دیني، سیرت او تاریخ

د آزادي نظریه« دريمه برخه»

ژباړه: محمد ادریس وردګ

:(Freedom of speech)۳- د بیان آزادي:

اسلامی شریعت د بیان آزادي ته اجازه ورکړی، او دايي د هر انسان وجیبه ګرځولی ترڅو د ټولنیزو ګټو او مصالحو لپاره چی کوم عمل ناوړه او منع کړل شوی وی د ژبی په زور سره منع کړي. الله عزوجل فرمايي:

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) آل عمران

او همدارنګه رسول الله علیه الصلاة والسلام فرمايي:

من رأى منكم منكرا فليغيره بيده فإن لم يستطع فبلسانه فإن لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان.

دبیان آزادي باید د نورو انسانانو په حقوقو تیري نه وي، ځکه په نړي کي د مختلفو افکارو خاوندان اوسیږي او د هري مفکوري څښتن ته خپله رایه د باور وړ ښکاری، نو د دي لپاره چي د نورو آزادي، افکارو او شخصیت   د سپکاوي ښکار نشی، شریعت د بیان آزادي مطلقه نه بلکه اخلاقي او ادبي نزاکتو ته په کتلو سره مقیده ګرځولي.

رسول الله صل الله علیه وسلم لومړنۍ کس و چي د بیان په آزادي يي راتګ وکړ، الله عزوجل رسول الله صل الله علیه وسلم أمر کړ تر څو خپل رسالت خلکو ته ورسوي، او خلک د مخلوق د بندګي څخه خلاص د واحد او لاشریک رب بندګي ته را وبولی، خو الله عزوجل د دي لوي وجیبی د سرته رسولو لپاره رسول الله صل الله علیه وسلم آزاد نه بلکه مقید وګرځاوه او د ده لپاره يي په یوه منظمه دائره کي د کار کولو أمر وکړ، چي ادع الی سبیل ربک بالحکمه و الموعظه الحسنه (د خپل رب لاری ته خلک په حکمت او نیکي سره راوبوله)، وجادلهم بالتي هي أحسن، وأعرض عن الجاهلين، ولا تسبوا الذين يدعون من دون الله، ځکه شریعت د بیان آزادي د احترام، میني او اصلاح لپاره انسانانو ته ورکړي نه د نورو په حقوقو د تیری لپاره.

نن په نړۍ کی دبیان آزادی په  دوه قسمه شتون لری چی یوه يی مطلقه او بله یی مقیده ده.

مطلقه: د بیان هغه آزادی چی د هیڅ ډول انساني، ادبی او اخلاقی معیارونو مراعت نه کوي او نه يی پیژني، هر څه چی په مخه ورځی وايي يي.

مقیده: د بیان هغه آزادي چي معیار يی د حاکم ټنډه وي، په دی مانا چي په هرڅه چي د حاکم ټنډه غوړیږي هغه بیان او په کومه وینا چي حاکم خفه کیږي هغه د نړي د سترګو څخه  پټه کړی، چی دا ډول آزادی د ظلم او استبداد زیږوونکی ده.

خو اسلامی شریعت د یوی داسی آزادي درلودونکی دي چی نه ددی په شان مطلقه او نه ددی په شان مقیده ده، بلکه داسی آزادی چی معیار يي اخلاقی، انسانی او ادبی نزاکتونه وی نه د حاکم ټنډه، او په دي قیودو سره د شریعت مرادپه نورو د تیری نه  کول دی نه د ویناوال په حق تیری ځکه په نورو تیری د چا حق نشی جوړیدي.

په پایله کي ویلي شو چی شریعت اسلامی هر انسان ته د وینا حق ورکړي نه په نورو تیرۍ او د وینا آزادی به په نورو عیب، قذف، دروغ او کنځلی نه وي بلکه خپلی رايي ته د خلکو په نیکۍ سره رابلل وی، لکه الله عزوجل چی فرمايي:

وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ كَذَٰلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (108) الأنعام

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (125))

دا دري نظریي وی چی اسلامی شریعت په داسی وخت کی راتګ پری وکړ چي هیڅ عقل د دی آزادیو تصور هم نشو کولي، د ځواکمنو خلکو نه پرته نه چا فکری آزادی او نه چا د بیان آزادی درلوده، د کفارو له نظره د خپل دین بدلول خاصتا اسلام ته یو ناوړه عمل ؤ ځکه خو يي مسلمانانو ته د شرک په پریښودلو او ریښتینو خبرو کولو ډول ډول عذابونه ورکول.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x