ادبي لیکني

کبرجن سړی د ملنګي په جامه کې (لنډه کیسه)

شیرمحمد امیني ستانکزی

مازدیګر مهال یو مغرور او بې پروا سړی دملنګ پرجامې له خپلې شینې ګوډې چې شاته يې اچولې وه، دکلې په لور روان شو، غریب ملنګ په دې فکر کې ؤ، چې څنګه وکولی شي، دخلکو له کورونه څخه یوڅه اوړه او ډوډۍ ټول او دخپلې کورنۍ سره لږ شانته ځانونه پرې ماړه کړي. خو دکلي ځوانان او مشران پخپلو کرنیزو کارونو باندې بوخت ؤ، دهر کور یو یا دوه تنه بیا د پردۍ مزدوري کوله دوی به تل ځانونه په یوکار بسیا کول، چې بی وزګاره ونه وسي او ځان لپاره دکور حلاله نفقه پیدا کړي. خو دا غریب ملنګ چې څلور هسک او پیړ زامن يې درلودل، د ډیرې لټۍ، تکبر او نازولیتوب په لمه کې بندي پاتې ؤ، سره له دې په ډیره زیاته اندازه کرنیزې ځمکې چې دغریب ملنګ پلار څخه دې ته پاتې وې، دخپلو زامنو په شان دا هم لټ او تنبل انسان ؤ، خپلې ځمکې يې په خپلوانو باندې کرلې، ولې ددې غریب ملنګ لټي او مغروریت دې اندازې ته لوړ شو، چې بزګرانو به دې ته خپل حق وروړل، نو دې غریب ملنګ به هم ورځني نوکران د غلې او دانې لپاره نیول.

غریب ملنګ مست او هسک زامنو ته به يې ویل، چې کوښښ وکړئ، ښه واغوندئ، پاک او ستره وګرزئ، ترڅو ددې سیمې خلک ووايي، چې دپلانکي خان زامن څومره پاک دي، نو خلکو ته به خپل تربګنۍ له دې لارې وښایو.

دملنګ زامن هم دخپل پلار خبرو ته غوږ نیول او پرې عمل يې کول. خو د ورځو په تیریدو دغریب ملنګ د ژوند چارې مخ پر خرابیدو او اقتصادي وضعیت يې پر ختمیدو شو، زامنو ته دتیر په شان دا نه ویل، چې ښه واغوندئ او ښه وګرزئ، بلکې برعکس ورته به يې ویل، چې ولاړ شي، خپلو ځمکو کې کرکیلې وکړئ، ځکه چې اوس بزګران ځواب شوي او ځمکې شاړې پاتې نشي.

ولې زامنو يې بیا دخپل پلار پر خبرو ملنډې وهلې ورته يې وویل ، چې پلارجانه! دخپل دریځ نه ولې واوښتې، خلک به مونږ ته څه وايي، چې دپلانکي خان زامن پخوا څنګه ؤ او اوس يې مزدوري او خواري باندې لګیا دي؛ نه هیڅکه مونږ دا کار نه کوو او که ستا پر وس پوره وي ويې کړه.

غریب ملنګ خپلو زامنو ته څه ونه ویل، ځان سره يې وویل، چې راځه دځمکو خوا ته یو ځل سر وروهم، چې په تنها دا ځمکې کولی شم اوکنه.

غریب ملنګ چې خپل ځمکو لیدو ته ولاړ، ګوري، چې پر ځمکو نور کسان کار کوي. ده ورته وویل، تاسو دلته څه کوی او چا تاسو ته اجازه درکړې، چې په دې ځمکه کې کار وکړئ.

بزګرانو په کړس کړس خندا غریب ملنګ ته وویل، چې تاسو څوک یاستئ، آیا د دولت دمالیې مامور خو به نه یاستئ، چې پوښتنه کوئ، ملنګ ورته وویل: چې دا کرنیزې ځمکې خو زما دي. هغوی ورته وویل، چې دا ځمکه یو میاشت کیږي، چې موږ د پلانکي څخه واخیسته.

غریب ملنګ چې بيسواده ؤ، پخوانیو بزګرانو ورباندې دوخت په استفادې چانس تللي ؤ، جعلې قباله او اسنادونه يې دکلي ملکانو او شاهدانو باندې او هغوی ته یوڅه حق په ورکولو جوړې او په دې غریب يې چې د مغروریت په کنده کې ژوند کاؤ مهر او لاسلیک په دې بهانه چې تا ته مو دومره حق او حقوق درکړل، نو دې به هم هغه په پټه او مغرورانه ډول په کاغذونو باندې خپل دګوتې مهر ولګول. د غریب ملنګ کلیوالو چې ددې زامن او دی به يې لیدل ډیر ورنه به يې نفرت کاؤ، ځکه دکلي ټول ځوانان په زده کړو، کارونو او دکلی دخیر په کړونو بوخت او دوی به په مغروریت ډول خلکو ته ځان ښودنه کوله.

