افغانستان

د غزني د پوهنې رئیس: له ښوونځیو دې امنیت پوستې وایستل شي

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت د معارف ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سېمو امنیتي ځواکونو په ښوونځیو او مکتبونو کې دننه خپلې پوستې جوړې کړي دي او د دې پر ځای چې د هېواد د بچیان د ښوونې او روزنې کار ترې واخلي، امنیتي کسان یې کاروي.

د غزني سیمه یېز چارواکي په ښاري او لیرې-پرتو سېمو کې ښوونځیو ته د ماشومانو او استادانو د نه تګ یوازینی لامل ، هلته پرتې امنیتي پوستې په ګوته کوي. د دوی خبره ډېری مهال بې له دې چې امنیتي ځواکونو باندي ډزې وشي او په جګړه کې ښکېل وي، له دې پرته هم له ځوانانو او زده کوونکو سره ناسم چلند کوي او ډېر یې ځوروي.
د غزني د پوهنې رئیس محمد عابد عابد له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل،چې د وزیرانو شورا له پریکړې او د ولسمشر له حکم وروسته هم د غزني امنیتي چارواکیو له نهو میاشتو راهیسې له مکتبونو څخه پوستې نه دي ایستلي.
ښاغلي عابد زیاته کړه چې په غزني کې د معارف او زده کړو پر وړاندې هېڅ ننګونه نشته او آن په ډېرو ناامنو سېمو کې هم ورسره مخالفت نه کېږي، خو یوازې امنیتي ځواکونه دي چې د دوی د پوستو له لاسه د غزني پوهنې بهیر ته وخت ناوخت د سر او مال زیانونه اوړي.
بل پلو ، د غزنی امنیتي چارواکو د نوموړي دا څرګندونې بې اساسه بولي.
خو د غزني ښار د خاک غریبان او حیدرآباد سېمو زده کوونکیو او ښوونکیو په یوه خوله ویل،چې پولیسو د دوی په ښوونځیو کې پوستې جوړې کړي دي او دوی ته یې لوی سرخوږی را منځته کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x