دیني، سیرت او تاریخ

آیا ريښتیا هم اسلامي ثقافت فکري تطرف او تروریزم منځ ته راوړي؟

مولوي عبدالحکیم “حمدي”

دټلوالې مخکښ غړی دولسي جرګې استازی حفیظ منصور وائې: داسلامي ثقافت تدریس تروریزم تربیه کوي …..]

غواړم دغه موضوع داسلامي ثقافت له لید لوري له لوستونکوسره شریکه کړم،

ترڅو داخبره روښانه شي چې حفیظ منصور په خپله خوله خبرې کوي که د پردویو لپاره د میکروفون حیثیت لري.

دثقافت لغوي : پیژند نه:

ثِقَافُ الرِّمَاحِ : أَدَاةٌ مِنْ حَدِيدٍ أَوْ خَشَبٍ تُقَوَّمُ بِهَا الرِّمَاحُ وَتُسَوَّىة :معجم المعاني.

ژباړه:دوسپنې او یا لرګي یوه آله ده چې نیزې پرې سمیږي او برابریږي.

همد غه رنګه ثقافت: حذاقت، فهم او تیزې د فکر او دعلم کمال ته هم وائې.

داسلا مي ثقافت تعریف:

د ثقافت دکلمې أصل چې “ثقف” دی د کوږوالې د سمون اوهمدارنګه د استقامت معنا ورکوي دلته هم له اسلامي ثقافت څخه همد غه سمون او استقامت مراد دی.

راځۍ چې لومړی اسلامي ثقافت وپیژنو:

الثقافة الإسلاميّة هي المعرفة الشرعيّة، والإحاطة بأمور الدين الحنيف بحيث تكون هذهِ الثقافة طريقةً لحياة المُسلِم، تشتمل على عِلم المُسلمين بدينهم، وعملهِم به وتكوين الفكر الإسلاميّ القائم على الفهم الصحيح للكتاب والسنّة، وبالتالي ينبثقُ لدى المُسلم سلوكٌ يتسم بالاعتدال. وأن يعلموا أحكامه وخُصوصاً ما يتعلّق بالعبادات والحلال والحرام.

مصادرثقافت الاسلامیة :

ژباړه: ثقافت اسلامي، هغه د شریعت پیژند نه ده، اود حنیف(برابر) دین په احکامو په پوره معنا پوهه ده، پداسې شان سره چې دغه ثقافت د مسلمان د ژوند تګ لاره ده اود مسلمانانو په دیني پوهونه او دهغو په د ین باندې په عمل کولومشتمله ده، او داسلامي فکرجوړونه منځ ته راوړي چې هغه په صحیح فهم سره له قرآن اونبوي احا دیث څخه سر چینه آخلي او په پایله کښې مسلمان ته معتدله او برابره لاره روښا نه اوځانګړې کیږي، اوداچې د اسلام حکمونه پیژني په ځانګړي ډول سره هغه چې له حلال او حرامو سره تړاؤ لري.

داسلامي ثقافت ځانګړنې:

داسلامي ثقافت علم په اصل کښې له قران کریم څخه سرچینه آخلي، قرآن کریم دالله تعالی کتاب دی اوالله تعالی هغه ذات دی چې ښکاره او پټ واړه ورته معلوم دي، او همدغه رنګه له نبوي سنتو څخه لار ښونه ترلاسه کوي چې هغه د اسلامي دین پوره بیان اوښوونه کوي‎، د صحابه کرامو، تابعینواو صالحینوپه اثارو تکیا لري، هغه څه پکښې راغونډ شوي دي چې دأمت غوره علماء اوداجتهاد اوتمیزخاوندانو څیړلی اوغوره کړي دي، همدا ثقافت اسلامي دی چې د اوسمهال واړه ستونزې داسلامي احکامو په رڼا کښې حل کولی شي، ځکه داسلام دین د هرمهال اوهرې انساني ټولنې لپاره کفیل دی، چیرته اوکله هم چې کومه ستونزه منځ ته راشي نو په اسلامي احکاموکښې ئې حل شتون لري، اسلامي ثقافت یو معتدل برابرثقافت دی نه افراط پکښې شته اونه تفریط، ځکه اسلام داعتدال دین دی نوهرهغه علم چې داسلام په اصولو ولاړوي هغه معتدل اومتوسط علم بلل کیږي نوهیڅکله هم اسلامي ثقافت تطرف اوتروریزم منځ ته نه راوړي ځکه اسلام له دغوکړنوڅخه منع فرمایلې ده. نواسلامي ثقافت له تطرف اوتشد د څخه پاک ثقافت دی.
نژدې تیروځلورولسیزوته یوځغلند نظر :

دا نن چې افغان ولس ځوریږي، وژل کیږي، زنداني کیږي او د پردیو ناروا موخو لپاره قرباني کیږي، آیا ددې لامل اسلامي ثقافت اوکه غربی اوشرقي ثقافت اومفکوره ده؟

اودغه مونږ تشه دعوا هم نکوودغه واړه ناخوالې چې نن شتون لرې په ځانګړی ډول په افغانستان کښې آیا د اسلامې ثقافت علمبرداران ئې عاملین دي که د حفیظ منصورپه څیردغربي اود أتمرپه څیرد شرقي مفکورې لرونکي ؟

تاسو له کمونستي دورڅخه واخلی ترنظاري اوټلوالي دورپورې ،آیا دا واړه ناخوالې دوی منځ ته ندي راوړې؟ ایا دوی دا هیواد د قومي سمتي اومذهبي اورپه لمبو کښې ستي نکړ؟ آیا دغه ننی فاجعه چې یرغلګرزمونږ په هیواد کښې کوم ظلمونه او وحشت کوي د دوی غوښتنه او هیله نه وه؟ ایآ دغه غلام صفته اوغلام فطرته خلک داثابتولی شي چې د اسلامی ثقافت پوهانو دتاريخ په أږدوکښې داسې کړنه ترسره کړې وي چې د اسلامي أمت آزادی اوحریت ئې د پوښتنې لاندې را وستلی وي؟ هوکې اسلامي ثقافت ځکه دوی ته د منلو ندی چې بیا خلک حق پیژني او دوی رسوا کیږي، هوکې دوی له اسلامي ثقافت څخه ځکه کرکه کوي چې آقا ئې پرې نا راضه کیږي، دغو پردی پالو تل له هیواد او دین سره جفا کړې ده او تل ئې د یني ارزښتونه ترپوښتنولاندې نیولي دي، تل ئې د هیواد مصلحت د ځانی ګټولپاره تر پښولاندې کړی دی، تل ئې زمونږ خپلواکي او آزادي دیرغل او یرغلګرولپاره نذرانه کړې ده نن ځکه بیا دغه لاس پوڅی هغه څه له منځه وړل غواړي چې دافغانانودینی اوملی تکا مل، تکافل اووړتیا ساتي .

دخپلواک اسلامي او سوکاله افغا نستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x