افغانستان

جوزجان: د ولسمشر د لومړي مرستیال (دوستم) ملېشو قومي مشر تښتولی


نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۵): د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال او مشهور جګړه مار قومندان جنرال دوستم ملېشو په جوزجان ولایت کي قومي مشر انجینر احمد شاه تښتولی دی.
له راپورونو سره سم پرون ماښام د پل خراسان په لوبغالي کي د ولسمشر د لومړي مرستیال او قومي مشر انجینر احمد شاه تر منځ لومړی لفظي شخړه شوې، له هغه وروسته د جنرال دوستم ملېشو یاد قومي مشر له ځان سره نا معلوم لوري ته تښتولی دی.
د انجینر احمدشاه زوی باتور له رسنیو سره په خبرو کي ویلي دي، چي د خپل پلار په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري، له کله چي نوموړی تښتول شوی؛ مبایل تلیفون يې غلی دی.
د انجنیر احمد شاه بل زوی بابر چي دا مهال د جوزجان د ولایتي شورا غړی هم دی وايي: چي جنرال دوستم د دوۍ له پلار سره له پخوا څخه دښمني لري.
د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي له پېښي نا خبري ښيي، دوی وايي: په دې اړه تر دې دمه دوی ته کوم خبر نه دی رسېدلی.
د یادوني وړ ده چي جنرال دوستم تر دې وړاندي په کابل کي د حامدکرزي د واکمنۍ په مهال د ترکمن قوم مشر هم د څو ورځو لپاره اختطاف کړی و، وروسته امنیتي ځواکونو او په کابل کي نفوذ لرونکو څېرو مداخله وکړه او د ترکمنو مشر يې د دوستم له منګلو څخه خلاص کړ.
د بشري حقوقو سازمانونو څو واره د دوستم له لوري د بشرضد کړنو دوسيې ثبت کړي دي او ویلي دي چي دوستم په شمال کي قومي جګړې پیل کړي او ملکي خلګ يې په قصدي ډول په نښه کړي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x