شعـــــرونه

غزل/ حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

ﺯړﻩ ﻣې ﻏﻮﺍړي ﭼې ﺗﺎ ﯾﺍﺩ ﮐړﻡ ﺍﻭ ﺗﺎ خپل ﮐړﻡ په سینه ﮐې
لکه زلفې ﺩ ﺟﻨﻮﻥ سیلۍ ﻭﻝ ﻭﻝ ﮐړﻡ په سینه کې

ﺍﻣﺎﻧﺖ ﻣې ﺩﺭﺗﻪ پریښي ﺧﻮﺏ ﺍﻭ هیلې ﺩي ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ
ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ ﺩې په ﺧﺪﺍﯼ ګﺮﺍﻥ ﺩﯼ ﻏﻢ ﺩې ښکل ﮐړﻡ په سینه کې

ﺗﺼـﻮﺭ مې ﺍﻗﺘﺪﺍ ﺩﺭپسې ﮐړې ﺩ ﺯړﻩ ﺳﺮﻩ
ﭘﻩ ﻧﻈﺮ ﺩې ﻟﻪ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺳﺮﻩ ﺟﻞ ﺑﻞ ﮐړﻡ ﭘﻩ سینه کې

ﻣﻌـﺒﺮ مې تعبیرونه ﺩ ﺧـﻮﺑﻮﻧﻮ ﺳﺘﺎ ﺭﺿﺎ ﮐړﻩ
ځکه ﻧﻦ ﺩې ﻟﻪ ریباﺭ ﺳﺮﻩ کتل کړم په سینه ﮐې

چې ﻋﺎﺑﺪ ﺩ خپل ﻣﻌﺒﻮﺩ ﻟﻪ مینې ﻏړﭖ ﻭﮐړﻱ شیبه ﮐې
ﺩﺍﺳې مینه ﻣې نصیب ﮐړې چې ﻫﺴﺖ ګﻞ ﮐړﻡ په سینه کې

ﺳﺘﺎ ﭘﻩ ﻧﻮﻡ ﺑﺎﻧﺪې ﯾې ﻏﻮﺍړﻡ ﻧﺬﺭﺍﻧې ﺗﻪ ﺩ ﺧﻮﺑﺎﻧﻮ
ځﮑﻩ ﺳﺘﺎ ﺗﺮ ﺳﺎﯾې ﻻﻧﺪې ﻧﻦ ﻣﺰﻝ ﮐړﻡ په سینه ﮐې

حبیب الله تراب ﺩ څﻮ ﻭرځو ﻟﻪ ژﻭﻧﺪ ﻣﺨﻪ ښه ﻭﮐړﻩ
ﺩ ﻣﺤﺒﻮﺏ ﭘﻩ مینه ﻣﺴﺖ په مینه ﺗﻠﻞ ﮐړﻡ په سینه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x