکي خورا جدي بریښېدل او ګواښ یې وکړ چې که یې مرکزي اداره پر غوښتنو غور ونکړي، مظاهرو ته به دوام ورکوي.
ویل کېږي، له دغه پراخ لاریون وروسته یو شمېر نورو کسانو چې د والي په امر او د پولیسو په مټ را غونډ  کړای شوي ول، د والي ستاینه کوله او د هغه مخالفت یې یوه سیاسي توطیه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x