نظــر

ټرمپ شتمني له کومه کړه؟ اسناد ښيي چې نيکه یې جنسي کاروبار کاوه!

ليکوال او څېړونکی : عبدالمالک همت

دا خبره بېخي پرځای او رشتيا ده چي د لاس په خواري يا تڼاکو څوک نه شتمن کيږي. يا په بل عبارت په حلال کسب وکار ډېر لږ کسان او لږ شتمن کيږي.

هر که افزون گشت سیم وزرش
زر نباریده از آسمان بر سرش

از کجا جمع کرده این زر و مال
یا خودش دزد بوده یا پدرش

په دې څو تېرو کلونو کي زموږ په ګران هيواد کي زموږ ډېر پتمن خلک يا ووژل سول، يا معلول او معيوب سول، يا يې عمرونه په بنديخانو کي وخوړل او يا داسي خوار او بې وزلي سول چي خپله او د خپلي کورنۍ نفقه په ډېرو ستونزو او خواريو پيدا کوي. کم شمېر ځوانان مو د علم او پوهي له نعمت څخه په ډېرو کړاوونو برخمن سوي، يوزيات شمېر يې په جګړو اخته دي او له نورو ډېرو ځوانانو څخه مو د نالوستو لښکرونه جوړ سوي دي. هيواد مو په ډېرو برخو کي داسي وران ويجاړ سوی چي د نړۍ د تمدن له کاروان څخه د کلونو کلونو لپاره شا ته پاته سوی دی او دا غميزه لا نوره هم ادامه لري. په دغسي ناخوالو کي يو شمېر زرنګ، چالاک او هغه چي نه د حلالو او حرامو توپير کوي، نه د وطن او نه د خلکو په غم کي دي د دې مظلوم ملت په وينو او دربدري او د دې هيواد په پلور او کنډواله کېدو د هيواد په دننه او دباندي کي د بې خرتو شتمنيو، کمپنيو، شرکتونو، جايدادونو بلډينګونو، ارګاه او بارګاه ، جاه وجلال، عزت او لويو چوکيو او مېلو چړچو څښتنان سول، د چا خبره د ګيدړوپه شان يې په دې لاښي کي مېلې وکړې، په بهر کي پردو ته د دوی د چوپړ او جاسوسويو په بدل کي ملاتړي لري او په هيواد کي مافيايي ډلي، ګوندونه، وسلوال کسان او چاپلوسان، مداحان او غوړه مالان او د العوام کالانعام له ډلو څخه پلويان لري. په دوی کي ډېر داسي کسان سته چي پخوايې چا نوم په نومونو کي نه اخيست، خو اوس په علم او پوهه نه، په ښه سړيتوب، هنر او کار او خدمت نه، بلکي په زور او ځواک او له دې امله چي ناپوهان او لنډغر په پسې دي او د بهرنيانو سره د ناروا او د هيواد د ملي لوړو ګټو په تاوان اړيکو، شتمنيو، چوکيو، او په هيواد کي د ګډوډيو او ناامنيو له برکته د هر مجلس په سرکي ناست وي، هر ځای يې خبره منل کيږي او د هيواد د هر څه واک اختيار لري او هر ځای او هر کله چي کوم د ګټي کار وي دوی يې په خپله خپلو ځانونو ته ځانګړی کوي او يا يې خپلو ګومارليو او انډيوالانو ته ور حواله کوي.

