شعـــــرونه

دوه ځایه اور بل دی/قاري سعید

قاري سعيد

دوه ځایه اور بل دی په برما او په حیفا کې

اور به وي یو اور خو فرق یې شته په سوزیدا کې

******

اور د حیفا څه دی، کوم آفت دی له آسمانه

راغی په ځنګلو د اسرائیلو ناګهانه

ونې خوارکۍ د یهودانو یې ایرې کړې

اخ، په څنګه لمنځو یې د ژوند مینې سپېرې کړې

څنګه نیمه خوا یې کړې تنکۍ تنکۍ نښترې

اُف، ها نازولې ها پستې  څیړۍ کیکرې

څومره به ماران او لړمان وي وژل سوي

څومره به معصوم د غرو لیوان وي په کې سوي

اور نه دی قیامت دی نړیواله عاشورا ده

وګوره دنیا یې په سونګټ او واویلا ده

تاو یې تر ماسکو او انقرې دی رسیدلی

زړه د بانکیمون او اوباما یې دردولی

شور دی هیاهو ده ټانکران د اطفایې دي

مرستې، خواخوږۍ دي پیغامونه دي کیسې دي

ورېځو د ماتم د شنه فیسبوک آسمان نیولی

چتکی د ټویټر په کړیکو کړیکو ژړیدلی

ټول په واویلا دي د حیفا په (ځوځو)  ژاړي

سویو شرمښانو ته عاجله شفاء غواړي

*******

بل خوا اور بلیږي د برما په ماشومانو

نغاړي په لمبو کې سرې بوټۍ د مسلمانو

یو میلیون وګړي په لمبو کې را ایسار دي

جوړه ننداره ده  نړیوال واړه په څار دي

توږم د کباب غوښو په هر لوري لګیږي

تینکي د سپورخوره انسانیت ورته تخنیږي

هلته د ماشوم له غوڅ اورمېږ ویني بهیږي

دلته یې د مور په کمڅو سره لمبه تاویږي

اور چې شي ستومانه په هډو د انسانانو

تیل ورباندې توی کړي تازه وینې د ځوانانو

اور په غرغنډو شي په لمبو شي په غوسه شي

ماته د خمارو نندارچیانو تلوسه شي

غواړي نندارچیان چې د حیفا غم یې پرې کم شي

ځکه کله کله د دې اور سیل ته تم شي

نور خو داسې اور لا په کتلو نه ارزیږي

څه معنی خو دا چې به یې تاو تر چا رسیږي

******

دوه ځایه اور بل دی په برما او په حیفا کې

اور به وي یو اور خو فرق یې شته په سوزیدا کې

۱۳۹۵/۹/۵ هــ ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x