جوزجان: سړې هوا ۱۵ کډوال وژلي


نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵): د جوزجان ولایت په مختلفو سیمو کي د سختي یخنۍ له امله ۱۵ تنه کډوال وژل شوي دي.
د جوزجان ولایت مرستیال عبدالرحمن وايي: چي د یاد ولایت په قروغ، مغل، سردره او بي بي مریم سیمو کي ۱۰ تنه ماشومان، ۲ میرمني او ۳ عمر خوړلي کسان د سختي یخنۍ او د مناسبو وسائلو د نه شتون له امله وژل شوي د ي.
نوموړی زیاتوي چي یاد کډوال له له فاریاب او سرپل څخه د جګړو له امله جوزجان ولایت ته کډوال شوي وو .
د جوزجان امنیتي چارواکي په حکومت غږ کوي چي له بي ځایه شویو کډوالو سره که بیړنۍ مرسته ونه شي کیدای شي د یخنۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر زیات شي .
د یادولو وړ ده چي د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم په فاریاب او سرپل کي څو ځله عملیات وکړل، نوموړي به له کابل څخه له دي اعلان سره وتلو چي فاریاب، سرپل او کندز به له طالبانو څخه په مکمل ډول تصفيه کړي، خو هر ځل د جنرال دوستم په عملیاتو کي په پراخه اندازه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله .
په جنرال دوستم باندي د بشري حقوقو سازمانونو تور ولګاوو چي نوموړي په شمال کي قومي جګړه کوي .
شمال کي مېشت پښتانه وايي چي جنرال دوستم د دې په ځای چي له طالبانو سره جګړه وکړي د پښتنو په خلاف عملیات کوي، درې میاشتي وړاندي چي نوموړي په فاریاب کي عملیات وکړل هم د پښتنو کورونه يي وسوځل، ځیني پښتانه يي په مخامخ ډزو ووژل او لسګونو نور ولسي وګړي يې د کامرو مخته د طالبانو په نوم معرفي کړل. یادو عملیاتو کي دوستم د طالبانو په وړاندي کوم پرمختګ ونه کړی شوای خو ګڼ شمیر ولسي وګړو نورو ولایتونو ته د جګړي له امله کډوال شول .
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د