ټولنیزه برخه

ځان څنګه پیژندلی شو؟

معصوم جان معصومي

په ټولنه کې پوه خلک په دې موافق دي چې د یو انسان ژوند د هغه له داخلي تحرک څخه ښه کیدلی شي او بد کیدلی هم شي، د انسان داخلي تحرک هغه ځواک او انرژي ده چې که په سمه بڼه په کار واچوله شي یقیناً ډېر ژر به هغه څه تر لاسه کړي چې په ټولنه کې نورو ښو اشخاصو تر لاسه کړیدي او که غلطه استفاده ترې وشي نو پایلې به یې نه یوازې د ځان لپاره خطرناکې واوسي بلکې خپله کورنۍ، دوستان، کلی او سیمه به یې هم زیان وویني. دلته پوښتنه دا پیدا کیږي چې داخلي تحرک څه شی دی؟ ځواب یې اسانه په دې دی چې داخلي تحرک یو بهرنی څېز نه دی چې موږ یې لټون پسې یوې او بلې خواته ولاړ شو او یا یې له چا څخه وغواړو بلکې هغه څه چې موږ پرې فکر کولی شو، موږ پرې تصمیم نیولی شو او موږ یې احساس کولی شو لکه په نفس کنترول لرل، خپل وجدان پیژندنه، سالم عقل او په هغه باندې تسلط لرل، په ځان قوي باور لرل، فکري قوت، پیاوړې هیله او هوډ، پر ځای او ګټور تصمیم نیول او داسې نور هغه عاداتونه او خواص دي چې په واسطه یې ډېر اسانه ځان پیژندل کیږي.

که چیرته یو څوک پورته ذکر شوي خویونه او خواص په ځان عملي نه کړي، نه شي کولی چې په یوه مسیر مزل وکړي او دا ډول کسانو په حقیقت کې تر اوسه خپل ځان نه دی پیژندلی او نه خپل هم نوعه پيژندلی شي. یو څوک شاید د ځان پيژندنه په ډېرو ساده الفاظو وکړي داسې به درته ووایي چې زه انسان یم، خدای عقل او شعور راکړی دی، داسې ژوند لرم، دوست او دوښمن لرم، ښه عزت، خوند و لذت او دبدبه لرم مګر دېته ځان پيژندنه نه شو ویلی د ځان پيژندنې لپاره مو څنګه چې پورته یاده کړه همغه کلمات لکه نفس، وجدان، باور، هیله، تصمیم، سالم عقل او ښه فکر لرل هغه څه دي چې هر انسان ورته لکه د ډوډۍ په څېر اړتیا لري، که تاسې ټوله ورځ کې یو ځل ډوډۍ ونه خورۍ هرو مرو به ستاسې فزیکي انرژي کمزورې شي همداسې که دا یاد شوي خویونه په ځان کې مطالعه او عملي نه کړو د کمزوري او ناکامه ژوند سره به مخامخ یوو او ورځ تر بلې به د وږي انسان په څېر په فزیکي، ذهني، معنوي او محیطي ډول د ضعف په لوري را درومو.

هغه څوک چې په ټولنیز ژوند کې لوړو، لوړو منزلونو ته رسیدلي دي، له سختو خنډونو او ستونزو څخه راوتلي دي تاسې څه فکر کوی چې دوی ته په خیرات، صدقه یا په مفتو کې چا ورته ډالۍ کړي دي؟ نه داسې هيڅکله نه دي شوي او ډېره کمه استثناء به پکې وي چې هغه په بریالیتوب کې نه حسابیږي مثلاً له تاسې سره به دا پوښتنه پیدا شوي وي چې څنګه کولی شم خپل ځان په معنوي ډول وپیژنم؟ تاسې خپل سر په ګریوان کې ښکته واچوئ له ځان سره د یو څو شیبو لپاره ژور فکر وکړی او دا پوښتنې له ځان څخه پیل کړی زه څوک یم؟ زه څه کولی شم؟ زه څه غواړم او څنګه یې تر لاسه کولی شم؟ زما عقل، فکر، نفس، وجدان څنګه اصلاح کولی شم او څنګه یې په سمه بڼه په عمل کې ثابت کولی شم؟ هغه کسان چې ځيني یې ښه ژوند لري او ځیني یې له خپل ژوند څخه نارضا دي څنګه یې تفاوت کولی شم؟ د هغوی تجربې څنګه سره پرتله کړم او څنګه ګټه ترې واخلم؟ د هغوی ښې کړنې کومې دي؟ د هغوی بدې کړنې کومې دي؟ زما لپاره به ښه لومړیتوبونه کوم وي؟ زما لپاره به څومره خنډونه او ستونزې وي؟ او څنګه یې باید پر وړاندې مبارزه وکړم؟ او…؟ تاسې شاید بالا ډېرې پوښتنې له ځان څخه وکړی خو اصلي واقعیت دا دی چې زموږ او تاسې داخلي تحرک ژوندی وي او پر هغه باندې حاکم واوسو ددې او نورو پوښتنو ځوابونه ورو په ورو او په حوصلې سره په عمل کې ثابت کولی شو او که چیرته موږ او تاسې د بهرني تحرک په تمه واوسو هیڅکله به ونه شو کړی چې خپل ځان له نورو سره د ټولنیز ژوند په غېږه کې په رقابت کې واچوو او د یو پروت لرګي په څېر به واوسو چې یوازې به نور را څخه ګټه اخیستلی شي په دې مانا چې په ژوند کې له نورو باید تمه ونه کړو، د نورو په مټ باید ځان ونه رسوو، له نورو څخه باید بار، بار غوښتنې ونلرو او موږ باید د داخلي تحرک، تشویق او انګیزې څخه په استفادې سره په خپلو مټو له صفر څخه یې شروع کړو او مخ پر وړاندې حرکت وکړو یو خبره بله دا ده چې مخ پر وړاندې حرکت اسانه حرکت هم نه دی بلکې ډېر خنډونه او ستا د حرکت لوی، لوی دیوالونه به مانع شي خو کله چې ستا داخلي انګیزه ژوندۍ او پیاوړې واوسي دا فولادي دیوالونه ټول نړوي، تر بریا، منزل او هدف پورې د رسوي او که په داخل د وجود کې انګیزه او تحرک موجود  نه وي نو ډېر کوچني موانع، ستونزې او خطرونه به زغم نه شې کړی او ستا په نظر په دیوال باندې  په پټو سترګو سره حرکت کولو په څېر به وي چې هره شیبه کې یې د رالویدلو خطر وي نو بالاخره ویلی شو چې په ټولنیز ژوند کې لومړۍ تکیه کول له ځان څخه پیل کړی او خپل ځان داسې عیار کړی چې پوه شې هر څه مې له وسه کیدونکي دي باید هر هغه ښه ژوند چې زه یې غواړم د خپلې ځاني زاویې څخه ورته ورسیږم او د انسان په باطن کې داخلي قوت چې کوم پروت دی هغه په بل هیڅ څیز کې نشته یوازې ځان مطالعه کول او په سمه بڼه د ځان پيژندنې ته اړتیا ده که مو ځان په سمه بڼه ونه پیژنده او خپل باطن مو په مثبت لوري ونه روزه بیا نو داسې فکر وکړه چې یوازې فزیکي وجود یم یعنې د هغو کسانو په قطار کې ثبت شوې چې ځان، ټولنې او ژوند ته ارزښت نه ورکوي چې دا په اصل کې لویه ناپوهي او جهالت دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x