شاه محمود هوتک

دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک:شاه محمود هوتک

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

شاه محمود هوتک دميرويس خان نيکه مشر زوى په ١١١٠ هـ کال کې په کندهار کې وزېږېد، دميرويس خان نيکه دمړيني په وخت کې يې عمر ١٨ کاله و، له همدې امله ولسي جرګې پرېکړه وکړه چي دده پر ځاى دده تره دميرويس خان نيکه ورور (ميرعبدالعزيز) او دځينو په اند عبدالله په پلاز کښېنوي.

کله چي افغانانو وليدل،مير عبدالعزيز ددوى په وينو لوبي کوي،غواړي له صفوي دربار سره اړېکي ونيسي، دشاه محمود خان په مرسته يې عبدالعزيز وواژه او پر ځاى يې شاه محمود هوتک کښېناوو.

شاه محمود هوتک په ١١٢٩ هـ ل کال په تخت کښېناست.

دشاه محمود دواکمنيدلو په مهال اسدالله ابدالي دهرات واکمن په فراه حمله وکړه، شاه محمود يې په وړاندي په ١٧١٩ ز کال لښکر ويوست،په دلارام کې جګړه وشوه. په جګړه کې ابداليان مات او اسدالله ابدالى ووژل شو.

په همدي جګړه اېز سفر کې دسيستان خلکو هم ورته داطاعت څرګندونه وکړه.[1]

شاه محمود هوتک په تخت له کښېناستو سره سم هڅې پيل کړي تر څو دخپل پلار ارزو ترسره او داصفهان تخت دخپلو آسونو تر پښو لاندي کړي،دهمدې لپاره يې هڅې کولې،تر ١١٣٤ هـ ل کال پوري يې په کندهار کې واکمني کوله،په ١٧٢٠ ز کال يې په کرمان حمله وکړه، ايراني پوځ دلطف على خان په مرسته مقابلې ته ودرېد.محاصره اوږده شوه او په دې شپو کي له کندهاره د سلطان بيجن لکزي فراهي دبغاوت خبر راغى، شاه محمود مجبور شو، کندهار ته راوګرځېد خو دده تر راتلو مخکي خلکو بغاوت غلى کړى و.[2]

له هغه وروسته په همدې کال (١٧٢١ ز -١١٣٤هـ ل)بيا له اته وېشت زره عسکرو سره وخوځيد،دکرمان او بم له نيولو وروسته دبندر عباس په لوري لاړ ، هغه ځاى يې محاصره کړ او امر يې وکړ چي په هغو خلکو دي کار نه درلودل کېږي چي تسليم شي، له وسلو پرته مال او شتمني مه ترې اخلئ!”[3]

همدا ښار يي ونيو او داصفهان په لوري وخوځېد، ٢٢ اکتوبر ١٧٢٢ ز کال اصفهان ته ورسيد او په ګلناباد کې يي له ايراني پوځ سره جګړه وکړه، ايراني پوځ يې تار ، مار او دفرخ آباد په لوري روان شو.

په فرخ آباد کې دايران  صفوي پاشاه (شاه حسين ) دشاه محمود حضور ته راغي.شاه محمود افغان دتسليم شوي پاشاه مخې ته ودريد،څو ګامه مخته ورغى او دى يې په غيږ کې ونيواو ور ته داقاخطاب يې وکړ.

ښاغلى غبار دا پېښه داسي بيانوي :

“…بالاخره درسال ١٧٢٢م بعد از هشت ماه محاصره ،شاه حسين صفوي براى تسليم حاضر شد وشخصا ًبا بزرگان دربار در قرارگاه شاه محمود رسيد.شاه محمود در ورود اين پادشاه به استقبال واحترام برخاست وبا او دريک مسند نشست، شاه خوردسال افغاني (٢٥ساله) به پادشاه سالخوردي که ٣٠ سال سلطنت کرده بود درحين مکالمه “پدر” خطاب کرد وبا ادب گفت:شان وشوکت وجاه وجلال دنيا اين چنين بيوفا است، خداوند بهرکسي که خواهد دهد واز کسي که خواهدستاند،من شما راتسلي ميدهم که بدون مصلحت شما کارى نخواهم کرد”.[4]

داکتو بر په٢٥ اعليحضرت شاه محمود په داسي حال کي داصفهان ښار ته ننوت ،چې دصفوي پاشاه تاج ئې پر سر ايښي و.

شاه محمود له سر څخه تاج ايسته کړ او هيڅ وخت په شاهې تخت کښېنناست،ده غوښتل ديوه فقير په څېر ژوند وکړي،ساده جامې يې اغوستې او هغه څه يې خوړل چي لښکر به يې خوړل.

لکهارت ليکي:”څو دشاه محمود خپله نکاحي ښځه له کندهاره نه راغله، شاه محمود ٢٢ کلن پادشاه هيڅ يوې ښځې ته ونه کتل”.[5]

شاه محمود له اصفهان څخه لښکري ولېږلې ، تهران ، شيراز او دايران ډېري برخې ونيولې شوي.

شهزاده طهماسب دشاه حسين صفوي زوى په قزوين  کې لښکر راټول کړ او غوښتل يې دشاه محمود پر ضد جنګ وکړي،خو دامان الله خان له لوري ورته ماتې ورکړل شوه او دآزربائجان خواته وتښتيد.

