دیني، سیرت او تاریخ

د فلک د علم اغاز او ارتقاء!

قاري احسان

کله چي انسان زمکي ته راغلی، تر هر څه وړاندي له یو منظم او مرتب فلکي نظام سره مخ سو، دلمر سپږمۍ سیارو او ستورو له حرکاتو او ګردش سره اشنا سو، همیشه به لمر سهار دشرق له خوا راخوت، له دې سره به ورځ هم پیلېده، او ماښام به دغرب پر اوفق لوېدی، ورسره به شپه پیل کیده، دا لمر و، چي دشپي او ورځي تر منځ يي بیلوالی راووست، په شپه کي به انسان ډیری ستوري او سیارې لېدلي، سپږمۍ به په مختلفو شکلو کله نرمه او که هم پوره، ورته ښکاریده، بالآخر انسان فکر کولو ته اړ سو، چي دا منظم نظام دڅه لپاره، او په کوم شکل روان دوان او چا پیدا کړی دی.

 
ددې فکر نتیجه وه، چي دانسان په ژوندانه کي یو انقلاب راغلی، شپه او ورځ، د سفر او حضر حالات،  دموسم یخوالی-ګرموالی او دزراعت هغه فصلونه يي وپېږندل، چي دانسان په ژوندانه کي ورته تر څه ړومبۍ اړتیا وه.
 
تر هر چا اول مصریانو دا خبره ثابته کړه، چي په کال کي 365 ورځي دي، ځینو تاریخ پوهانو ویلي، چي تر میلاد 2500 کاله وړاندي، مصریانو دا خبره کړي وه.
 
دقدیمي زماني اروپایانو بیا دستورو دحرکاتو دمعلومولو لپاره ډیر څه وکړل، ورسره يي دریاضي او هندسې نظریه هم وړاندي کړه. له ډیرو درنو او لویو لویو ډبرو یي، لويي لويي رصدګاوي جوړي کړي.
 
بابلیانو او په ټوله کي دشرق اوسط اوسېدونکو دلمر او سپږمۍ حرکات په ډیر دقت سره وڅارل، دهر یوه يي ورځنی دغروب او طلوع ځای کشف کړ، له دې سره يي دخسوف په باره کي هم نظریه وړاندي کړه، ورځ ته يي پر څلیرویښت ساعته تقسیم ورکړ.
 
وروسته بیا ارسطو (384-322ق.م) دافلاطون شاکر لا نور کار وکړ، نړۍ ته يي یو داسي نظریه او فکر وړاندي کړ، چي ستوري او لېري لېري سیارې په خپله مکمله دائره کي حرکت کوي، که څه هم دا نظریه دبابلیانو او مصریانو له هغه نظريي سره برابره نه وه، کومه چي اغریق له تاریخي ارشیفونه نقل کړي وه.
 
له دې سره ارسطو دا وړاندیز هم وکړ چي په دې نظریه کي باید لا زیات پراخوالی راسي، په دې فکر کي دپراخوالي توان هلته پیدا سو، چي بطلیموس دمیلاد په دوهمه پیړۍ کي، نړۍ ته خپل مشهور کتاب المجسطي” وړاندي کړ.
 
خو له دې سره بیا هم، په تور دور کي، دمسیحي ثقافت پیروان په هغه څه ډیر نه پوهېدل، کوم چي اغریق وړاندي کړي و، نو ځکه دا ویل بې ځایه نه دي، چي په منځني دور (قرون وسطی) کي داروپایانو فکر بېخي محدود و.
 
توما الاکویني (Tommaso d’Aquino) (1225 -1274) بیا دارسطو له فکره څخه  نور مزید کار واخیست، او دهغه نظریه يي لا فراخه کړه، كه څه هم دا نظریه دبطلیموس دنظريي خلاف وه، خو بیا هم تر شپاړسمي او اولسمي پیړۍ پوري پر غربي فکر حاوي وه.
 
دبطلیموس نظریه هم تر یو حده تامه او پوره وه، نو ځکه یو واحد نظام وجود نه درلود.
 
دبطلیموس نظریه دا وه چي زمکه د عالم (کون) مرکز دی، لمر، سپږمۍ. ستوري او سیاري دزمکي شاوخوا حرکت کوي، او زمکه دخپل ځان پر مرکز راګرزي، او زمکه دا حرکت په ورځ کي یو ځل پوره کوي، په نتیجه کي يي ورځ او شپه وجود مومي.
 
