افغانستان

پاکستان کې افغان دولتي شتمني د غصب له ګواښ سره مخ ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵): په پاکستان کې هغه ځمکې او جایدادونه چې د افغانستان دولتي ملکیت بلل کیږي د غصب له ګواښ سره مخامخ دي.

په پېښور کې د «افغان ملي مارکیټ» ځمکه چې د پاکستان له جوړېدو څلور میاشتې مخکې د افغان ملي بانک له لوري پیرودل شوې، د غاصبینو تر دعوې لاندې ده.

د افغان ملي بانک لخوا په پېښور او کراچۍ کې د دولتي املاکو مدیر «ډاکټر صفي الله کجوري» نن ټکی اسیا ته ویلي چې یاده ځمکه په ۱۹۴۷ کال د افغان ملي بانک لخوا خپلو افغان سوداګرو ته د تمځای او ګودام لپاره په قطعي بیعې سره پیرودل شوې.

نوموړي دغه ځمکه د بیت المال حق وباله او له افغان چارواکو یې په ټینګه وغوښتل چې د هیواد د ملي شتمنیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او له غصبېدو څخه یې وژغوري.

ډاکټر کجوري وايي چې په پاکستان کې افغان سفیرانو او جنرال قونصلانو له څو کلونو راهیسې د خیبرپښتونخوا له چارواکو سره کتلي خو تر اوسه یې قاطع ځواب نه دی ترلاسه کړی.

تېره اونۍ لسګونه وسلوال او سلګونه پولیس افغان مارکیټ ته ورغلي او هڅه یې کړې چې د نوموړي مارکیټ واک ترلاسه کړي، خو د دکاندارانو او افغان قونصلګرۍ د چارواکو له غبرګون وروسته بیرته په شا ګرځیدلي.

په پېښور کې افغان قونصل عبدالله پویان وايي چې نوموړې ځمکې ته د مارکیټ په سترګه نه ګوري بلکې د هیواد دولتي ملکیت یې ګڼي. هغه د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان مارکیټ ته ورغلی و او دکاندارانو ته یې ډاډ ورکړ چې تر شا به یې ولاړ وي او خپل دوکانونه دې هیچا ته پرینږدي.

په پېښور او کراچۍ کې د افغانستان دولتي املاکو مدیر ښاغلی کجوري وايي چې که څه هم تر نن ورځې پورې د یادې ځمکې عرفي سندونه له افغان ملي بانک سره موجود دي، خو د پاکستان ابتداییه، استیناف او سترې محکمې د افغان ملي بانک په خلاف فیصلې صادرې کړي او همدا لامل دی چې غاصب مدعیان په زور د افغانستان په ملکیت باندې خېټه واچوي.

ډاکټر کجوري نن ټکی اسیا ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان لخوا د برجسته مدافع وکیلانو د نشتون له وجې له دې قضیې څخه لازمه دفاع نه ده شوې. نوموړي په چارواکو غږ وکړ چې په دې هکله جدي هلې ځلې وکړي ترڅو له هیواده بهر د افغانستان نور ملي جایدادونه هم محفوظ او خوندي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x