په پانګوالي هيوادونو کي چي په سرکي يې امريکا ولاړه ده ټول پانګوال په دغو ډولونو يا دې ته په ورته نورو ډولونو يا تر دې لا بترو او رذيلو لارو د پانګي او واک او ځواک خاوندان سوي دي. دغسي کسان سره د دې چي يو کوچنی لږکی (اقليت)جوړوي د واک، قدرت او ټولو مادي نعمتونو او عزت خاوندان وي، خو په مقابل کي يې په مليونونو انسانان سره د دې چي د هيواد په لار کي په سر او مال او علم او پوهه قربانۍ دوی ورکوي، زيارونه دوی ګالي او د خپلو لاسونو په تڼاکو او کسب او کار او علم او هنر ټول مادي نعمتونه او وسايل دوی برابروي، اما سره د دې ټولو له هر څه څخه محروميتونه، سپکاوي، ټيټ او د خوا ناچپه کارونه، خواري، بې کارۍ، ذلتونه، زهره ترقۍ، لوږي، بې وسۍ، بندونه او د شتمنو چوپړ د دوی برخه ګرځېدلې ده. د معاش خورو يومعاش تر بله نه رسيږي او نورچي د نن نفقه پيدا کړي د سبا نفقې ته چورتي او اريان وي.

ومو ويل چي په امريکا کي د پانګوالو یو کوچنی لږکی هر څه په لاس کي لري او دغه هرڅه يې په پورته ويلو سوو ناروا لارو په لاس راوړي دي. همدا اوس دادی د امريکې يو ډېر غټ پانګوال د دغه هيواد د ولسمشر په توګه سپیني ماڼۍ ته ننوزي. داخو څرګنده ده چي د دغه سړي سپيني ماڼۍ ته ننوتل چي تر ټولو غټ مقام او غټ اعزاز دی، د ده د علم او پوهي يا ښه سړيتوب يا وړتيا په توسن نه دی، بلکي دا د ده پانګه ده چي دی يې تر دغه مقامه ورساوه. اوس نو که ده دغه پانګه په زياز او زحمت یا د کوم تصادف له لاري پيداکړې وي خو لابه څوک څه نه وايي ، بلکي وبه وايي چي حق يې دی. خو راسئ وګورو چي ده دغه پانګه له کومه مدرکه او په زيار او خواريو په لاس راوړې ده ، که ځنګه؟

ډونالډ ټرمپ د فريډ(Fred) ټرمپ زوی او د فريډريک ټرمپ لمسی دی. (لومړۍ شمېره تصوير د فريډريک ټرمپ دی چي د خپلي المانۍ مېرمني اليزابيت كريست سره ښکاري). trump-family-1

فريډريک ټرمپ له اصله د جرمني په”كالشتادت “(Kallstadt) نومی کلي کي وزېږېد.

د فريډريک ټرمپ د کور انځور
د فريډريک ټرمپ د کور انځور

هغه مهال كالشتادتد تاريخي هيواد ”بافاريا “، په الماني (Bayern) يا(Freistaat Bayern) پوري اړوند وو، کوم چي اوس د المان په يوه اتحادي ولايت (Bundesland)پوري اړه لري. کله چي فريډريک ټرمپ ځوان سو سربېره پر دې چي د حکومت له ماليې ورکولو څخه يې په ډول ډول چلونو ځان خلاصاوه، عسکري خدمت ته ـ چي هغه مهال په المان کي اجباري ووـ له تلو څخه يې هم سر وغړاوه، نو څنګه چي دوسيه ورته جوړه سوه او له دې امله محاکمه او بندي کېدی، په ۱۸۸۵ ع. کال امريکا ته وتښتېدی. ځکه نو د”بافاريا “حکومت د هغه تابعيت سلب کړ.

کله چي فريډريک ټرمپ امريکا ته ورسېدی، په نيويارک کي يې د يوه دلاک په دکان کي چي الماني يې ويل د دلاک په توګه کار پيل کړ او پر دې دنده تر شپږو کالو پوري پاته سو. بيا فريډريک ټرمپ په ۱۸۹۱ع. کال واشنټن ته ولاړد دغه ځای په سياټل نومي ښار کي يې د يوې موردګو خانې مخامخ په يوه له ګڼي ګوڼي ډکه کوڅه کي د سلمانۍ سالون پرانيست او په عين حال کي يې د جسم پلورلو او قمارخانې کاروبار هم ورسره پيل کړ. په دغه کوڅه کي د شرابو او مخدروتوکو د پلورلو ځايونه وه چي د ده د کار وبار په رونق کي ډېر ګټور واقع سوي وه.

