افغانستان

د منډېلا په مړينې يوه تبصره

nelson-mandela-004جنوبي افريقا تاريخي رهبر نلسن منډېلا مړ شو. مطبوعاتو دا خبر د هر چا تر غوږو ورساوه. زموږ ځينو هغو وطنوالو چې غواړي ځانونه روڼ اندي ښکاره کړي، د منډېلا په مړينه زښت ډېر تاثرات ښکاره کړل.. هر يو له حده ډېر د خپګان تظاهر کاوه. د ژوند په هکله يې ډېرې تبصرې وشوې او مبارزه يې د تقدس تر حده وستايل شوه. له منډېلا سره ډېرې مينې زموږ “روڼ اندي” دومره “آزاد خیاله” کړل چې آن ديني حدود يې هم په نظر کې ونه نیول. زما ځينو دوستانو له ډېر خپګانه ليکلي وو چې “خداى دې وبښي”!

مخکې تر دې چې د “خداى دې وبښي” په موضوع تبصره وکړم، غواړم يو بل ټکي ته هم اشاره وکړم. هغه دا چې د منډېلا له ستر والي موږ سترګې نه پټوو، خو دومره ظالمان هم نه يو چې په ستاينه کې يې حدود مراعات نه کړو.

د منډېلا په څېر ډېر شخصيتونه لرو. منډېلا اووه ويشت کاله زندان تېر کړى، د Apartheid يا نژادي تعصب په ضد يې مبارزه کړې او خپلو دښمنانو ته يې د عفوې جزا ورکړې! دا هر څه د ستاينې وړ دي، خو موږ ته ډېره هيښنده هم نه ده.

که ډېر لرې لاړ نه شو، په هغه څه نظر واچوو چې د منډيلا په ژوند کې تېر شوي، راښکاره کوي چې موږ په سلګونو منډېلاګان لرو. د شهيد سيد قطب مبارزه، له منډېلا کمه نه ده. هغه په داسې حال کې چې په مرضونو اخته و، عمر يې هم ډېر و، په زندان کې په غير انساني شکل تعذيبېده، بالآخره په داسې حال کې اعدام شو چې ګومان نه کېده له اعدامه پرته څو مياشتې ژوندى پاتې شي! هغه خپل فکر ته دومره متعهد و چې له خپل ژونده ورته تېر شو، نه يې وزارت ومانه او نه د بښنې وړانديز.

ما د نلسن منډېلا د زندان عکسونه ليدلي. کوټه يې آرامه او منظمه ده. د شهيد سيد قطب زندان کې خو آرامي بيخي نه وه، بلکې داسې يې تعذيباوه چې پيژندل کېده هم نه. “مشت نمونه ى خروار” دا يو مثال و، موږ دغسې په سلګونو شخصيتونه لرو، خو د دوى نوم چا هم وانه خيست!

دا چې مطبوعاتو منډيلا ستر شخصيت معرفي کړ او هر چېرته يې يادونه وشوه، زموږ “روڼ اندو” يې هم فېسبوک کې انځورونه خپاره کړل!

اوس به د “خداى دې وبښي” موضوع ته راشو. د دنيا او آخرت ستروالى فرق لري. په دنيا کې به ډېر ستر شخصيت وي خو آخرت کې به د جهنم په کومه کنده کې پروت وي، يا به په دنيا کې ډېر عاجز او مظلوم سړى وي، خو آخرت کې به يې پر سر تاج وي او د جنت په کوم اوچت ځاى کې به اوسېږي!

منډېلا هم په دنيا کې ستر شخصيت و، خو موږ په دې باور يو چې آخرت کې به ډېر بدبخته سړى وي. ځکه مسلمان نه و او الهي لارښوونه دا ده چې کافر به تل په جهنم کې وي، نو موږ اجازه نه لرو چې کافر ته دې د جنت دعا وکړو.

په همدغه وخت کې مې په دې فکر کاوه چې که مسلمان زنا وکړي، غلا وکړي، شراب وڅښي او نور هر غلط کار وکړي، بيا هم له جزا وروسته جنت ته ځي، خو که کافر څومره هم نېک سړى شي، جنت ته نه ځي!

زما په اند دلته اصلي موضوع د خداى په رسميت پېژندل دي. مسلمان که څومره ناروا کوي، خو د خداى په وجود او دنيا ته يې په وروستي لارښود اعتراف کوي، خداى د دغه په رسميت پېژندلو ستر جايزه (جنت) ورکوي، خو کافر که څومره ښه کار هم وکړي، چې خداى په رسميت ونه پېژني، نه بښل کېږي او جهنم به يې ابدي ځاى وي.

که دنيا ته راشو، دلته هم دغسې کيسه ده. رسول الله د حديبيې سوله کې ځينې داسې شرايط ومنل چې ډېرو ته بې خونده ښکارېدل، خو رسول الله دا کار د دې له پاره وکړ چې قريشو د رسول الله په حکومت اعتراف وکړ.

اسرائيل په عربو زورور هم دى او څو وارې يې شرموونکې ماتې هم ورکړي، خو له دې سره يې د ١٩٧٨ ميلادي په سبتمبر کې اسرائيل د کېمپ ډېوډ له معاهدې وروسته مصر ته د سينا جزيره پرېښوده او په مقابل کې يې هېڅ وانه خيستل! اسرائيل هېڅ څه وانه خيستل، خو يوه ستره لاسته راوړنه يې وه. هغه دا چې مصر پرې رسمي اعتراف وکړ. اسرائيل د سينا ستره جزيره يوازې د سياسي اعتراف له پاره پرېښوده.

همدا رنګه د اوسلو له تړونه وروسته يې ضفة الغربية او غزه پرېښوده.. دا هر څه يوازې د سياسي او اخلاقي اعتراف په موخه.

چې دنيا کې دغه اعتراف دومره اهميت لري، په رب العالمين او په استازي يې اعتراف کول بايد دغسې امتيازات ولري، نو منډيلا ته که اويا ځلې هم دعا وشي، چې خداى يې ځاى جهنم کړى وي، خداى که جنت شي.

زاهد جلالي

کالم: بغاوت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x