ملا ورته څه ويلي؟

لطف الله خیرخوا

که سړی يې غوڅ ووايي، چې د چا ټول ثقافت د ملا منت‌بار وي، څنګه ملا بد ګڼي؟ دوی خو هسې هم په خپل رزمي تاريخ خاورې اړوي، مګر درځئ پاڼې واړوو، چې په مختلفو مراحلو کې د سيمې د خلکو علمي او ادبي رهبري چا کړې؟ زه دوی ننګوم، چې له ادبياتو مو د ملا کار زيار وباسئ، چې ژبه کې مو څه پاتې کېږي؟

د پښتو ادب ټولې دورې ووينئ، چې د ملا کار زيار پښتو ادب ته څومره ژوند ورکړی. د پښتو بلاغت په تمامه معنی د ملا تحفه ده. وايي بلاغت د ويناوال عقل دی، سړيه عقل دې ملا درساتلی که نه لېونی لېونی به غږېدې. د ملا کارنامې ښوول، کېدی شي د ختلي لمر کيسه کول وي، خو اصل پوښتنه دا ده، چې اخر ملا دوی ته څه ويلي؟

ملا په دې وطن کې د علم، ادب او ثقافت برخه کې له هر چا وړاندې دی، مګر يو بل جانب يې بيخي ځانګړی دی، چې په سيمه کې د پرديو يرغلګرو پر ضد د هر جهاد رهبري ملا کړې. ملا چې د هر چا مخالفت کړی هغه پرې د خپل مخالف د ګوډاګيتوب ټاپه وهلې يا يې داسې تورن کړی، چې حيثيت يې ورخراب کړي، مګر له نېکه مرغه چې دې خلکو ملا په ښه منلی.

ملا چې د انګرېزانو ځغلولول رهبري کړ او انګرېزانو وليدل، چې مسلمانان انګرېزانو سره د دوی د حربيت له امله څومره کينه لري، د خپلو لاټيانو په مټ يې کوښښ وکړ، چې ملا د انګرېزانو غلام معرفي کړي. د پرمختګ او تمدن مخالف يې وبولي، مګر ولس پر هيچا باور ونه کړ او ملا يې همغسې دروند وګاڼه. ملا چې د کمونستي يرغل پر ضد د مسلمانانو جهاد رهبري کړ، دوی کوښښ وکړ، چې د امريکا غلام يې کړي، ډېرې نارې يې ووهلې، مګر ولس، چې ملا مني د هيچا تاثير پرې ونه شو.

دا اوس، چې ملا د امريکايانو په مشرۍ د نړېوال حشر پر ضد جهاد رهبري کوي، دوی يې پر پنجاب ورتپي. دا ناکامه نسخه له پېړيو عملي کيږي، مګر هيڅ تاثير نه لري، ځکه چې ولس د دوی په څېر غبي نه دی، چې د ملا احسانات هېر کړي يا د ملا هُويت هېر کړي.

ملا د هماغه فکر ترجمان دی، چې نړۍ ته يې د قانون او اصول قانون تصور ورکړ. ملا د هماغه فکر ترجمان دی، چې نړۍ ته يې د علمي امانت د ريښتينې اداء فکر ورکړ. ملا د همغه فکر ترجمان دی، چې نړۍ ته يې د “نقد الرجال” هغه زخيره پريښې، چې د بيخي کم ککړ او نسبتا ښه انسان حکم هم معلوموي.

ملا د هماغه فکر ترجمان دی، چې د هسپانيې، منځني ختيځ او ترکيې تاريخونه يې په عمراني، ساينسي، ادبي، ثقافي او اجتماعي پرمختګونو په واز کومې شاهدي وايي. ملا د هماغه فکر ترجمان دی، چې د دېوبند او ازهر زرخېزه مرکزونه يې اسمانڅکي کړل.

ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې د جاهليت پر ضد يې انسانيت ته حيثيت ورکړ او په اجتماع کې يې په لوړو معيارونو انسانيت ته پر بل هر طبقاتي رجحان فوقيت ثابت کړ. ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې په لوړ اخلاقي معيار يې هغه بېلګه مدني چاپېريال لا ښکلی کړ، چې د نړۍ په مخکيني او اوسني تاريخ کې يې هيڅ واقعي مثال نه شته.

ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې پر انسانانو سربېره ژوو يې هم له عدالته خوند واخيست. ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې نړۍ ته يې داسې سياسي نظريه ورکړه، چې هيڅ شکلي علاماتي محدوديتونه يې د پراخه يووالي مخه نه شي نېولی او د نړۍ په تاريخ کې هيڅ ځای داسې بېلګه نه شته، چې په دومره لوړ معيار دې د نړۍ د اقوامو او اقشارو دا ډول ګډ سوکاله ژوند تضمين کړي. ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې علم په کې له ايمانه کم نه ګڼل کيږي او بالاخره ملا د لومړي دور د هماغه فکر ترجمان دی، چې په خپل ځانګړي هُويت او پېژاند کې تر هغې کچي مستقل دی، چې د بل هُويت علاماتي ګډون هم نه مني، پاتې لا د پردي هُويت سيوري ته د خپل هُويت د تسليمېدو دمه!!

ملا دوی ته څه نه دي ويلي، خو ملا دوی سره پردی هُويت نه مني. دوی چې خپلو مادي طمعو پردي هُويت ته څملولي او د زړورو انسانانو په بڼه په خپله نيمګړتيا اعتراف نه شي کولی، ملا پسې يې خوله خلاصه کړې. که نه ملا دوی ته هيڅ نه دي ويلي. دوی چې د ملا په پرتله په خپله هُويتي سيالۍ کې د شرمېدلو ناکامانو لړ کې ثبت دي، هغه شرم پټول غواړي او د دې پر ځای، چې د خپلې بريا فکر وکړي، کوښښ کوي ملا هم د ځان په څېر د ناکامانو لړ کې وګڼي، مګر هغه ورځ لرې نه ده، چې د دوي لمسي د دوي په نسب وشرميږي او د ملا افتخاراتو ته د دې ځای د اوسېدونکي په توګه له خولې د خوشحالۍ ځګوړي وشيندي!

حجاج چې کله پر عبدالله بن زبير رضي الله عنه غالب شو، سر پرې کړی يې په دار وځړاوه. ابن عمر رضي الله عنه ورته راغی او جسد ته يې خطاب کاوه چې : موږ ايسارولې، خو نه دې منله. ابن زبيره! هغه امت چې ستا په څېر خلک په کې مجرمان وي، بايلونکی نه دی!

دې امت کې که ملا غوندې انسان مجرم وي، بايلونکی نه دی…هو بايلونکی نه دی!

9
تبصره وکړئ

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

خیرخوا صاحب ، ستاسی پوښتنه په ځای مګر د هغو تر منځ دی مطرح کړی چه د انسانیت په مدار کی څرخیږی دغه د نړی حریص انګریزی یهودان یا یهودی انګریزان د انسانیت له مداره وتلی او په انسانی نړی او مظلوم بشریت تاخت یی غوبل جوړ کړی ولی ؟ هر څه علت او معلول لری ، د دوی جنګ د مسلمانانو او مظلوم بشریت سره د دوی د حرص له امله دی ، څومره چه دوی د هغو هیوادو مظلوم خلک استثماروی چه دوی یی د مستقیم تسلط دعوی لری ، دومره لا مسلمانان نه استثماروی یا نه شی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

‎د ملا ګناه داده چی کله د بعضو فری میسنی کړیو لخوا هندویزم د پښتونولی تر نامه لاندی زموږ هیواد ته راوړل کیده او هندویزم د پښتونولی پر ځای ځای پر ځای کیده نو دینی عالمانو ددی کار د مخنیوی لپاره خپله وجیبه په سم ‌‌‌‌‌‌ډول ادا نکړه . او خلکو ته یی دا څرګنده نکړه چی پښتونولی پښتونولی ده او هندویزم هندویزم ده او دا دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله مختلف او متضاد افکار دی چی یو د بل ځای نشی نیولی همعغه وو چی زموږ په هیواد کی دا ‌‌‌‌‌‌ډول یو قشر راپیدا شو چی ظاهرا پښتون او په داخل کی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

سادات صاحب ، ستاسی خبره هم تر یوی کچی د منلو ده ، مګر د دجالی فتنی چپی تر پشتونولۍ او هندویزم زیاتی دی ، حتی پشتونولی او هندویزم او داسی نور یی ټول د خپل سیوری لاندی راوستی یعنی د وسلو او وسیلو په شان تری کار اخلی . پخوا د استثمارګرو متعدد استعماری قدرتونو وو، کله به د مقدونی سکندر کله به دچنګیزخان ، کله به د فرعون، نمرود او نورو نورو په ډیرو ساده شکل کی راښکاره شول د هغو وخت د وسلو او وسیلو په زور به یی خپل استعماری قدرت د هغه وخت په مظلومو… نور لوستل »

wali khan
میلمه
wali khan

عالمان دانبیااو ورثان دی خو بعضی عالمانو دین باندی خپل تجارت اوکړ. ډیر ځوانان یی په دی شهیدان کړل چی ولی کا بل کی اوسیږی، ډیر میندی ځکه بوری کړلی چی ولی ځوی په حارج کی درس ویلی. ډیر خویندی ځکه بی وروره کړی چی ورور یی دشرکت سره کارکوه او مرګ یی دملا سیاف ، ملا ربانی او ملا ګلبدین په امر راوه وه او دوی تر لاس لاندی خلکو به ځکه وژلو چی رهبر یی ویلی وه دویته درهبر خبره ترهرڅه مهم ول. خو خپل درهبر ځوی دبرتانی تا بعت اخستی وه، درهبر ځوی دپا کستان امریکا او… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

