افغانستان

د یخ له وجي ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۵مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د یخ موسم له وجي تر اوسه شل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په وینا په مړو شویو کسانو کې اکثریت ماشومان او هغه کورنۍ دي چې د وروستیو جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان رحمت الله ترکستاني رسنیو ته ویلي چې د درزاب په ولسوالۍ کې یاده مرګ ژوبله اوښتې، چیري چې تر نیم میتر زیاته واوره شوې ده او سړکونه یې بند کړي دي.

نوموړي وویل چې د ترکمنستان پر سرحد باندي لیري پرته ولسوالي برق او روغتیايي اسانتیاوي نه لري او شبرغان ته غځېدلي لاري يې ټولي د طالبانو په لاس کې دي، ځکه نو دوی د هوا د ښه کېدو په تمه دي تر څو د هوا له لاري سیمي ته خوراکي او کومکي سامانونه ورسوي.

ددې تر مخه د جوزجان والي لطف الله عزیزي ویلي وه چې د دوی د معلوماتو سره سم ۵ ماشومان د یخ له وجي خپل ژوند له لاسه ورکړی او اندېښنه یې ښودلې وه چې د مړو شمېر زیاتېدای شي.

نوموړي پر خلکو غږ کړی وو چې د بې ځایه شویو کورنیو سره دي مرسته وکړي او هغوی ته دي په خپلو کورنو کې ځای ورکړي.

ویل کیږي چې د سرپل ولایت د وروستیو جګړو له امله شاوخوا ۵۰۰ کسانو جوزجان ولایت ته پناه راوړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x