fbpx
Saif-Mansoor

د جنت سړي

د شهید سیف الرحمن منصور او شهید مولوي محمد یوسف په یاد څو څاڅکي اوښکې

د زرمل ولسوالۍ په مرکز تعمیر کې دمنصورالعلوم په مدرسه کې زه او زما دوه ملګري دهغوی خوني ته ور ننوتلو مولولوي محمد یوسف شهید یې څنګ ته ناست و، په دې وخت کې هغه ته لویو لویو عالمانو، تکړه مجاهدینو او دهیواد مشهورو جهادي څیرو خپلې مشورې او نصيحتونه راليږلي وو او پر دې دپاسه څو فتوي ډوله تفصيلي لیکونه هم ورته رالیږل شوي وو، هغه دمولویصاحب محمد یوسف له ولیو تړس وایستی اوموږ ته یې وویل: دا خړ ځوان مولوي دی کنه؟ ناستو ملګرو ورته وویل: ولي نه، هغه زیاته کړه همدې مولوي ټوپک هم را پر اوږو کړی ده او دجهاد فتوي یې هم راکړې ده. له دې وروسته نه دچا مشورو اونصیحتونو ته اړتیا لرو او نه یې مصلحتي فتواو ته.

ده دخپلو خبرو په مهال خپل لاس دمولوي یوسف پر اوږه ایښی و، د مولوي صاحب پر شونډو خپره خوږه موسکا مي اوس هم له سترګو سترګو کیږې، اودا موسکا یې دصلیب پرضد د خپلې فتوا دتایید له پاره وه. داخبرې شهید سیف الرحمن منصور په ډیر ډاډ او شاهي کوټ ته دخپلو مجاهدینو د سوق کولو په مهال کولې، هغه بیا مولوي صاحب غیږي ته ورنږدې کړ او دالاندي خبرې یې وکړې:

مولویصاحب زما مشر اوزه یې عسکریم له خدایه غواړم زه اودی جنت ته په تلونکې لاره هم سره ملګري پاته شو خلک که هرڅه وایې هغه د دوی کار ده موږ جنت غواړو او که شهادت ترلاسه کړو همدامو موخه ده موږ نور ستاسو د دنیا خلک نه یو، موږ جنت ته اراده کړې ده .

داهغه وخت و چې امریکا او ناټو نوی یرغل پیل کړی و نه پوهیږم کرزی یې کابل ته رسولی و او که لا په روزګان کې په دنده بوخت و…

په دې شپو کې د غرب ميډيا له B52 نه په خونړي موډ کې وه، د ترور او ارهاب په پلمه راغلې ناټو او امریکا په هیواد کې په رښتینې معنا ویره اودهشت خپاره کړې وو، امريکايې ميډيا د ګوانټانامو دزندان د رعب او وحشت تصویرونه خپرول په دي حالت کې ډیرو تکړه مجاهدینو او مصلحت خوښوونکو د ژورو ښمڅو په لور مخه کړه او په قومندان صاحب یې هم غاړې خلاصي کړې وې… په دې شپوکې شهید منصور صاحب اومجاهدین یې دزرمت په ولسوالي کې د باندنيو مجاهدینو دکورنیو په خوندیتوب بوخت وو، له دې وروسته دشاهي کوټ سیمي ته څنګزن شوو اوهلته بیا هغه معرکه رامنځته شوه چې انصاف خوښوونکی مؤرخ یې باید د صلاح الدین ایوبي رحمه الله دفتوحاتو او سوبو دباب په اخیر کې درج کړي.

دوی خلک پوه کړل چې دصلیب ګامونه دلته دټینګیدو ندي، هغوی که څه هم په خپل شیطنت سره دعزم خاوندان هم دوه زړي کړې وو خوشهیدمنصور هغو ټولوته دشاهیکوټ له لوړو غرونو او مجاهد پالو درو نه پیغام ور وليږی چې خبره دایمان ده که په ایمان کې ځواک او دشهادت مینه وي دصلیب په لښکرو بریدونه او د نارینه و په خاوره یې په ډاګه مقابله کول اسانه ده دې منصوري او یوسفي اعلان ورو ورو صلیبي لښکروته ځوانان راويښ اوچمتو کړل اوترننه روانه لړي له شاهي کوټه راپیل شوې ده

نن مې یوځای دیوه ورور له خوا دشهید منصور دتلین په اړه یوه یادونه ولیدله، دنوم په لیدلو سره مې هغه دایمان اوتقوي اسمانڅکی غر شهید منصور رحمه الله یاد ته راغی چې داخلاص او رښتیني ديانت مجسمه، زما د درسونو ملګری… شهید مولوي محمد یوسف رحمه الله یې هم ترڅنګ و… زما په حافظه کې د دوی دواړوپه اړه له پرتو خاطرومې یوه درسره شریکه کړه.

د دوی دواړو په یاد مي غوني زیږ شو او داوښکو تويولو په مهال مي دسخت خجالت احساس کاوه، د دوی دواړو شهيدو او سپیڅلو ارواګانوته مې دشرمندګي لامله سرځوړند و، ضمیر مي زما قلمي وړتیا ته پیغورونه ورکول چې ته دعوه لرې چې جنت ته د بلنې په کار(دعوت) باندي ډیر شیان لیکې خودادوه جنتي سړي اوجنتي ملګري دي هیرکړې دي….

دوی دواړه ډیرو ژمنو قلموالو هیرکړي دي، دوی دواړه ډیر لوی مجاهدین دي، داالله د دین دلوړوالي په لاره کې یې خورا سترکارونه کړې دي او په اړه یې دومره بیغوري او بې توجهي دجهادي مسیر دلارویانو ستره جفا بلل کیدلی شي او زه داسي احساسوم لکه دا ستره جفا چې ټولو زما پر اوږو پرته وي.

نښتر ( د نعمان منل کالم)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د