څو کاله وروسته ، په ۱۸۹۶ع. کال يو کاناډايي کب نيوونکی چي جورج كارماك نومېدی د دوو ملګرو سره د کاناډا د يوکون په ولايت کي د کلونډيک په سيند کي د کب نيولو پرمهال د ډېرو سرو زرو پر کانونو پېښ سو. چي له دې امله زښت زيات شتمن سو.

کله چي د هغه مهال رسنيو په دغه سيمه کي د سرو زرو د کانونو د کشفېدو خبره خپره کړه، نو شاوخوا پنځوس زره تنه وګړي دغي سيمي ته ورمات سول، چي د هر يوه سفر له ګڼو ستونزو ډک وو او ان ډېرو په لار کي ژوند له لاسه ورکړ.هلته د غو ورغلو خلکو د سروزرو د موندلو لپاره په کيندنو او پلټنو لاس پوري کړ.

دغه مهالفريډريک ټرمپ خپل کار وبارBennet ښارګوټي تهچي د برتانيې په کولمبيا کي واقع دی،د دغه ځای د سرو زرو د کانونو يوه نژدې محل ته ولېږداوه، هلته ټرامپ په ۱۸۹۹ع. کال يو هوټل او رسټوران د The Arctic Restaurant and Hotelپه نامه پرانيست. په دغه رستوران او هوټل کي چي ۲۴ ساعته د مراجعينو پر مخ پرانيستی وو ټرمپ په سرو زرو پسي ګرځېدونکو او کېندونکو ته د شپې اوسېدوخوني، خواړه، شراب او بدلمني ښځي عرضه کولې.

په دغه هوټل کي چي دوه پوړه يې درلوده د ښځو خوني وې، هره خونه په ښکلو او معياري کټ او فرشونو فرش وه، مشتريانو به له کانونو څخه را ايستلي هغه سره زر چي خام او په طبيعي حالت کي به وه، په اجرت کي ورکول.

د ټرمپ هوټل
د ټرمپ هوټل

بيا فريډريک ټرمپ له Bennet ښار ګوټي څخه د کاناډا د ”يوکون“ ولايت مرکز ته کډه سو. هلته يې هم خپل هماغه پخوانی کار وبار پیل کړ او هلته يې بل هوټل او رستوران د Arctic Hotel and RestaurantNew په نامه را وايستی.trump-family-4

بيا ټرمپ تر دروکالو وروسته دغه ځای پرېښووی او د خپلي ګټلي پانګي سره امريکې ته ولاړ.

بيا په ۱۹۰۱ کال له امريکا څخه خپل وطن كالشتادت ته ولاړ او هلته يې د اليزابت کريست سره واده وکړاو بيرته د هغې سره امريکې ته ستون سو.

وروسته يو ځل بيا فريډريک ټرمپ د يوه شريف او شتمن سړي په توګه په ۱۹۰۵ ع. کال المان ته ولاړ. د را ايستل سوو اسنادو له مخي ټرمپ غوښتل چي د خپلو شتو سره په المان کي واوسي، ځکه يې نو د بافاريا هيواد واکمن (ليوټبولډ) ته عريضه وليکل او هغه يې د کريم، حکيم او عادل په صفتونو وستايه چي دی بيرته په خپل کلي کي پرېږدي، خو واکمن يې غوښتنه ونه منل، ځکه نو بيرته د امريکې نيويارک ته د خپلي مېرمني اليزابت سره (چي دغه مهال يې فريډ ټرمپ په نس سوی وو) وګرځېد.

د هغي عريضې انځور دی چي فريډريک ټرمپد بافاريا واکمن ته کړې وه
د هغي عريضې انځور دی چي فريډريک ټرمپد بافاريا واکمن ته کړې وه

له دې سره هغه په همدغه ۱۹۰۵ ع.کال د امريکې تابعيت ترلاسه کړ او په همدغه کال يې فريد نومی زوی پیدا سو چي د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلار دی.

