نظــر

دشاهي کوټ سپیڅلي معرکه!

دا یو حقیقت ده چي په افغانستان هر چا تیری کړی هغوۍ دغیورو او میړنیؤ افغانانو له مقابلي سـره مخ شوي په ډیره شرمندګۍ سره بیرته له افعانستانه تښتیدلي.

د همدي تیریو او یرغلونو په لړ کي تقریبأ له نن څخه دولس کاله دمخه په (2001) میلادي کال کي په خپل زور او طاقت باندي مغروره او کبرجنو صلیبیانو په افغانستان یرغل وکړ، په ډیر فرعوني غرور یي د افغانستان په کمزوري او مظلوم ولس حملي وکړي، نه یوازي نظامي جکړه بلکي په پراخه کچه یي فکري جګړه هــم شروع کړه.

له خپلو صلیبي لاوډسپیکرو (بي بي سي،امریکا غږ،او ازادۍ راډیوګانو) څخه یي د خپل زور او قدرت هغه نمایشي د وهم او دهشت اعلانونه خپرول چي مسلمانان یي په ژوند کولو پښیمانه کړل.

دوۍ دا ډول تبلیغات دخپل زور او ځواک لپاره وکړل. چي ګواکي مونږ له اسمانه په ځمکه دیو ستني قدري شئ لیدلی او ویشتلی شو.

د افغان مجاهد ولس هغه زړورتیا او میړانه چي د دنیا مسلمانو به پري فخرکاوه هغه حد ته را ټیټه کړه چي هیچا هـم دامریکایانو سره حتا دمقابلي خیال هـم نه شوی کولی

دخلکو په زړونو کي دمرګ ویره دومره غالبه کړه چي دجهاد او مقاومت نام له افغانانو څخه هــیر شو.

ډیر داسي دکمزوري ایمان خاوندان هـم وو چي دامریکایانو له ویري یي قران شریفونه له کورونو له څخه وباسل دا هغه وخــت و چي دامـریکایانو څخه ویره اوج ته رســیدلي وه.

خــو لا هـم په ایمان مغروره او دالله دلاري سپیڅلي شازلمي پاته وو چي دمغروره فرعوني طاقت (امریکایانو) سره دمقابلي تیاري یي نیوله دهغوي حوصیلي او ارادي هم هغسي ټینګي دســتر او لایزال طاقت الله جله جلاله په نصرت او مرسته باندي مغروره او باوري وي هغه کمزوري او بي وسه خو په سپین ایمان مغروره او متقي اتلان شهید ملاسیف الرحمن منصور، شهید مولوي جواد، شهید مولوي یوسف، شهید ګل الرحمن، مولوي فاتح، شهید محمد نبي یاسین، ملا محمد حسن او د دوۍ نور میړني او اتل.ملګري وو…

دا ډول دژمي یخي شپي وي چي د الله دلاري سپیڅلو انسانانو دیوه سپڅلي، عقیدوي او د صلیبي غـرور ماتونکي جنګ لپاره تیاري نیوله.

زمونږ اتلانو تر ټول ښه ځاي دشاهي کوټ دره تعین کړه کله چي مجاهدین شاهي کوټ ته وختل د کم وخت په تیریدو ســره صلیبیانو هم په ډیر کبر اوغرور دشاهي کوټ په دره باندي هجوم وروړ.

خو د الله تعالی په خاص کومک او نصرت ســره مجاهدینو په همدي لمړنۍ جګړه کي امریکایانو ته بي ساري ماته ورکړه په جګړه کي ګڼ شمیر امریکایان ووژل شول ډیر ژوندي هم دمجاهدینو له خوا ونیول شول ویل کیږي ژوندي نیول شوي امریکایان په خپله امریکایانو له هوا څخه بمبارد کړل.

همدا دشاهي کوټ جګړه تقریبأ دیوي میاشتي مقاومت وروسته پاي ته ورسیده.

صلیبي ځواکونو ته په دي جګړه کي ډیر تاوانونه واوښتل بي شمیره نظامي او جنګي موټري اوجنګي هیليکپتري په کي تخریب او له منځه یوړل شوي بي حسابه فو ځیان یي ووژل شول.

تر ټولو غټ تاوان یي دا وشو چي هغه فرعوني غرور او کبر چي غوښتل یي ټوله اسلامي نړۍ پري اشغال کړي داسلام دلاري اتلو شازلمیانو دشاهي کوټ په سپیڅلي معرکه کي دفــن کړ او له هـم هغي ورځي دامریکایانو د زوال ورځ شـروع شوه چي لا هـم جاري ده…

همدا دشاهي کوټ معرکه وه چي دصلبیانو فرعوني غرور یي په ملا مات او پړ مخ وغورځاوه.

همدا دشاهي کوټ معرکه وه چي مسلمانو ته یي دمقابلي کولو یوه هیله ورکړه دمسلمانو په زړونو کي یي دجهاد او مقاومت ویده جذبه را ويښه او په غورځنګو کړه.

همدا دشاهي کوټ معرکه وه چي د کمزورو ایمان والوو مسلمانانو ایمان او یقین یي دستر الهي ذات په نصرت لا ټینګ کړ.

همدا دشاهي کوټ معرکه وه چي دصلیبي او فرعوني ځواکونو هیلي او امیدونه یي په اوبو لاهو کړل.

همدا دشاهي کوټ معرکه وه چي نن یي صلیبي ځواک له اخطارونو څخه عذرونو او زاریو ته را وست.

د شاهي کوټ معرکه دافغانستان په تاریخ کي صلیب ځپونکي کامیابه سپیڅلي او نه هیریدونکي معرکه وه، مورخین باید دا معرکه دافغانستان په تاریخ کي په زرینو کرښو ولیکي.

دشاهي کوټ په همدي سپیڅلي او صلیب ماتونکي معرکه کي داسلام دلاري اتل غازي ملاسیف الرحمن منصور هم دشهادت لوړ مقام ته ورسیده.

روح دي ښاد او یاد دي تل وي.

بلال محمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x