نړۍ

د کیوبا پخوانی ولسمشر فیډل کاسټرو مړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۵ل): د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو اعلان وکړ چي ددي هیواد پخوانی ولسمشر او د کمونیسټ ګوند مشر فیډل کاسټرو د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو .
د راول کاسټرو له قوله نوموړي د جمعه په ورځ ماخستن سمیز وخت په لس نیمي بجي ساه ورکړه .
فیډل کاسټرو د کیوبا تر ټولو ځواکمن او انقلابي مشر وو ، نوموړی ۵۰ کاله په کیوبا واکمني وکړه .
فیډرل کاسټرو په ۱۹۲۶ میلادي کال کي په کیوبا کي په یوه شتمنی کورنی کي وزیږید ، د نوموړي د زیږیدلو په کلونو کي کیوبا د فلجینوسیو بتیستا د حکومت په مهال له پراخ اداري فساد او اقتصادي ستونزو سره مخ وه .
کاسټرو اوضاع له نیږدي څارله ، بالاخره يي فیصله وکړله چي باید ددغه فاسد حکومت په وړاندي قیام وکړي ، په ۱۹۵۹ ميلادي کال کي د کاسټرو فوځیان وتوانیدل چي په پلازمینه هوانا ولکه وکړي او خپل حکومت اعلان کړي.
کاسټرو د کمونستي نظريي د درلودلو له امله د امریکا سرسخت مخالف او د روسانو نیږدي کس وو ، په ۱۹۶۰ کاله کي امریکا په کیوبا پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول چي تر دا مهاله لا کیوبا په پوره توګه ددي بندیزونو له حلقي څخه نه ده وتلی .
امریکایانو لسګونو ځله کوښښ وکړ چي فیډل کاسټرو ترور کړي خو هر ځل يي هڅه له ماتي سره مخ شوي .
په ۲۰۰۴ میلادي کال کي کاسټرو ناروغ شو ، په ۲۰۰۶ م کال کي واک د موقت وخت لپاره خپل ورور راول کاسټرو ته وسپاره ، په ۲۰۰۸ میلادي کال کي يي اعلان وکړ چي نور يي له واک څخه لاس اخستی او د کیوبا واکمني خپل ورور راول کاسټرو ته سپاري .
د نوموړي د واکمني په موده کي اګر که کیوبا سخت اقتصادي بحرانونه وګالل، خلګ په پراخه کچه له اقتصادي ستونزو سره مخ وو ، ډیری وګړي دي ته مجبور شول چي کیوبا پریږدي او نورو هیوادونو کي پناه واخلي ، خو له دي سره سره ، فیډل کاسټرو د کیوبا د پرمختګ لپاره ډير څه وکړل او تر ډيره حده يي د کیوبا وضعیت په کنترول کي وساته ، ځیني اصلاحي پروګرامونه او د ملکي خلګو لپاره سهولتونه يي د کیوبایانو له استقبال سره مخ شول .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x