نظــر

د آیا نجیب پېژنئ په تعقیب ورستۍ برخه – اوسنی کمونیزم چېرته او کله را پیدا شو؟

د اوسني کمونیزم نظریه د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې په جرمني کې د کارل مارکس او انګلز په لاس را څرګنده شوه، او په ۱۹۱۷ز کال کې په روسیه کې د یهودو له خوا پلان او د لنیني کودتاه په ترڅ کې یې د عمل جامه واغوسته، او د وینو، زور او اور په مټ یې لمن پراخه شوه!

کارل مارکس څوک و؟

  نوموړی په ۱۸۱۸ز کې زېږېدلی، او په ۱۸۸۳ ز کې مړ شوی. پلار یې لومړی یهودی و، او نوم یې ( هرشل ) ، بیا نصرانی شو او خپل نوم یې ( هنریخ ) کېښود،

ځینې تاریخ پوهان وايي چې نوموړي خپل دین له دې وجې بدل کړ تر څو په نصراني ټولنه کې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړی شي، ځینو ویلي چې مارکس دین ته په دې نظر کتل چې: (  دین خلکو ته د دوکې ور کولو له لارې د روزۍ لاسته راوړلو لپاره یوه حیله او وسیله ده.)
  دې پېښې او د اروپا ټولیز حالت ته په کتو سره مارکس د خپل ژوند په لومړي سر کې ملحد نه و، ځکه ده ویلي: ( د خلکو تر ټولو غوره، او د درناوي وړ کس هغه دی چې د خلکو د ګټو لپاره کار کوي، او دین د انساني ژوند بنسټ دی، او همدا دین خپله خیر او حکمت راښيي )

مارکس په غریبۍ کې را لوی شوی، بلکې ټول ژوند یې په غریبۍ کې تېر کړی، د نوموړې مېرمن  ( جیني ) د خپل خاوند غریبي داسې انځوروي چې کله یې لور مړه شوه، دوی یې د کفن توان نه درلود! او له هغه کور نه چې پکې اوسېدل له دې وجې وشړل شول چې د کور کرایه یې نه درلوده! )

   مارکس نظري او فلسفي څېړنې خوښولې، کار کول او دنده تر سره کول یې بد ګڼل! او همدا د ده د غریبۍ راز دی، او له همدې کبله نوموړی مجبور و چې د خپل ژوند په زیاتره برخه کې د نورو د اوږو بار وي، ځکه چې نه یې کسب درلود، نه یې دفتر درلود، نه یې کومه منظمه دنده درلوده!

   په لومړي سر کې یې د خپل غریب پلار په پیسو ژوند کولو، ځکه خو یې یو ځل پلار ورته ولیکل: ( په رښتیا چې ته ځان غوښتونکی یې، ځان غوښتنه دې په هر صفت کې ننوتې ده ) کله یې چې پلار مړ شو، نوموړي خپلې مور ته یو لیک ور ولېږلو، چې د میراث خپله برخه یې پکې غوښتې وه، او د تسلیت او د پلار د فاتحې په اړه یې یو ټکی هم نه و پکې یاد کړی! له میراث نه ور رسېدلې خپله برخه یې چې مصرف کړه، د مور او وروڼو په مال باندې یې را وګرځېد، مور یې ورته ولیکل: (  دا تمه باید ونشي چې تر تله د نورو د اوږو بار اوسې! اوس د خپل عمر په څلورویشت کلنۍ کې یې! په خپل ځان تکیه وکړه! )

   دا چې نوموړي له کار او کسب نه کرکه لرله، مجبور و په هره وسیله چې وي باید مال پیدا کړي، که څه هم چې د دوکې له لارې وي، د یوې مطبعې له یوه کس ( لسکي ) سره یې عهد کړی و چې د اقتصاد په برخه کې به یو کتاب لیکي، چې چاپ یې کړي، او مخکې له مخکې یې پیسې ترې اخیستې وې، خو په خپله ژمنه یې وفا ونه کړه! همدا رنګه یې له ( الهردنکر ) سره د یوه کتاب د لیکلو ژمنه کړې وه، او پیسې یې مخکې له مخکې ترې اخیستې وې، مګر وفا یې پرې ونه کړه!

  همدا ډول یې خپل کتاب ( سرمایه ) په یوه وخت کې په دوو چاپخانو خرڅ کړی و، د نوموړي شاګرد او نېږدې ملګری ( فردرک انجلز ) داسې ورته لیکي: (  ستا خواخوږي وچه ده! ځان غوښتونکی یې! ځوانمردي او شعور دې ناقص دي )

  مارکس د یهودي ( لموسي هیس ) شاګرد و، کوم چې د ( له رومه تر قدسه ) کتاب یې لیلکی دی، مارکس له نوموړي نه ډېر متاثر و، او ویل به یې: ( ما دغه نابغه ( هیس ) د ځان لپاره قدوه ګرځولی، ځکه چې ژور تفکیر لري، او نظرونه یې زما له عقیدې سره برابر دي، او دا چې زه په دې باور یم چې نوموړی یو مفکر، مبارز او اخلاقي سړی دی ).

   په ۱۸۴۸ز کال کې مارکس کمونیستي اعلامیه، او په ۱۸۶۷ز کال کې یې خپل کتاب ( سرمایه ) په وروستۍ بڼه را وایست.

   د ( کارل مارکس ) کتاب لیکونکی مارکسي اوتورهل د مارکس په اړه وايي چې نوموړی تل متقلب، ناهیلی او کرکجن انسان و، تر اوسه پورې په خپلو کړنو کې د بد هضمۍ او کیسې صفراء تر اغېزې لاندې دی، نوموړی وروست شوی و، بدن یې پوټکي اچولي وو، او دواړه لورګانو یې ځانوژنې وکړې!

   اخلاق او صفات یې: ( نوموړی د نورو داوږو بار و، کار کول یې نه خوښول، د نورو د لاس روزي یې خوړه، له پلار سره یې ښه رویه نه کوله، که یې چې د پلار د مرګ خبر ور ورسېد، دی د پوهنتون په وروستي کال کې و، کور ته لاړ نه شو، تر څو له خپلې مور او وروڼو سره غمرازي وکړي، یوازې دومره یې وکړل چې له خپلې مور نه یې د یوه لیک په ترڅ کې د پلار د میراث برخه وغوښته، کله یې چې هغه وخوړه، بیا به یې مور نه پیسې غوښتي، پرته له دې چې د خپلو وروڼو اړتیاوې او ضروروتونه په نظر کې ونیسي.

نوموړی چې کله په پوهنتون کې و، په لوړه کچه په اخلاقي فساد، د مخدره توکیو په کارولو، او د نیشه یې مایعاتو په څښلو لړلی و،  د شپې له خوا د شرابو او عیاشیو په مجالسو کې له کچې زیات ډوب و، نوموړی به د ( بون ) له ښار نه چې هلته په پوهنتون کې و، د ( کولون ) ښار ته د عیاشۍ او شرابخورۍ لپاره تللو، ځکه د پوهنتون په چاپېریال څارل کېدو، هلته دې ډول شیانو ته لاس رسی نشوای کېدی. http://es-es.banouta.net/t2281-topic
موسوعة المذاهب الفكرية المعاصرة: http://www.dorar.net/enc/mazahib/1029

لیکوال: عبد الخبیر جاهد.

ددې لیکني وروستۍ برخه:

http://www.nunn.asia/leekani/articles/8769

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x