د نن سرلیکنه

په افغانستان کې داوباما نیمګړې پروژې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د کابل او  واشنګټن ترمنځ  د امنیتي تړون او د هغه په سر  راپیداشویو ناندریو په اړه یوه مقاله نشر کړې .

په یادې مقالې کې ډیر بحث د کرزيپه وروستي دریځ شوی چې د ورځپانې  په وینا هغه دریځ  د امریکایانو له نظره احمقانه او د افغانستان د حکومت له نظره پر ځای اومناسب دریځ بلل شوی دی.

ورځپانې په خپلې مقالې کې د کرزي د وروستي درځ لامل دا ښودلی چې نوموړی غواړي له دې لارې په واشنګټن  فشار راوړي تر څوپه راتلونکو انتخاباتو کې دده نفوذ پرځای وساتل شي.

که څه هم چې ورځپاڼې د یادو انتخاباتو په شفاف  ډول تر سره کیدو اندیښنه ښودلې ، خو دا یې واضح کړې چې کرزي غواړي په راتلونکي کې  د یوه  قوې شخصیت په توګه خپل سیاسي نفوذ حفظ کړي.

د ورځپاڼې له نظره له واشنګټن سره د امنیتي تړون لاسلیکول د افغانستان لپاره د روان کال تر پایته رسیدو مخکي ضروري  او له افغانستان سره  د بهرنیانو مرستې هم په دې تړون پوري تړل شوې، خو د کرزي له لوريد هغه ځنډولد افغانستان لپاره خطرناک یاد شوی ، او د ورځپاڼې په باورد بهرنیو ځواکونه له وتلو او د کرزی پهحکومت باندې د غربیانو دمرستو له  بندیدو وروستهد هغه حکومت په سقوط محکوم شوی.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکواللیکي چې که بالفرض کرزیله امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک  هم کړي اوپه ترڅ کې یې له افغان دولت سرهبهرنۍ مرستې پیل شي بیاهم په افغانستان کېدغربیانو موجودیت  د طالبانو له موافقې  او د هغوئ د اسیرانوله رهايي پرته ناشونی  کار ګڼل کیږي .

ورځپاڼې خپله مقاله  په دې خبرې پایته رسولې چې په مجموع کې د افغانستان لپاره د اوباما استراتیژي ګانې ټولې نیمګړېدي ؛ ځکه  نوموړي د امریکا د ولسمشر په توګه  له واک ته رسیدو وروسته  په خپلې لومړۍ استراتیژي کې افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږل چې کومه يي ګټه یې ورته ونه کړه ، د هغه په تعقیب یې له طالبانو سره  د مذاکراتو نیمګړې استراتیژي پیل کړه او او س که  بیا واشنګټن په افغانستان کې دخپلو راتلونکو کړنو ( د امنیتي تړون  پایلو) ته متوجه نشي نو حتما به  په افغانستان کې له داسې فاجعې سره مخ کیږي چې د سایګون( جنوبي ویتنام )له سقوطه  وروسته کله هما مریکا  چیري نه ده  ورسره مخ شوې .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x