نړۍ

سوریه: په وحشیانه بمبار کي ۵۰ تنه لمونځ کوونکي شهیدان شوي


نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۵): د سوريې په جنګ ځپلي ښار حلب کي د روسي او بشارالاسد د ځواکونو په وحشیانه بمباریو کي ۵۰ تنه لمونځ کوونکي شهیدان شوي او په لسګونو نور ټپيان دي .
له راپورونو سره سم پرون ورځ د حلب ښار د تقاد په سیمه کي په داسي حال کي چي خلګ د جمعي په لمانځه ولاړ وو، په مسجد باندي روسي طیارو بمبار وکړ او یاده مرګه ژوبله يې واړوله .
د بشري حقوقو سازمانونه وايي چي له دې پرته د ښار په نورو برخه کي هم خال- خال بمبارونه شوي او ولسي وګړو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
له بل لوري رسنۍ خبر ورکوي چي د بشارالاسد مخالفینو په حلب ښار کي له درنې جګړې وروسته پرمختګ کړی او هغه سیمي يئ بیرته د بشارالاسد له ځواکونو څخه نیولي دي کومي چي څو ورځي وړاندي له درنو بمباریو وروسته فوځ ولکه کړي وې.
د حلب ستراتیژیک ښار له څو میاشتو راهسي د خونړیو جګړو او بمبارونو شاهد دی، دې ښار کي د فتح شام ځواکمنه ډله د سوريې له نورو وسلوالو ډلو سره یو ځای فعال شتون لري. د بشارالاسد ځواکونه د روسي طیارو د بي رحمانه بمباریو په سیوري کي کوښښ کوي چي دا ښار له خپلو مخالفینو څخه ولکه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x