شاه محمود دايران له تخت څخه غورزول شوي پاچا شاه حسين صفوي ته ډېر درنښت ورکاوو، هغه که څه هم يو زنداني وو، خو ده به تل ورسره دغرمې ډوډۍ خوړله.

شاه محمود خان په لومړيو کې له خپلو سپاهيانو سره غېږې نيولې،شاه محمود خان دنګ او قوي سړى و، دتوري ګذار يې دومره قوي و، چي په آس به ولګېد،دوه نيم به شو.[6]

خو په وروستيو کې يي غېږې نيول، له عسکرو سره ټوکې ټکالي او خنداوي پرېښودې، يواځي دخداى جل جلاله په عبادت بوخت شو، ټوله شپه به يې دخداى تعالى عبادت کاوو او تر سهاره به يې ژړل .

افغاني مشرانو چي کله دى په دې مهم وخت کې په داسي حال وليد،فکر يې وکړ ترڅو يوه لاره پيدا کړي او دى بېرته په خپل حال شي،دسلطنت چارې په لاس کې واخلي او دايران دبشپړه فتحي لپاره کار وکړي.خو چي هره وسيله يې وکاروله،شاه محمود هوتک پخواني حال ته راونه ګرځېد او ورځ تر ورځي په عبادت کې ډوب شو.

افغانانو دا دده زهنې مختل کېدل وګڼل،په ١٧٢٥ز/١٢ برات ١١٣٧هـ  کال داووه وېشتو کالو په عمر دغه افغاني ستورى ولويد[7] او پر ځاى يې شاه اشرف وټاکل شو.

دده په مړينه په خلکو کې اوازه خپره شوه ، چي سپه سالار اشرف دخپل پلار په غچ کې شاه محمود وواژه.[8]

دشاه محمود په مړينه دهغه خور بي بي زينبي دميروئس نيکه لور په دې توګه يوه مرثيه ويلې ده :

ږغ سو چي ورور تير له دنيا سونا             کــــــندهـــــــــــــــارواړه په ژړا سونا
زړه مـــــي په وېر کې مبتلا سـونا               چــــي شاه محمـــودله ماجلاسونا
داروڼ جــهـان راتـــه تورتم دى نا              زړه دبـــيلتون په تــــــيغ کړم دى نا
هوتک غمجــن دي په دې ماتم دينا                دپــــــــاچهۍ تاج مــوبرهـم دى نا
چي شاه محــمود تېرله دنيا سونا                کنــدهــــــــار واړه په ژړا ســــــــونا
ځـوان و،ميــــړه دتوري جنګ ونا                ولاړ دقــــــــام په نام اونـــنګ ونا
دښــمن له ده پــه ويـــــنو رنګ ونا                 پرميدان شـــير و پــــلـــــــنــګ و نا
افــســـــــوس چـي مرګ دې په خوا سونا                 کــــنـــدهار واړه پـــــــــه ژړا سـونا
اصــــــفهان پاته تاج نسکورعالمه                 چـــــي شامحمودسونن په ګـــور عــالمه
دپــــــښتون لــمرسوتياره تورعالمه                 راتــه دښمن به کـړي پـيغور عــــالمه
پاته سوتخـــت وتاج دټول اصفهان                زړه يي راسوړ سوکاخوښې دښمنان
اسمانه بيا دي څه ستم کاڅرګند              وشلاوه تاچې دپښتون وو پيوند

دښمن دې بــيازمـوږ په وير کاخورسند               چي شاه محموددې کـاپه قبر کې بند

په کورموويرشــــوروغوغاسونا               کـنـــدهــــار واړه پـــــــــه ژړا ســــــونا

له اصـــــفهـــــانه تر فـراه څه سونا               پـــــاچا چه و حشمت پناه څه سونا
دپـــــــښتون پــــــــــرتم فناســـــــونــا                کـــــندهـار واړه پــــــه ژړا ســـــــــونا
محموده   ځوان    وې ولي ولاړې له ما                 لــــــــــه تخت وتاج هر څه سوې جلا؟
وروره مقردې ستامـولاکاجنت                دردي کا تاته پس له مرګه راحت
روح دېــشه ښادپه لــويه ورځ دقيامت                  مــــخ دوه روڼ دخــــــداي په مهرومحبت[9]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

[1] – افغانستان درمسير تاريخ ، ٣٢٤ مخ ١ ټوک ،ميرغلام محمدغبار، مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[2]– پورتنۍ حواله .

[3] – دافغان ملي تاريخ ٦٢ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد. دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مرکز ، ١٣٨٣ هـ ل ليندۍ چاپ.

[4] – افغانستان درمسير تاريخ،٣٢٥ مخ ١ ټوک ،

[5] – افغان ملي تاريخ، ٦٤ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد “فرهاد”

[6] – افغان شاه محمود – داصفهان برېمن ،محمد اعظم سيستاني، ژباړه :رحمت آريا، دبېنوا وېب پاڼې څخه.

[7] – دافغانستان لنډ تاريخ،٣٧٣ مخ ١ ټوک.عبدالحى حبيبي ،ژباړه: عبدالرؤف بېنوا. ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .

[8] – افغانستان درمسير تاريخ ،٣٢٩ مخ ١ ټوک.

[9] – پټه خزانه ١٨٨ مخ،محمد بن داود هوتک، دوهم چاپ ١٣٣٩هـ ش، دپوهني وزارت ،ددارالتاليف رياست.

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د