ټولنیزه برخه

ايا په ځان کې مو دې ګناه ته پام دی؟

ع حبيبي

ډیرو بو ختیاوو زموږ ټولنه دومره نا ارامه کړې چي اوس له ډیرو سره دښه تدبیر جوړولو او دیو څه په اړه د سالم تصمیم نیولو وخت نه وي . که تاسو  یواځي د څو ساعتونو لپاره ځیرشئ نو ډیر داسي کارونه ، ویناګاني او نوربه له خلکو ووینئ او واورئ چي لویه  ګناه او نه جبرانېدونکی زیان به وي؛ خو دی به یې په لا وبالي کي د ډیري وړې کړني په توګه ترسره کوي.

نمامت  هغه رنځ دی چي زموږ د ټولني په لسو کي اته تنه نارینه او ښځي ورباندي اخته دي؛ خو یو څوک هم داسي نشته چي دګناه په سترګه ورته ګوري او یابل ترلاس را ونیسي چي دا دي ولي وکړل.

نمامت عربي لفظ دی ، د قَـتَـل او ضـَربَ  له بابوڅخه راځي. دې ته په استعمال او معنا کي نزدې د وه نور لفظونه هم شته لکه: قساس او قتات  چي په احادیثو او نورو عربي اقوالو کي موندل کېږي.  

نمامت ته په پښتو کي چغلي او شیطانت ویل کېږي. دا په اسلام کي کبیره ګناه ده او الله پاک یې د یو بد صفت په توګه یاد وي او  فرمایي: ” هماز مشاء بنمیم ”  یعني: هغه چي ډیر عیب لټوونکی، خبرڅېړونکی او د فساد په موخه د یوه خبره بل ته رسوونکی وي . په یو بل ایت کي فرمایي: ” ویل لكل همزة لمزة ” هلاكت دي وي  هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیب لګوونكي لپاره. ابو الجوزا وايي چي له حضرت عبدالله ابن عباس( رضی الله عنهما)  نه مي پوښته وکړه چي: دا کوم خلک دي چي الله پاک په هلاکت ویلو کي ترټولو  ړومبی کړي ؟  ابن عباس  وفرمایل چي: دا هغه خلک دي چي نمامت کوي ، د دوستانو ترمنځ بیلتون راولي او راپورته کوي یا څیړي د خلکو لوی عیبونه .

همداراز: دغه بد عمل  د رسول الله مبارک په احادیثوکي هم له سخت زجري وعید سره یاد شوی او خپل امت ته یې فرمایلي چي : اِحذَرِ الغِيبَةَ والنَّميمَةَ ؛ فإنّ الغِيبَةَ تُفطِرُ ، والنَّميمَةَ تُوجِبُ عَذابَ القَبرِ. له غیبت او چغلګرۍ څخه ځانونه  وساتئ؛ ځکه په غیبت روژه ماتېږي او چغلګري (هم دومره ضرري ده چي) له امله یې درباندي  دقبرعذاب لازم ګرزي.  (بحار الأنوار : ۷۷ / ۶۷ / ۶ . )

بل ځای فرمايي :إیاکم  والنميمة . (ای خلکو !) له چغلګرۍ څخه ځان وساتئ ( كنز العمّال : ۸۳۵۴  )

همداراز فرمایي: لا يَدخُلُ الجَنّةَ نَمّامٌ . دخلکو ترمنځ شیطا نت کونکی به جنت ته نه داخلېږي.( الترغيب والترهيب : ۳ / ۴۹۵ / ۱ )

نمامت څه ته وایي؟

د نمامت په لږ توپیر سره متعدد تعریفونه شوي. یوه ډله وايي: النمامة نقل کلام الناس بعضهم الی بعض علی جهة الافساد بینهم. نمامت د فساد جوړولو په موخه د خلکو خبري تر نورو رسولو ته ویل کېږي.

بله ډله یې داسي تعریفوي چي:  حقیقة النمیمة إفشاء السر وهتك الستر عما یكره كشفه. د شیطانت حقیقت دادی چي داسي راز بربنډ کړل شي چي بربنډیدل یې خلک نه خوښوي او داسي  پټي رابرسېره کړل شي چي را څرکندېدل یې خلکو ته ناخوښ وي.

