نړۍ

د جاپان پاچا نن خپله اتیایمه کلیزه لمانځي

نن ټکی آسیا: نن په جاپان کې د دغه هېواد پاچا اکی هیټو د خپلې زوکړې اتیایمه کلیزه لمانځي.
د جاپان پاچا اکی هیټو د ۱۹۳۳ع کال د ډیسمبر په ۲۳ نېټه نړۍ ته راغلی دی. په ۱۹۸۹ع کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته د شاهي ولیعهد په توګه غوره شوی او دا مهال د نړۍ په کچه د یوازیني ولیعهد په توګه پر خپل سلطنت پاته دی. نوموړی د جاپان د سلطنت چې په ۶۶۰ق-م کې یې بنسټ ایښودل شوی او سلسله يې شاوخوا دوه زره اوه سوه کلونو ته رسي.، پرله پسې ۱۲۵ پاچا دی.

د دې شاهي کورنۍ لومړنی پاچا او بنسټ ایښودونکی جم مو نومېده.
په ۱۹۴۷ع کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته که څه هم په جاپان کې شاهي نظام ړنګ شو،خو د پاچا څوکۍ او سیاسي حیثیت ته هېڅ زیان ونه رسېده،بلکي جاپانیان له پیله تر دې دمه ورته د ملت او حکومت د یووالي د سمبول په سترګه ګوري او خورا درناوی یې کېږي.
اکي هیټو په ۱۹۵۹ کال کې له مېرمن مچیکو سره واده وکړ، مچیکو د جاپان د شاهي کورنۍ لومړنۍ ناوې ده چې له شاهي کورنۍ څخه نه ده.
د شهزادګۍ مچیکو او پاچا ګډ ژوند له لاسته راوړنو ډک دی، دوی له واده وروسته ګڼو اروپايي او آسیایي هیوادونو ته ګډ سفرونه وکړل او د نړۍ په ګوټ – ګوټ یې ستاینې او لمانخنې شوې او وخت ناوخت پر ډالیو او سوغاتونو نازول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x