په دغسي غير شريفو سوابقو سره فريډريک ټرمپ په امريکا کي ځان او خپلو وروسته پاته کسانو ته د شتو او جايدادونو امپراتوري رامنځ ته کړه.

بيا فريډريک ټرمپ په ۱۹۱۸ کال د ۴۹ کالو په عمر ومړاو درې اولادونه او المانۍ مېرمن اليزابيت كريستيې ترشا پرېښوول.(هغي وبا وواهه چي په دغه کال يې ۵۰۰ مليونه وګړي ونيول او شاوخواسل مليونه وګړي يې ووژل او د ”اسپانوي انفلونزا“ په نامه يې شهرت وموند).اليزابيت كريست پر خپل مشر زوی فريډ باندي په اعتماد کولو سره د ټرمپ د شتمنيو، ځمګو، جايدادونو او سوداګريزو کارونو او نغدو پيسو سمبالول پرغاړه واخيستل. څېړونکي وايي چي په ۱۹۱۸ ع.کال د دغو شتمنيو ټوله بيه 31359 ډالره وه چي اوسمهال د يوه مليون ډالرومعادل بلل کيږي. دغي ښځي په دغو جايدادونو او پيسو په ۱۹۲۳ع.کال د ”اليزابت ټرامپ او زامن“په نامه کمپنۍ پرانيستل. او تر ډېرو کلونو يې وچلول.بيا دا هم په ۱۹۶۶ ع،کال مړه سوه او ټول شته يې خپل مشر زوی فريډ ته پرېښوول. فريډ ټرمپ چي د نيويارک د ښار له شتمنو څخه بلل کېدی په ۱۹۹۹ع.کال د ۹۳ کالو په عمر ومړ. ډونلډ ټرمپ له خپل دغه پلار څخه د سوداګرۍ په کار وبار کي ډېر څه زده کړل او د هغه له پانګی څخه يې د نوري پانګي په ګټلو کي ډېره ګټه واخيسته. کله چي ډونلډ ټرمپ په ۱۹۶۸ کال له تحصيل څخه فارغ سو د خپل پلار په شرکت کي يې کار پيل کړ، کله چي په ۱۹۷۱ کال د ده د کورنۍ د کسب او کار کنترول ده ته وسپارل سو د دغه شرکت نامه ته يې بدلون ورکړ او د ټرمپ د سازمان (The Trump Organization)نوم يې ورته غوره کړ. چي دادی اوس ټرمپ د خپل نيکه د ناوړه شغل له ګټي څخه د شاوخوا نه ملياردو ډالروڅښتن دی.

وايي د بدو غوښو بده ښوراوي. ډونلډ ټرمپ سربېره پر دې چي د نورو خلکو د لاسونو له تڼاکو او زيار او زحمت څخه دغومره شته ترلاسه کړي دي يو توکم پال، امريکاته د ورغلو او ورتلونکو مهاجرو او تر يوه مليارډ زياتو مسلمانانو ضد او د ښځو په اړه د ظالمانه فکر څښتن دی. ده د دغي پانګي په پيدا کولو کي سر بېره پر نورو ډول ډول چلونو د حکومت په وړاندي هم ډول ډول درغلۍکړي دي. له دې امله ډول ډول دوسيې ورته جوړي سوي دي، خو څنګه چي امريکايي دموکراسي د دغسي کسانو ملاتړې ده، د خپلو شتو او رسوخ او نفوذ په زور له ډېرو محاکمو څخه ژغورل سوی دی.

له بله پلوه ټرمټ هم د خپل نيکه په څېر د پانګي د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ ډول غير اخلاقي کارونو څخه مخ نه دی اړولی. د ودکا شرابو کارخانې درلودل او سود خوړل خو هيڅ بدکار نه بولي ان له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پوري ”د نړۍ د ښکلا د ملکو د سياليو“، د ”تين د پېغلو“ او د ”امريکې د پېغلو“ د موسسو څښتن وو، چي له دې لارو يې بېخي ډېر شته په لاس راوړل او بيايې دغه د فسق او فحشا ځالي د ولسمشرۍ لپاره تر خپلي نوماندۍ د مخه وپلورلې.

