د وژل شویو عسکرو کورنۍ سوال ته ناستې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): د هغو وژل شویو عسکرو چې د کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه و، د دوی له وژل کېدو وروسته د سوال لاسونه اوږده کړي دي.

په روزګان کې د یو تن وژل شوي عسکر مېرمن وايي چې د خپلو څو اولادونو د ساتلو لپاره د ښار په کو څو کې لاس په سوال ګرځي.

مېرمن بلقیس رسنیو ته ويلي چې خاوند يې په پولیسو کې دنده ترسره کوله او له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو، چې وروسته له وژل کېدو يې د دې د ژوند لوری بدل شو.

بلقیس وايي څو اولادونه ور تر غاړه دي، خو د خسر او پلار کورنیو ځواب ورکړی او په ښکاره يې ورته ويلي چې دوی يې نشي ساتلی.

هغې په ژړغوني غږ له دولته ګیله وکړه، چې د دې د خاوند قربانۍ يې هېرې کړې دي، مېرمن بلقیس وايي : «زه مې د ماشومانو له ساتلو بې وسه یم، ټول دلته راولم زیاتې که يې قومندان تر رینجر لاندې کوي که يې د ساتلو غم خوري.»

که څه هم د عسکرو له وژل کېدو وروسته هم د هغوی کورنیو ته ټاکلی معاش ورکول کېږي، خو د عسکر له مرګ سره ورته ټاکلې پیسې ډېر وخت د هغه د قومندان جېب ته ځي.

مېرمن بلقیس وايي چې د روزګان د ګڼو چارواکو دروازې يې ټکولې دي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی، ځکه خو يې د سا اخیستو لپاره سوال ته لاس غځولی دی.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او د ګڼو عسکرو پر وژل کېدو سربېره ګڼ نور د طالبانو پر وړاندې تسلیم شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د