زما اندلس، زما بېله شوې برخه/شهید بشیر ریان

شهید بشيراحمد ريان

ديوې ځلاندې دورې
له لاسه تللى ‎يادګار
دمسيحا په تمه
روح يې اوس هم تړپېږي
داسلامي تهذيب او پوهي زانګو
نن بې مسجد او بې امام پاتې دى
او دصليب هغه خوني پيروان
پکي اسلام وژني قرآن نه پرېږدي
دقرطبې مسجد کي
دعيسويانو دناقوس زنګونه
داسرافيل دشپېلۍ شانته غږ کړي
داسرافيل هغه دوهمه شپېلۍ
چي ټول بې روحه ژوي
پرې ساه مومي
خو مسلمان ترېنه غافل پاته دى
دالحمراء په ماڼۍ
دليوني سيکولر
او
بې مذهبه پاچا راج چليږي
داشبېلې کوڅو کي
دالفانسو زامن فحشاوي کوي
د بلنسيې ښارګوټى
لکه دوزخ
دکمپيادور د دوزخي بچوڼو ځاله شوې
دالمريې متوکل نشته دى
دطليطلې دزلاقي په ډګر
لا ديوسف بن تاشفين داسونو پلونه
او دزخمي معتصم، ويني ښکاري
جبل الطارق ساحل لا موج لري
دغه سلګونه کاله، څپه – څپه دى
خو دطارق بېړۍ
لنګر نه اچوي
چي دا هيره شوې ،
دا بيله شوې برخه
دا دصليب دپيروانو تر ستم لاندي
ازاده کړي بيا
دپيرنه غرونه لا دنګ ولاړ دي
خو غافقي په ابدي خوب ويده دى
ها داسلام په مينه مست زړونه
اوس دعياشۍ په دام کي ګير پاته دي
نو به بيا څوک دا اندلس ژغوري؟
بيا به نو څوک دمورسکي مسلم پيغام اوري؟
هغه عبيد لا په تمه پروت دى
او دابوالحسن نيمي خلاصي سترګي
لا په انتظار دي داسي خلاصي پاتې
خو موحدين ددسيسو ښکار دي
او داموي عبدالرحمن زامنو
خپله ددغه صليب واک منلى
نو د مالقې ساحله غلى شى نور
او لوشې تمه د نجات مه کوه
دا به تقدير کي ليکل شوي وي چي
ته دصليب تر جغ لاندي زګيروى ولري
او موږ غافل مسلمان
دخپل غفلت له لاسه
هره ورځ وکړېږو، ودردېږو
زما بېله شوې برخه
زما دځلاندي دورې له لاسه تللى يادګار
دمسيحا په تمه
لا خو يې روح تړپېږي !


بشيراحمد ريان، کوټه
١٠ سرطان ١٣٩٢هـ ل

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د