غزل/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

د کیږدۍ ډیوه ده مړه شپونکی شهید دی
ها د دنګې پیغلې ګل لالی شهید دی

د ظالم خزان سیلیو ګلاب وړی
د دې کلي خوږ مازدیګری شهید دی

اخ!زما د زړه په بن خزان راغلی
اخ!زما د زړه د بڼ سپرلی شهید دی

بر ګودر نه په اوبو کې وینې راغلې
په ګودر منګی او هم بنګړی شهید دی

مناره یې ړنګه او اذان یې ورک دی
سپاره په لاس پکې کمکی شهید دی

خړ لوګي له مدرسې نه پورته کیږي
هم کتاب او هم طالب زلمی شهید دی

دې وطن کې دخوښۍ خبر لا نشته
ای عاکفه زما طالب زړګی شهید دی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د