ملنګ ناهیلې د خپل کور خواته روان شو، زامنو ته يې کیسه وکړه زامنو يې وویل، چې پلار جانه شکر ده، چې تاسو هم له ځمکو کرلو خلاصی پیدا کړل ته هم زموږ په څیر مست او بې پروا ګرځه؛ خدای مهربان دی، روزی الله تعالی به راکوي، خو خپل مغروریت به دکلي خلکو پر وړاندې نه ماتوو.

ورځې نورې هم تیرې شوې؛ کوم خوراکي توکې چې د غریب ملنګ کورنۍ ورنه استفاده کوله هغه دهماغه بزګرانو خواري وه، چې دې لټې کورنۍ ته به یې رالیږل. خو هر څه دکور خلاص شول ولې بیا هم دغریب ملنګ زامن له خپل غروریته مات نشول، نو کله چې په دوی ډیره تنګي او بې وسي زور وکړ، نو دغریب ملنګ زامنو خپل پلار ته وویل، چې نور خو نه کیږي، ورځه مونږ ته نور یو څه خوراکي توکې را پیدا کړه، چې ویې خورو. خیر دی ته سپین ږیرې شوی یې او موږ ځوانان یو تا ته شرم نشته او که مونږ غریبي وکړو، موږ ته شرم او خلک به پرځان وخنده ؤ.

ددغو لټو بچیانو پلار دکلی په لور رهي شو، ځان سره يې فکر وکړ، که دخلکو دروازې وټکوم او ما ته به خلک څه رانه کړي او دا خو بلکل ماسره نه ښايي، ولې ددې لپاره باید ځان دیو زیارت ملنګ جوړ کړم اوخلک به د زیارت په نوم ماته څه راکړي، هماغه ؤ، چې شلیدلې پڼې، پیوندینې جامې او دسر لپاره بازار کې جوړ کړئ ویښتان او پر سر يې سور دسمال وتاړه او خپل غږ ته يې بدلون ورکړ، د کلې ټولې دروازې وغوښتې او د هریو دکور دروازو تر شا نارې وهلې، چې دپلانکي بابا ملنګ ته څه خیر راوباسئ، ولې دکلي خلک هوښیار ؤ، غریب ملنګ ته يې ویل، چې د زیارت لپاره خیر اوخیرات څه لپاره ټولوې، آیا بل کار نشته چې ته په دې نوم ځان او کورنۍ ته دسوال په توګه نفقه پیدا کوې، آیا ستا زامن نشته چې زمونږ د ماشومانو پر څیر کارونه وکړي.

غریب ملنګ وویل، چې دا خیرات په دې توګه ټولوم، چې پلانکی زیارت تود او یو میله پرې جوړه کړم.

کلیوالو ورته وویل، چې زیارت تودول او په زیارت کې میلې کول دا ټول حرام اوبدعت دی، که ته غواړې چې ځان لپاره ثواب ترلاسه کړې، دا خیرات چې دزیارت په نوم يې ټولوې له دې ډیر نور ثوابي کارونه شته؛ ورشه هغه وکړه. جوماتونو ، ښوونځیو، او بې وسو سره مرستې وکړه، چې له دې نه نور زیات ثواب نشته.

غریب ملنګ د ډیر ژور سوچ وروسته خلکو ته مخ واړول، چې زه ملنګ نه یم زه هغه شخص یم، چې له پلار څخه راته په ډیره پیمانه ځمکې او جایدادونه پاتې او دخپل غروریت نه مې نه کرلې، کله چې ځوانۍ ته ورسیدم پلار به راباندې په زوره ښوونځی او درس ویل، ولې ما به دپلار خبرې بې ګټې بللې چې د سواد آرمان اوس په دې کوم، چې ظالمانو راڅخه خپله ځمکه خرڅه کړه، دخپل په دوران کې زامنو ته به مې غلطې لارې چارې ښودلې، زامنو ته به مې ویل، چې ښې جامې واغوندی او خپلو ته تربګني له دې لارې وښايي، خو افسوس اوس زما په حال او له ځان سره يې وویل: رښتیا چې لویانو ویلي دي، په روزي کبر وکړه، ولې په تربور کبر مه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x