امام غزالي ( رحمه الله تعالی) بیا فرمایي چي: النمامة کشف ما یکره کشفه سواء کان کرهه المنقول عنه والمنقول الیه او الثالث، وسواء الکشف بالکنایة او بالرمز او بالایماء. نمامة دهغه شي لوڅوالي ته ویل کېږي چي لوڅېدل یې بد ګڼل کېږي ، دابد ګڼل که د هغه چا لخوا وي چي شیطانت ورته شوی او که د هغه چالخوا چي شیطانت ځني شوی او یا د بل درېیم ګړي لخوا، دغه رنګه دا رابرسېره ونه که په کنایه سره وشي که په رمز سره او که په اشاره سره.

کله چي تاسو له شیطانت کوونکي سره مخ شئ….

علماء فرمایي :یو څوک چي بل سړی  دنمامت په بد عملي وویني نو هغه ته پکار ده چي دا (۶) کارونه وکړي.

لومړی داچي: د دغه شیطانت کونکي تصدیق مه ګوئ؛ ځکه هغه فاسق دی او شاهدي یې نه ده قبوله . د فاسق په باره کي الله پاک فرمایي:یاایهالذین امنوا إن جائكم فاسق بنبأ فتبینوا أن تصیبوا قوما بجهالة.  اى د ایمان خاوندانو! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار ) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، داسي نه چې تاسو  یو قوم ته د ناخبرۍ په وجه تكلیف ورسوئ، بیا به په خپلو كړو پښېمانه شئ.  

دوهم داچي : ده ته نصیحت وکړئ او ورته ووایئ چي توبه وباسه او بل وار بیاداسي مه کوه؛ ځکه الله پاک فرمایي: وأمر بالمعروف وانه عن المنکر. په نیکۍ سره امرکوئ او له بدیو څخه خلک راګرزوئ.

درېیم داچي:د الله لپاره  دی بد ایسوئ  او ملګرتیا ورسره مه کوئ؛ ځکه دی داسي څوک دی چي د الله تعالی بد ایسي ؛ نو د الله بد ایسول شوی واجب دی جي  باید ستاسو هم بد و ایسي.  

څلورم  دا چي: په هغه سړي مه بدګمانه کېږئ د چا په باره کي چي تاسو ته شیطانت شوی؛ ځکه الله تعالی فرمايي: اجتبنوا كثیرا من الظن . اى د ایمان خاوندانو! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو څخه ځان وساتئ.

پنځم داچي: تر دې وروسته چي شیطانت درته  وشي بیا د هغه په رښتیا او درواغ معلومولو او نورو پسي مه لګېږئ؛ ځکه الله پاک فرمایي: ولاتجسسوا…..

شپږم داچي: دا عمل بد وګڼئ او بیا له دې ځان ساتئ چي پخپله په داسي بد عملي اخته شئ چي بل موترې منعه کاوه.

خلک ولي شیطانت کوي ؟

ډیر وختونه د نمامت اسباب دا وي چي (۱) یا خو څوک د هغه چا لپاره بده اراده لري چي نمامت یې کوي (۲) یا له هغه چاسره ډیر محبت لري چي نمامت ورته کوي (۳) یا د خبرو ننداره وي (۴) او یا دا چي په چټياتو کي د ډوب والي په وجه وي.

د شیطانت زیانونه :

شیطانت داسي یو عمل دی چي ډیري زیاتي ورانۍ رامنځته کوي ځکه به نمام ته د غیبت او چغلګرۍ دواړو سزا ورکوله کېږي. د بیلګي په توګه دا چي:

وایي : یوچا غلام خرڅ کړ او اخستونکي ته یې وویل چي په ده کي بل هیڅ عیب نشته سوا له نمامته. اخستونکي دا دومره لوی ونه ګاڼه او سره له دې عیبه یې واخست. غلام چي هلته څو ورځي تېړي کړې بله ورځ یې د څښتن ښځي ته وویل: خاوند دی له تاسره هیڅ مینه نه لري. ته چاړه واخله او د ده له څټ څخه څو وېښتان را پرې کړه ترڅو زه پرې جادو وکړم او د ده له تا سره مینه پیداشي. بیایې د ښځي خاوند ته وویل چي: ته دي له ښځي سره مینه لري خو هغه غواړي تاووژني. ته پرېوزه بیابه تاته معلومه شي چي داسي ده اوکه نه. خاوند ویده شو او ښځه یې له چاړې سره ورغله ترڅو ویښتان ترې راوړي؛ په همدې وخت کي خاوند پرې راویښ شو او یقین یې شو چي ښځه یې وژلو ته راغلې وه ؛ نو ځکه یې ښځه ځای پر ځای ووژله. د ښځي خپلوان راغلل خاوند یې وواژه او په همدې سره د دوو قومونو ترمنځ دښمني پیداشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x