د فسق او فساد همدې امپراتور درې ستري قمار خانې(ټرمپ پلازا، ټرمپ ماڼۍ او تاج محل ماڼۍ) هم د يو مليارډ ډالرو په ارزښت وداني کړي دي، چي له دې امله يې ډېر شهرت وموند.

دغه پانګه مست ساکښ پر ډېرو ښځو جنسي تېري کړي دي، تر دې چي په خپله يې پر دغسي پېښو برالا او په جار اعترافونه هم کړي دي، په دې اړه شکايتونه ځني سوي او عريضې پر سوي دي، د دغسي تورونو دوسيې ورته جوړي سوي، خو د امريکايي دموکراسۍ او زور اوزر ښندلو له برکته دا خبري جرم نه بلکي عادي چاري بلل سوي دي.

جالبه داده چي امريکايي او نور لوېديز کفار او د دوی د فکر لارويان د اسلام پر سپېڅلي دين باندي نيوکي کوي چي ولي يې يوه نارينه ته د څلورو ښځو نکاح روا بللې ده، خو پخپله دوی هم آزاد عشق خوښوي، هم همجنسبازي ناسم کار نه ګڼي او هم ښځه او نرڅو ودونه کوی او بيرته سره بېليږي. دغه د دوی سرغنه کافر سربېره پر دې چي ډېري ډول ډول عياشۍ او فحاشۍ يې کړي او په زور او رضا يې د ډېرو ښځو سره زناوی کړی دي د درو ښځو سره ودونه کړي دی. چي دوې يې طلاقي کړي دي.

د ده لومړنۍ ښځه ”ايوانا ټرامپ “(ایوانا مری زلنیچکوا)د چک د جمهوريت يوه موډله (هغه ځوانه او د ښکلي اندام خاونده ښځه چي د کاليو نوي نمونې اغوندي او په ځانګړو نندارتونونو کي يې د عامو خلکو په وړاندي نندارې ته وړاندي کوي)وه. دوی درې اولادونه وزېږول او بيا يې طلاق سره واخيست. د دغه طلاق لامل يې داوو چي د ټرمپ غير اخلاقي اړيکي د ”مارلا ميپل“ په نامه د يوې سندرغاړي سره افشا سوې. بيا ټرمپ يو کال وروسته د دغي ”مارلا ميپل“ سره واده وکړ، بيايې تر واده يو کال وروسته د دغي ښځي سره پر غير اخلاقي اړيکو اعتراف وکړ، خو په وياړ او افتخار سره. بيا ټرمپ دغه ښځه ترشپږو کالو وروسته طلاقه کړه. ټرمپ يومهال د مارلا میپل سره د اړيکو په هکله وويل: کله چي مي د خپلي لومړنۍ مېرمني سره ژوند کاوه زما ژوند له ډېرو اړخونو ډېر ښه وو، سوداګري مي ډېره ښه وه، يوه ښايسته انجلۍ مي دوسته وه، بله ښايسته ښځه مي مېرمن وه او ټول شيان ښکلي وه.

ورپسې هغه په ۱۹۹۸ کال د ”ملانيا کناوس“ نومي سره چي د سلونيا يو ښکلې موډله وه انډيوالي واچول او بيا يې په ۲۰۰۵ کال واده کړه. د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په مياشت کي د برتانيې د ډيلي ميل ورځپاڼي او يوه امريکايي ويب بلاګ ليکونکي د ملانيا د لوڅو عکسونو په خپرولو سره ادعا وکړه چي دې په نوييمه ميلادي لسيزه کي او د ټرمپ سره تر آشنايۍ دمخه شتمنو خلکو ته جنسي خدمتونه وړاندي کول. چي دې خبري د امريکې په خلکو او ډول ډول رسنيو کي يو شورماشور جوړ کړ. په عين حال کي ملانيا دا ادعا رد کړه او له ډيلي ميل څخه يې د ۱۵۰ مليونو ډالرو تاوان غوښتنه وکړه. بيا ډيلي ميل او د ټار پلي په نامه يوې بلي رسنۍ له خپلو ويب سايټونو څخه دغه مقالې بيرته ليري کړې، ښايي ټرمپ موک(بډي، رشوت) ورکړی وي.

