نیمروز کي طالبانو پوسته نیولي ، ننګرهار کي ورسره ۱۰تنه عسکر یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۵ل): د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالي کي طالبانو د حکومتي ځواکونو پوسته له لنډي جګړي وروسته نیولي ده.
له راپورونو سره سم تیره شپه طالبانو د نیمروز ولایت د لارام ولسوالي د سویو موټرانو په سیمه کي د حکومتي عسکرو په پوسته جګړه پيل کړه له لنډي نښتي وروسته عسکرو خپله پوسته پریښوده.
طالبانو رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کي ویلي دي چي په یاده جګړه کي  حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي ، په دي نښته کي د وژل شویو ۳ تنو عسکرو جسدونه هم پاتي شوي دی ؛ همدا رنګه ګڼ شمیر مهمات طالبانو ته په لاس ورغلي دي .
د یوه بل خبر له مخي د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کي ۱۰ تنه د ملي اردو عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي .
طالبانو رسنیو ته په لیږل شوي خبر پاڼه کي د نیول شویو عسکرو نومونه په لاندي توګه ښودلي دي :
۱- شفیق الله د شمس الدین زوی
۲- دنیاخان د رضاخان زوی
۳- خدرخیل د زمان زوی
۴- ګل نبی د لعل جان زوی
۵- قسمت الله د سیدمحمدزوی
۶- مزمل د تازه ګل زوی
۷- شاهدالله د نقیب الله زوی،
۸- حزب الله د نعیم جان زوی
۹- شعیب الله د عبدالحکیم
۱۰- نصرت الله د اکرام الدین زوی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د