شعـــــرونه

غزل/ اجمل ښکلی

 اجمل ښکلی

اوس مې په لاس کې رااخيستې ده ډيوه طوفانه
زه اخيستلى نه شم خپله فيصله طوفانه

نو ګنې مړ به شم رښتيا له دې جملې نه پرته؟
”درپسې مرم” که راته ونه وايي هه طوفانه

زما له ذاته اى د چا ياده بهر مه وځه
له دې کنډره وځه مه دباندې وه طوفان
.
چې راشيندې راته په سترګو غبارونه د پښو
رايادوې راته نن بيا د چا کوڅه طوفانه

ګوندې راوځي هه خوشبو له خپل ګلاب وجوده
ما پسې پلونه زما مه راورانوه طوفانه

نه د چا ياد شته، نه زه مات يم، اف توبه له ژونده
چې نه باران وي او نه تکه توره شپه طوفانه

هه چې له ما نه ځي؛ نو زړه مې داسې وران وي لکه
چې د ماشوم له ګوتو وځي باډيوه طوفانه

ته دې خواري وکړه؛ خو بېل به له ما نه شي هغه
زما اجمل لکه زما د ذات سايه طوفانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x