نحن اعلم بمایقولون ومآانت علیهم بجبار قف فذکر بالقرآن من یخاف وعید ع ۴۵–۵۰«ق–۴۵»(معنی :موږ پوهیږو په هغه څه چه دوی یی وایی اونه یی ته پردوی باندی زبر دستی کوونکی پس نصیحت وکړه په قرآن سره هغه چاته چه ویریږی زمادوعدی) بیشکه چه ملایان دالله او درسول استازی دی آیا ستا په فکر څونه ملایان به وی په افغانستان کی چه د قرآن په معنی به پو هیږی افغانستان دغه دځانه جوړوکړو مولایانو برباد کی په مسجدو کی ناست دی دماشومانو ژوند یی بربادکۍ مکتب ته کفر وای خپله بغدادی قاعده په شل کاله هم نه ور زده کوی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

محترم افغان صاحب داچی دا ټولی توطیی د نړیوال دجالی سیستم مختلف اړخونه دی دا حقیقت دی چی زموږ خلګ هم ورباندی پوهیږی خو ستونزه پدی کی ده چی خلګ زموږ څخه د عمومی خبرو پرځای د عملی میکانیزمونو د څیړلو او بیانولو غوښتنه کوی تر څو خلکو ته داسی عملی میکانیزمونه په لاس ورشی چی ترڅو عام خلګ وکولای شی چی د نوموړی نظام په مقابل کی ودریږی او مقابله یی وکړی . یو له نوموړو عملی میکانیزمونو همدا دی چی نړیوال استکبار غواړی چی زموږ په هیواد کی پښتونولی چی اساس یی د اسلام له مبارک دین څخه… نور لوستل »

wali khan
میلمه
wali khan

سا دات صا حب تا دهندیزم خبره ډیره ګرمه نیولی خو زما په نظر نن به افغانستان او ټوله اسلامی نړیی کی دهندویزم نه یهودیزم او پنجا بیږم ډیره وده کړی. چی نن یی دټول نړی مسلمانان سره پا شلی دی. ما خو داسی څه ندی لیدلی چی یو څوک دی هندویزم دپښتونوالی سره ګډ کړی. یواځی ملا فضلو نه می اوریدلی چی دمشرف هندو حکومت یی دپا کستان لپاره ښه زیره بللی وه.

عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

ملاوبزګرانو ته ویلی دی چه تاریاک وکرۍ هیروین ځنی جوړکۍ خو پام کوۍ چه ذکات (عشر)یی چاته ورنه کۍ موږ ته به یی راکوۍ که ښه ځوانان لیونی کوی که دکورنیو دبربادی سبب ګرزی حال داچه الله په قرآن کی هر هغه شۍ چه انسانی ذهن ته ضرر رسوی حرام کړۍ امرورکونکی ، کرونکی او خرڅونکی یی ټول مفسدین دی په مځکه کی – باید قتل سی،په دارسی،لاس اوپښی دی دمخالف لوری پری سی یادی دملکه وشړل سی،که خپله چه دامقاله یی لیکلی ده دقرآن په معنی پوهیدای لیونی غوندی به پر مسجدو او تاریاک کرونکو ګرزیدا اودوی به یی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سادات صاحب الله ج دی اجرونه درکړی د همدی لیکنی په مبصرینو کی مغز پریمنځل شوی ، پلورل شوی او د استثمارګرو حریصو یهودانو او صلبیانو به ایزمی ابی او ګنده اوبو پریمنځل شوی په ډاګه شوی د نومونو یادولو اړه یی نشته، متل دی وایی تصویر خبری کوی، دهر چا له دوه دری جملی د هغه پیژندګلوی کیږی. زه د خیرخوا صاحب علمی هڅی ستایم، دا قلمی سبیڅلی جهاد دی الله ج دی ورته اجرونه ورکړی همدارنګه د هغو مسلمانو مبصرینو ورونو د تبصرو ستاینه کوم چه د خیرخوا صاحب د لیکنی محتوا یی لا پسی ښکلی کړی، دهغوی… نور لوستل »