اوس ستاسي پام د ډونلډ ټرمپ يوې بلي بې حيایۍ ته را اړوم. ”ايوانکا“ د ده يوه ډېره ښکلې او فېشني لور ده. د سي ان ان خبري شبکې يو مهال له ده څخه په يوه ټلوېزيوني مرکه کي پوښتنه وکړه چي آيا ستا لورايوانکا د سينې د”پروتيز“ (د سينې د غټولو) عمليات کړي دي؟ ټرمټ د دې آوازې د ردولو په ترځ کي وويل:”لور مي ډېره شهوت پاروونکې ده“. د ده دغه لور پر سوداګري او د لوکسو جواهرو جوړولو پر کمپنۍ درلودلو سربېره يوه موفقه او ښکلې موډلينګه هم ده او دغه کار يې له اوولس کلنۍ څخه پيل کړی دی.

وايي ټرمپ شراب نه خوري، پوهېږئ چي د دې لامل څه دی؟ د ده مشر ورور فريډي د شرابو ډېر عادي وو، هغه په ۱۹۸۱کال د ۴۱ کالو په عمر د ډېرو شرابو خوړلو له امله ومړ، له دې امله ټرمپ وپتېيل چي هيڅکله به شراب نه خوري.

لنډه دا چي ټرمپ د يوه ډېر بدنام الماني جنسي کاروباري لمسی دی او د دغه نيکه په ناپاکه شتمني يې د ډول ډول ناروا او ټيټو کارونو له لارو شتمني پيداکړې او د ډېر ټيټ، سپک او ناوړه شخصيت څښتن دی. له دې امله د امريکې او نړۍ ډېر خلک زښت زيات بد ځني وړي.صرف په اسرائيلو کي د هغو په پلوي د څرګندونو له امله څه محبوبيت لري، نور نو د نړۍ د ډېرو خلکو سخته کرکه ځني کيږي.

د المان يوه معتبره او د اوږدې سابقې لرونکې نشريه ”شپيګل“ د ده په اړه داسي ليکي: ” ډونلډ ټرمپ د نړۍ ډېر خطرناک وګړی دی“. دغه نشريه د ډونلډ ټرمپ سياستونه په سختو ټکو غندي او د نړۍ اور بلوونکی کس يې ګڼي او وېره څرګندوي چي د نړۍ سوله به د ګواښ سره مخامخ کړي.په هر صورت موږ الحمد لله مسلمانان يو، موږ ته لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (216)﴾ [البقره : ۲ : ۲۱۶]

ژباړه: کېداى سيچي تاسي يو شى بد وګڼئ، اما هغه (په حقيقت کي) ستاسي په خير وي. او دا هم کېداى سي چي تاسي يو شى (د هغه د سمدستي راحت او خوند په سبب) ښه وګڼئ، خو هغه ستاسي لپاره بد (شر) وي. او (په اصلي حقيقت او د کارونو په رمز او راز) الله پوهيږي (او پوهيږي چي کوم څه تاسي ته خير باله سي) او تاسي نه پوهېږئ.

ځکه نو موږ له لويه څښتنه هيله من يو چي دغه سر ټمبه ټرمپ به د امريکې او لوېديزو طاغوتي هيوادونو د شوړېدو او راپرځېدو لامل سي. ان شاء الله.