بطلیموس دیونان یو مشهور فلک پوه عالم و، دمیلاد په دوهمه پيړی کي يي زندګي  کوله، دعلم فلک پر موضوع يي، تر ټولو اول، د(المجسطي) په نامه کتاب ولیکی، دعباسي خلافت په ړومبۍ پیړی کي، دهجرت نه 100 وروسته، دا کتاب عربي ژبي ته وژباړل سو.
 
متقدمینو فلک پوهانو دبطلیموس دنظريي پیروي کوله، تر دې پوري، چي داندلس مشهور عالم امام ابو اسحاق ابراهیم بن یحيي الزرقالي (المتوفی: 479هـ 1089م) ددې نظريي مخالفت وکړ، او ویل يي، چي لمر دکون (عالم) (Cosmos) مرکز دی، زمکه دلمر شاوخوا حرکت کوي، او سپږمۍ بیا پر زمکه را ګرزي، خو په خلکو کي د بطلیموس نظریه ډیره مشهوره وه، نو ځکه دزرقالي نظریي زیات شهرت ونه موند.
 
له دې وروسته وتلي عالم ابو الحسن علاء الدین الانصاري چي په ابن شاطر (777هـ1375م) سره مشهور و، هم دزرقالي دنظريي تاید وکړ، او ډیر قوي دلایل يي ورباندي وړاندي کړل. خو بیا هم کله چي په خلکو کي دبطلیموس نظريه ډیره راسخ وه، نو دزرقالي نظریه دومره مشهوره نه سوه، دبطلیموس نظریه تقریبا تر څورلسمي میلادي پیړۍ پوري هم دکار وړ پاتي او عمل ورباندي روان و.
 
ابن شاطر ددمشق اوسېدونکی و، دلمنځو دوختو دتعین لپاره يي، تر کوبرنیکوس دوه پيړۍ وړاندي دشمسي نظام ساعت اجاد کړ، او نوم يي ورباندي (الوسیط) کېښود.
 
کله چي کوبرنیکوس ( Nicolaus Copernicus) (949هـ 1543م) را ښکاره سو، هغه دزرقالي دنظريي تاید وکړ، دا فکر ډیر مشهور سو، او په جدیده نظریه سره وپیږندل سو، دا نظریه په (کوبرنیکي انقلاب) سره هم یادیږي، هغه په خپل کتاب کي په دې اعتراف کړی، چي ده دزرقالي دنظریي پیروي کړیده، دزرقالي نظریه دا وه چي ویل به يي: لمر دټولي شمسي مجموعي مرکز دی، موږ او زموږ زمکه، دټولو سیارو سره دلمر شاوخوا حرکت کو.

60mm_telescope_613064-2
داټالیا دمشهور فکلدان غالیلیو(Galileo Galilei) (1051هـ 1642م) دراتګ سره دا نظریه نوره هم مشهوره او مضبوطه سوه، غالیلیو هغه څوک دی چي په 1610م کي يي په ړومبي ځل په ډیر ښه کیفت سره دوربین (Telescope) جوړ کړ،  (که څه هم په 1608م کال کي داول ځل لپاره هانز لیبرشی (Hans Lippershey)دوربین اجاد کړی و).
 
دا نظریه دنني عصر دعلماو دمشاهداتو او افکارو بنیاد دی، تر اوسه هیچا هم څه شک او شبهه نه په کي کړي.
قاري احسان
2016-11-26

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

چی هر کله مونږ د نجومیانو او ستوری پیژندونکو نظریاتو په اړه خبری کوو نو یوی تکی ته باید زمونږ پام وی چی دستوری پیژندونکو نظریات قطعی ندی او وخت په وخت بدل شوی دی تر دی پوری چی دتاریخ په اوږدو کی داسی مختلف نظریات ورکړل شوی دی چی یوه نظریه د بل نظریه سره په تضاد حتی معکوس هم دی خو دلته زمونږ ددی خبرو اساسی هدف دا دی چی اکثره داسی نظریات هم مخی ته راغلی دی چی هغه د قرآن او حدیث سره په تکر کی واقع شوی او داسی نظریی اکثره د شیطنی دلو غړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x