احمد ضیا مسعود: په حکومت کې د طالبانو نفوذ مو عملیاتو ته نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): د حکومت له منځه پر حکومت د مخالفینو د نفوذ اعتراف یو ځل بیا رسنیز شو.

په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي چې په حکومت کې د طالبانو نفوذ دوی د طالبانو پر ضد عملیاتو ته نه پرېږدي.

نوموړي په مزار کې د جمعیت ګوند د جلا شوې ډلې په پرانیست غونډه کې خبرې کولې، ومنله چې د دولت وسله وال مخالفین په دولت کې دومره زور لري چې ان د دوی د عملیاتو د ځنډېدو سبب کېږي.

احمد ضیا مسعود وویل، د طالبانو او « د سیمې د استخباراتو » نفوذ، د دې سبب شوی چې په کندوز او هلمند کې امنیتي ځواکونو وسلې پر ځمکه کېږدي او طالبانو ته تسلیم شي.

احمد ضیا مسعود چې تر حکومت خپل ګوند ته پر ژمنتیا پېژندل کېږي، تر دې وړاندې هم پر حکومت توندې نیوکې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت لوړ پوړی چارواکی د طالبانو پر نفوذ ډاګیز اعتراف کوي.

تر اوسه ارګ د احمد ضیا مسعود د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم مسعود پخپلو څرګندونو کې په حکومت کې د طالبانو د ملاتړو نومونه په ډاګه کړي دي.

احمد ضیا مسعود چې د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود ورور دی، د جمعیت ګوند فعال غړی دی، چې وخت ناوخت يې پر حکومت توندې نیوکې کړې دي، هغه پورته څرګندونې په مزار کې د جمعیت ګوند د جلا شوي ډلې «ملي مقاومت» په پرانیست غونډه کې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د