fbpx

نجیب کابلی: حفیظ منصور د ایران پر ملاتړ مذهبي جګړو ته لمن وهي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): نجیب کابلی وايي حفیظ منصور يې څو کلن ملګری دی، خو اعتراف کوي چې د ایران د ګټو لپاره کار کوي.

د ملي مشارکت ګوند مشر حفیظ منصور پر دې ملامت کړ، چې د ایران له لوري پر شا ټپېږي او ان پر « اسلامي ثقافت بريد کوي.»

نجیب کابلی وايي چې اته – نهه کاله وړاندې يې حفیظ منصور ته ويلي و، چې د ایران لپاره د چوپړ وهلو څخه تېر شي.

د ده په خبره ایران په افغانستان کې د قومي او مذهبي جګړو د توندولو لپاره حفیظ منصور ته له ۵۰ تر ۱۰۰ زرو ډالرو پورې میاشتنی معاش ورکوي.

حفیظ منصور چې د ولسي جرګې غړی دی، تېره اوونۍ وویل چې په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمونونه «ترهګري» پیدا کوي.

نوموړي د نجیب کابلي د څرګندونو په غبرګون کې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او ويې ویل چې دی د اسلامي ثقافت د له منځه وړلو خبره نه کوي، بلکې «اصلاح» يې غواړي.

هغه ونه ویل چې له «اصلاح» نه يې موخه څه ده، خو په وينا يې دی يې بیا هم تکراروي چې پوهنتونونو کې اسلامي مضامين «تروریزم» پیاوړی کوي.

د جمعیت اسلامي ګوند د دې غړي څرګندونو توند غبرګونونه را وپارول، چې افغان ولس د نوموړي دا څرګندونې د پردیو پر اشاره وبللې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د