====

په دغه ليکنه کي له دغو مأخذونو څخه ګټه اخيستل سوې ده:
1. The Trumps: Three Generations That Built An Empire (د ټرمپ کورنۍ: درې نسله چي يوه امپراتوري يې جوړه کړه) کتاب. دغه کتاب د Gwenda Blairپه نامه يوې ښځي ليکلی دی. دغه امريکايي ژورناليسته د ټرمپ د کورنۍ په باب د معلوماتو په راټولو نامتو سوې ده. هغې د دغه کتاب په سرليک او متن کي دوه واره بدلونونه او زياتوني راوستلي او خپور کړی يې دی. د روان کال د نومبر پر ۸ مه چي د امريکا په انتخاباتو کي ټرمپ ګټونکی وپېژندل سو دغه کتاب د هغو کتابونو په ډله کي راغی چي زيات خرڅيږي.
2. نيويارک ټايمز، امريکايي ورځپاڼه او نوري امريکايي او له امريکې بهر رسنۍ.
3. د برتانوۍ کولمبيا د ولايت له Vancouverښار څخه د ”The Province “ خپرېدونکی اخبار،د تېر اپريل څلورمه ګڼه.
4. العربيه نټ، د نيويارک ټايمز د تېر اګست د ۲۱مي ګڼي په حواله.
5. العربيه نټ، د Jeff Barret د ليکل سوي کتاب په حواله.
6. په العربيه نټ کي د ”جد ترمب صاحب فندق للباحثين عن الذهب واللذة مع النساء“ تر سرليک لاندي د كمال قبيسي مقاله.
7. د bid.de په نامه المانۍ مجلې د ۲۰۱۶ کال د نومبرپه ۲۱مه ګڼه کي د فريډريک ټرمپ د هغي عريضې اصل خپور کړی، چي د بافاريا واکمن (ليوټبولډ) ته يې ليکلې وه. بیا د دغي عريضې تصوير په ډېرو رسنيو کي خپور سو.
8. سكاي نيوز عربية،أبوظبي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

محترم همت صاحبه اول دمینی او احترام ډک سلامونه تقدیموم ستاسو په فکر کم مالونه چه کرزی او حکومت یی جمع کړل اواشرفغنی او حکومت یی جمع کوی بد دی او که دټرمپ پلار چه په مردګوی جمع کړی وو – نن چه خبرون ګورو څوانسانان دیخ او لوږی په افغانستان کی مری که ددغه ۱۵کالوډالر چه له دنیاافغانستان ته راغلل ستا په لاس په افغانستان کی پر کار دملت دپاره لګیدلی وای نن به په افغانستان کی یو بیکار ه اویاوږۍ وای- په یورپ اوامریکاکی جنسی کاروبار فخر دۍ داسی کار اوبار ډیر شرم دۍ لکه زموږ حکومتونه چی… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران اڅګزی صاحب سلامونو ته دي وعليکم السلام ورحمة الله وايم هو، محترم اڅګزی صاحب موږ ته که په دې وروستيو څلوېښتو کلونو کي نړيوالو هيڅ کومک هم نه وای راکړی ، خو د واکمنۍ په سر کي مو پوه او زړه سواندي، په اسلام او حلالو او حرامو پابند مشران وای، نن به موږ په هره برخه کي د برم او عزت خاوندان وای، په نړي کي به د سيالانو سيال وای او دا ناخوالي او کړاوونه به مو نه وای ليدلي، دا ټول موږ ته د دغو خلکو او د دوی د بهرنيو کافرو بادارانو څخه را پېښه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، د حقایقو په راټولولو کی دی زیار ویستلی . مګر لویدیز کی معیارونه سرچبه دی زمونږ تقوی د هغوی بد اخلاقی او زمونږ بداخلاقی د هغوی تقوی ده. دموکراسی یی هم په همدی معنی چه د اسلام حرام او حلال په دموکراسی کی سرچپه حیثیت لری . کوم یو یی تر ټرمپ ښه وو ، تر ټولو ښه مثال یی بیل کلینټن وو ، له ډیرو سره یی جنسی اړیکی لرلی ، خو کله چه د یوی یا دووو سره یی عاشقی رسوایی ته تر دی کچی ورسیدله چه یوی ورباندی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x